fbpx

بایرن مونیخ د مجموعي ګولونو پر مټ نیمه پایلوبې ته ووت

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۵): د اروپا اتلانو لیګ وروستۍ منځلوبه کې د بایرن مونیخ او بنفیکا لوبډلې سره مخامخ شول چې دغه لوبه ۲-۲ ګولونو سره مساوي پای ته ورسیده خو د دوو لوبو مجموعي ګولونو پام کې نیولو سره بایرن مونیخ وتوانید نیمه پایلوبې کې ځای پیدا کړي.

د بایرن مونیخ لوبډلې چټکه او طوفاني لوبه پیل کړه خو دا د بنفیکا لوبډله وه چې د لوبې په ۲۷مه دقیقه کې د لوبې لومړی ګول ترسره کړه. د بنفیکا لوبډلې لپاره لومړی ګول رایول خیمنز ترسره کړه.

د بنفیکا د لوبډلې خوښي یوازې ۱۱ دقیقې دوام وکړ او له هغې وروسته د لوبې په ۳۷مه دقیقه کې ارترو ویدال وتوانید د ګول په وهلو سره لوبه مساوي کړي. د لوبې د لومړۍ نیمايي په پاتې شیبو کې کوم ګول ترسره نشوه.

د لوبې دوهمه نیمايي کې د بایرن مونیخ لوبډلې لپاره توماس مولر د خپلې هوښیارۍ په پایله کې د لوبې په ۵۲مه دقیقه کې  دوهم ګول ترسره کړه او له بنفیکا څخه وړاندې شول.

د بنفیکا لوبډلې خپلې هڅې زیاتې کړې تر څو یو ځل بیا له بایرن مونیخ څخه وړاندې شي. د پرلپسې هڅو په پایله کې د لوبې په ۷۶مه دقیقه کې تالیسکا وتوانید د یوې ښکلې ضربې سره د بنفیکا لوبډلې لپاره دوهم ګول ترسره کړي.

د لوبې په پاتې شیبو کې دواړو لوبډلو د ګول وهلو هڅه کوله خو هیڅ یوې لوبډلې د لوبې په پاتې شیبو کې د ګول په وهلو بریالۍ نشوه او لوبه ۲-۲ مساوي پای ته ورسیده.

بایرن مونیخ وتوانید د دوو لوبو مجموعي ګولونو پر مټ له بنفیکا څخه لوبه وګټې او ځان پایلوبې ته ورسوي. له دې وړاندې لوبې کې بایرن مونیخ توانیدلی و د بنفیکا لوبډلې ته ۱-۰ سره ماتې ورکړي.

په دواړو لوبو کې د بایرن مونیخ د ګولونو شمیر ۳ او د بنفیکا د ګولونو شمیر ۲ شوې.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د