یوه کویټۍ میرمن وايي چې د بشار د وژلو لپاره ئې پیریان ګومارلي

bashar

د (سلوی المطیري) په نامه د کویټ یوه اوسیدونکې وايي د پیریانو یو مشر ئې تر لاس لاندې دی او ټول لښکر ئې د هغې قومانده مني.

سلوی ویلي چې له دې پیریاني لښکر څخه د ډیرو شخړو په هوارولو کې استفاده کړې.

نوموړې وایي چې ډیر ژر به د سوریې د ولسمشر بشار الاسد د وژنې لپاره د پیریانو دغه مشر واستوي. نوموړې دا هم وايي چې د بشارالاسد د مخالفې ډلې جنګیالي به له دغه مشر پیري سره د هغه په وژلو کې مرسته وکړي.

سلوی ادعا کوي چې څه وخت وړاندې ئې د پیریانو سره غونډه درلوده او ورته جوته شوې چې بشار الاسد به د تفنګچې په ذریعه وژل کیږي.

سلوی المطیري د خپلو عجیبو او غریبو نظریانو له کبله په کویټي رسنیو کې شهرت پیدا کړی. د نوموړې عجیب او غریب نظریات، چې دا ئې “ځانګړي اختراعات” بولي، کله د عقل او منطق له پولو هم وراوړي.

د مثال په توګه د (اسلامي شرابو) جوړولو او څښولو ته بلنه ورکوي، ددې په اند اسلامي شراب هغه دي چې الکولي مواد ونه لري.

دا هغه میرمن ده چې له حکومتي چارواکو ئې غوښتنه کوله چې د فحشاوو د نظم او نسق لپاره باید یو قانون تصویب شي.

سلوی المطیري خپل ځان د خالد بن الولید (رض) لمسۍ ګڼي او دعوه کوي چې ملائکي او په ځانګړې توګه عزرائیل (ع) ئې لیدلي او خبرې اترې ئې ورسره کړي.

سلوی د څلویښتو په شاوخوا کې عمر لري او ځان د ښځو د حقوقو مدافعه بولي.

یو له عجائبو ئې دا هم دی چې په یوه تلویزوني پروګرام کې ئې د دبۍ مرستیال حاکم (شیخ فزاع) ته وړاندیز کړی وه چې د خپل واده د لومړۍ شپې په اړه یو مفصل شعر ولیکي.

د نوموړې دې څرګندونو په کویټ او عربي نړۍ کې د ډیرو خلکو غوصې هم راپارولي او د دې لپاره چې د عجایبو او غرایبو په غږولو کې له حدودو تجاوز ونکړي د هغې پر ضد ئې د شرعي فتوی د صادریدلو غوښتنه کړې.

د سلوی المطیري ډیرې څرګندونې په امریکايي تلویزوني چاینلو کې په اسلام باندې د تمسخر او استهزا په ډول اقتباس کیږي، او خلکو ته پرې داسې انګیرنه ورکول کیږی چې ګواکې د اسلام دین د هغې له افکارو سره موافق دی.

ورته لیکنې

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د
Back to top button
Close
Close