ورزش

بارسلونا د اتلتیکو ماډرېډ په وړاندې سخته ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۴ل): د اروپا اتلانو لیګ د منځلوبو په ترڅ کې بارسلونا د اتلتیکو په وړاندې لوبه وکړه چې دغې لوبې کې اتلتیکو ماډرېډ په خپل کور کې بارسلونا ته ۲-۰ سره سخته ماتې ورکړه.

اتلتیکو ماډرېډ د بارسلونا لوبډلې ته سختې ماتې ورکولو سره د اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبې ته چیرې چې ریال ماډرېډ او منچسترسیټې له وړاندې څخه لار موندلی و لار وموند.

بارسلونا لوبډلې د دغو سیالیو نیمه پایلوبې ته د لار موندنې غوره فرصت درلود خو دغه لوبډله د خپلې خرابې لوبې له امله د اروپا اتلانو لیګ په منځلوبه کې ماتې خوړلو سره له دغو سیالیو وویستل شول.

اتلتیکو ماډرېډ او د بارسلونا لوبډلې په داسې حال کې د لوبې ډګر ته ننوتل چې د بارسلونا لوبډلې په خپل کور کې د اتلتیکو ماډرېډ لوبډلې ته ۲-۱ سره ماتې ورکړې وه.

اتلتیکو ماډرېډ په دغې لوبې کې یوازې یو ګول وهلو سره هم د اروپا اتلانو لیګ نیمه پایلوبې ته وتل خو دغې لوبډلې وتوانید بارسلونا په وړاندې غوره لوبه نندارې ته وړاندې کړي او ۲-۰ توپیر سره دغه لوبه وګټي.

اتلتیکو ماډرېډ دغې لوبې کې د بارسلونا په ګول پرلپسې چټکې او غښتلې حملې وکړې تر څو د ګول په وهلو بریالي شول. د اتلتیکو ماډرېډ لپاره انتوان ګرېزمان وتوانید د لوبې په ۳۶مه دقیقه کې د سر یوې ضربې سره لومړی ګول ترسره کړي.

د لوبې دوهم ګول هم انتوان ګرېزمان ترسره کړه. د لوبې په ۸۶مه دقیقه کې د اتلتیکو ماډرېډ لوبډلې یوه پینالټي ترلاسه کړه چې انتوان ګریزمان له یوې غوره ضربې سره د خپلې لوبډلې لپاره دوهم ګول ترسره کړه او په دې ډول د اروپا اتلانو لیګ د تیر کال اتلانو ماتولو سره نیمه پایلوبې ته ووتل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x