آزاد افغانستان

 

CIA_map_of_Afghanistan_in_2007چــې کلــــه ګل کلــــه بوستان يــادوم

زه مــــې د خــــوږ زړګې جانان يادوم

څوک به سپيڅلې د يار مينه ستايي

زه هـــم نرګس سره بوستان يادوم

زمــــا قــــلم او مــــحبت معلوم دی

جنګ نه نفرت زه خپل آرمان يادوم

ټوپکه مات، ظالمه سر دې وخورې

زه مې په ســــوله کې ايمان يادوم

يواځې جنګ ندی چې لار پيدا کړي

زه پــــه قــــلم د ژوند داستان يادوم

جنګ تباهي ده جنګ وحشت راولي

د قــــاتــــلانــــو تير زمــــان يــــادوم

دا چــې غليم مې په بــاغونو ګرځي

پــــه اتفاق کــــې غليم وران يادوم

چې شل په سلو کې قدرت غواړي دوی

زه پــــه لستوڼې کــــې ماران يادوم

دا دپــــردو استــــخبـــاراتــــی ادارو

ښکاره او پت جیره خوران یادووم

دا وزارت خــــو د خدمت موخه ده

دا د چوکی ټيــــکه داران يــــادوم

راشه چــــې غــــاړه شو غړی شو سره

په ورورۍ هــــر مشکل اسان يادوم

افغانــــه پريــــګده د توپــک خبره

پـــه هوښاري بـُـرد د ميدان يادوم

راځه چې لاس د ورورۍ ورکو سره

د ازوريــــدلــــي افغانــــان يـــادوم

زه دښمـــني د ټوپک مار سره کړم

نه چې د دين خدمت ګاران يادوم

ټوپک دې پريږده سترګې خلاصې که نور

والصلح خير پــــه نوم قــــران يادوم

افغاني يــــوکــړه دا خواره قومونه

بــــيا به ازاد افغانستان يــــادوم

———————————-

سميع الدين افغاني



تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.