افغانستان

د سخي مشواڼي پر مخ د ولسي جرګې دروازې وتړل شوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): ولسي جرګې امنیتي مسوولینو ته لارښونه کړې چې په دغه جرګې کې د کونړ د خلکو استازي سخي مشواڼي ته د کلیو د پراختیا وزیر ته د توهین له کبله د جرګې تالار ته د ننوتلو لپاره اجازه ورنه کړي.

سخي مشواڼي پرون د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د کلیو پراختیا وزیر په مخ ووهلو او وروسته جرګې نوموړی له تالاره وویستلو.

د ولسي جرګې لومړي نایب حاجي ظاهر چې د جرګې د نننۍ غونډې مشري يې کوله وویل چې د جرګې د ټولو غړو په شمول له وزیر څخه بخښنه غواړي او یاده پېښه به د قانون سره سم وڅېړي.

هغه د ملي شورا امنیتي ساتونکو ته امر وکړ چې د شنبې په ورځ دې مشواڼی د جرګې تالار ته نه پریږدي. قدير زیاته کړله چې تر هغه به مشواڼی د جرګې تالار ته نه پرېښودل کیږي څو د جرګې غړي د لسو ورځو لپاره د مشواڼي د غړیتوب د ځنډولو په اړه تصمیم ونیسي.

د یادونې وړ ده چې د کلیو پراختیا وزیر نصیراحمد درانی، د مالي وزیر اکلیل حکيمي، او فواید عامې وزیر محمود بلیغ نن ولسي جرګې ته غوښتل شوي وو څو د انکشافي پروژو په اړه ورته معلومات ورکړي.

د جرګې هر غړي ته درې دقېقې وخت ورکړل شوی و څو له یادو چارواکو څخه په دغه موده کې پوښتنې وکړې خو سخي مشواڼي له درې دقېقو خبرې زیاتې کړې او د اجنډا خلاف سوالونو یې مطرح کړل او له همدې کبله یې مایک بند کړل شو.

د مشواڼي مایک بندیدل نوموړی غوسه کړ او د جرګې منشي عرفان الله عرفان یې له ګریوانه ونیولو، وروسته د وزیرانو خوا ته ورغی او د کلیو پراختیا وزیر يې په هغه پاڼه چې د نصیردراني نوم پر ې لیکل شوی و، په مخ ووهلو.

وورسته امنیتي کسان تالار ته راغلل او مشواڼی يې د حاجي ظاهر قدیر په دستور د جرګې له تالاره وویستلو.

نصیر دراني د خپلو خبرو پر مهال وویل چې مشواڼي په کونړ ولایت کې یوه پروژه یرغمل کړې او څلور ځل یې دغه وزارت ته مراجعه کړې او غیرقانوني غوښتنې یې کړي دي.

خو مشواڼي بیا پژواک خبري اژانس ته ویلي چې د ده دوه موکلینو د عریضو لپاره چې د کلیو پراختیا وزیر له خوا کندهار ته تبدیل شوي وو، دغه وزارت ته تللی و او د وزیر لخوا چې د ولسي جرګې دوه نور غړي هم موجود و، د ده سپکاوی وشو.

هغه پر ده لګیدلي د فساد تورونه رد کړي او ویلي يې دي که پرې ثابت شول، د جرګې له غړیتوبه به استعفا ورکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
3 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
خپلواک

که مشواڼی صاحب رښتینی وی ، د الله ج د رحمت دروازی به ورته پرانستل شی، زه یی ډیر نه پیژنم ، مګر د دی کړنو له مخی معلومیږی چه څه ناڅه ایمان لری چه بی ایمانه وزیر یی په څپیړه او بی ایمانه وکیل له مرۍ نیولی، باور لرم چه د وکیل او وزیر ترمنځ به خامخا څه اړیکی وی ځکه یی په مشواڼی صاحب باندی مایکروفند بند کړی ، تاسی به ګوری مشواڼی که رښتینی وی د خپلواکی غوشتونکو سره به یو لاسه او یوه خوله شی

احمد

زرونه افسوس ددې وطن پر غریبو او بیچاره خلکو. دادی وطن چې یو وزیر په کې په څپیړه وهل کیږي. ددې مشوانۍ له کښینستې څخه معلومیږي چې د سړیتوب رنګ یې ډیر کم دی. بل پلو د جمیعت له بیرغ څخه جوتیږي چې دی هم د آقای عطانور غوندې د جمیعت له هغو سپیو څخه دی چې پړی یې شلولی. زه د وزیر پلوي نه کوم خو افسوس پردې راځي چې هندوستان د خرو لپاره په دې غوجله څومره پیسې مصرف کړې باید د دې پرځای یې یو روغتون راته جوړ کړی وای چې د مشواڼي غوندې د لیونو سپیو… نور لوستل »

خپلواک

احمد صاحب ، مایی له هغه د جمعیت بیرغ ته نه وو کتلی ، مالا ویل چه کمونست یا نشنلست لان نه وی ، دغه بیرغ هم تر کمونستی او نشنلستۍ کم نه دی ، خو دا راته ووایه چه په دغه غلامه، ناوړه او فاسده اداره کی به کوم بیرغ د منلو وړ یا ملی او اسلامی بیرغ وی، د دغی غلامی اداری په وندر کی چه چا سر ننویستلی او د اشغالګرو په اخور ارداوه خوری هغوی ټول سکولریستان یعنی ملحدین دی. دا چه هغه وکیل څه وکړل ، لویانو کی کوم لیوه ښه دی ، دا چه… نور لوستل »

Back to top button
3
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x