افغانستان

چارواکي: د بغلان ډنډ غوري سیمه یو ځل بیا طالبانو ونیوله

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د ډنډغوري سیمه چې دولتي ځواکونو يې د نیولو لپاره له هرې سپکې او درنې وسلې څخه کار واخېست، طالبانو د تازه اعلان شوو عملیاتو په ترڅ کې یو ځل بیا ونیوله.

د ولایتي شورا غړي بسم الله عطاش ویلي چې ډنډغوري سیمه د سیمه‌ییزو چارواکو د بې غورۍ له کبله سقوط وکړ. «یوه میاشت وړاندې دغه سیمه د امنیتي ځواکونو لخوا تصفیه شوه. دغو عملیاتو د مالي زیانونو څخه پرته ډير امنیتي ځواکونو ته ډیر ځاني تلفات درلودل».

د عطاش په وینا د ډنډ غوري د تصفیه کېدو وروسته په سیمه کې د امنیت د ثبات لپاره هېڅ پاملرنه ونشو او سیمه په خپل حال پرېښودل شوه.

په داسې حال کې چې د بمباریو ډيری قربانیان ولسي وګړي وي، خو د بغلاني ولایتي شورا وکیل د طالبانو د ځپلو لپاره په ډنډ غوري او ډنډ شهاب الدین سیمو کې په بمبارۍ تاکید کوي.

هغه پر دې سربېره ګواښ کړی چې که عملیات ونشي نو په نېږدې وختونو کې به د بغلان ولایت مرکزي ښار پلخمري هم سقوط وکړي.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له لوري نن ټکی اسیا ته په رالیږل شوي خبرپاڼه کې ویل شوي چې د دوی جنګیالیو د تازه اعلان شویو عمري عملیاتو په ترڅ کې لومړۍ پریکړه د همدې سیمې نیول وو، چې دوه ورځې وروسته یې په بشپړه توګه ونیوله.

نوموړي ویلي چې په وروستۍ جګړه کې یې ۳ لويې قرارګاوې او ۱۱ امنیتي پوستې نیولي چې له امله یې د ډنډغوري ټوله سیمه په بشپړه توګه ددوی لاس ته لوېدلي.

مجاهد ویلي چې دوی په دغه جګړه کې ۴ ټانګونه ویجاړ شوي، یو ټانګ او زیات شمېر درنې وسلې ددوی له لوري غنیمت شوي دي.

طالبانو دوه ورځ مخکي د عمري عملیاتو په نامه خپل پسرلني عملیات پيل کړه او د وروستیو راپورونو سره سم د هیواد په مختلفو برخو کې پراخ عملیات پيل کړي.

مجاهد پر دې سربېره ویلي چې له پرونه راهیسې د امریکا پر مرکزي قرارګاه بګرام باندې یې څلور ځله توغندیز بریدونه وکړه چې له امله یې د نوموړي په وینا په بګرام کې دننه اور ولګېد.

نوموړي زیاته کړې چې ددوی د تازه اعلان شویو عمري عملیاتو مهمه برخه د امریکایانو مرکزي قرارګاه په نښه کول دي.

د پلخمري ولسوالۍ د ډنډغوري د سیمې نیولو لپاره دولتي ځواکونو د تېر کال سلواغې په شپږمه /جنوري ۲۶مه/ د ولسمشر اشرف غني په فرمان عملیات پيل کړل.

دولتي ځواکونو په دغه جګړه کې د ټانګونو او توپونو په شمول له هر ډول درنو او سپکو وسلو څخه کار واخېست. د دولتي ځواکونو په دغو عملیاتو کې سلګونه کورنۍ له سیمې مهاجرې شوې، لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله، د جوماتونو او کورونو په شمول لسګونه عامه ملکیتونه ونړول شول او په ولسي وګړو اوبه بندې کړل شوې.

د دغو عملیاتو پر ضد د سیمې خلکو څو څو ځل لاریونونه  هم وکړل او یو شمېر مدني فعالانو په ټولنیزو رسنیو دغه عملیات په کلکو ټکو وغندل.

دولتي ځواکونه لا تر دې دمه د دوی د لاسونو څخه د ډنډغوري سیمې د وتلو په اړه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x