شعـــــرونه

عجب خوب !

پرون مې خوب لیدو عجیب!

ډک له نوادرو، او غریب!

تپه تیاره وي، د اسمان کنارې سرې وي!

له پاسه تورې پنډې وریځې ویروونکې!

ورو ورو په لنډېدو وي!

یو په یو آوازونه شي، په زور کې!

غورمبېدا وي، ګربهار شي!

لکه آواز چې د ټانکونو طیارو وي!

نا ببره د لوی سره ښامار جاني څېره شي را جوته!

ډکه له وحشته، له هیبته!

خوله یې وي شکولې، کومی واز!

غواړي چې نړۍ کړې یوه مړۍ!

له خولې یې وینې څاڅي!

له سترګو یې بادیږي سره اورونه!

ظلمونه، وحشتونه!

فسادونه او قتلونه!

تر شا او څنګ یې وي روان!

ګله ګله ماران او لړمان!

په ګرده نړۍ را وګرځېږي!

ټول ترېنه یرېږي.

څوک یې مخ ته نه درېږي!

چې را ورسېږي خاورې د افغان ته!

فدایان یې مخ ته ودرېږي!

وايي څه کوي چې دلته یې راغلی؟

دا خو خاوره او ټاتوبی د افغان دی!

بیرته ځه په خپله مخه!

چې دې بیا ونه وینمه!

که نه دا توره به دې په ګېډه کې در سره وي!

شې به تار په تار، ورک له دې نړۍ!

ته خبر یې او که نه!

خاوره د افغان هدیره د هر ښارمار ده!

له تا وړاندې چې دلته وو راغلي!

د هغوی له حال نه ځان خبر کړه!

سره یې په وینو غرونه او رغونه!

پراته یې په شېلو کې دي هډونه!

تر ننه پورې په پښو نه شي ودرېدی!

افسوس آرمان کړي چې یې ولې داسې وکړل!

سور ښامار په خشمېدو! په خوځېدو شو!

یو اوږد اوسیلی یې وکیښ

بیا یې ځان کش کړ لو را کش!

وايي: ما پېژنې که نه؟

زه بادار یمه د ټولو!

ګرده نړۍ مې تسخیر کړې!

سیال مې نشته په جهان کې!

چې مې زړه وي هغه کړم!

په چا مې سترګه نه ډکېږي!

زه زر لرم او زور!

خړ ټانکونه، شنې طیارې!

په کمپیوټر باندې چلېږي!

بې پیلوټه الوتکې!

ځمکه او هوا مې دي اختیار کې!

تاسو بیا څوک یئ چې له ما سره سیالي کړئ!

له همدې سره يې ځان تاو کړلو را تاو!

یو په یو یې بلاوې له ګېډې کړې را ښکته!

ځمځومې وې، بلاګانې!

تورې، سرې ، د کتو نه وې!

په ټول هېواد شوې را خورې!

هم مهال چندخان او موږکان

ځنځې، سره کربوړي، غومبسان!

ګونګټې او چینجیان!

له سوړو را بهر شول!

په خندا وو، په چکچو!

که ګورم فاسدین او مفسدین دي!

غله، داړه ماران او لوټماران دي!

بیلمازه له دین او وطن لیرې سګ شویان دي!

خاینان، خونخواران، د ځمکو غاصبان!

قاتلان، بدکاران او اربکیان !

ډمانې او ډمان دي!

سورڼي دي، ارمونیې دي!

ډمبکي دي، د شرابو بوتلان !

څو ناولي لیکوالان او شاعران !

له لیرې چې ډالرو ته وګوري!

ژبې یې له خولو وي را وتلې! لیونیان !

د غلامۍ او مرییتوب سندرې وايي!

ضمیر وژل، وطن پلورل، ایمان پرېښول یې افتخار وي!

پرتوګونه لیلام شوي، چسپېدلي پتلونان !

ټول یو ځای سره اخته په مظلومو اوښکو او وینو کې اتڼ کړي.

له پاسه دډالرو پرې باران .

په پښو کې یې پراته په وینو لړلي ماشوم واړه سرونه!

د ځوانانو ښکلي بدنونه.

دبورو ورارو څیرې ګریوانونه!

دسپېرو یتیمو کړیکې!

د مظلومو کونډو سوي آهونه!

د سپین ږیرو تنېدا وي!

د پیغلو عفتونه لیلامېږي!

په شار نو او په بګرام کې!

بل لوري ته بیا له فدایانو سره عالمان او طالبان وي!

په لاسونو کې یې سپینې تورې، تېره غشي، خنجران وي!

د سره ښارمار په لوري ور روان وي!

ورپسې ډلې ډلې افغانان وي!

د تکبیر نارو فضا ټوله وي نیولې!

سور ښارمار تاو را تاو پروت په دښتو بیابان !

د تکبیر ملکوتي نارې چې واورې!

لکۍ ټينګه کړي په خوله کې!

رنګ یې ورو ورو په تورېدو شي!

سوروالی یې کم رنګه، توروالی پرې غالب شي!

په پای کې تور شي سور ښامار!

خلک یې په کاڼو باندې ولې!

ترې چاپیر د کاڼو انبارونه!

ځوانان ترېنه چاپیر شي! مخه یې شي بنده!

تور بدن یې شي ټپي ټپي!

وینې ترېنه څاڅي!

تاوېږې را تاویږې لار یې نه وي د وتو!

ها خوا که ګورم هاغه اتڼ چیان په سرو سترګو په ژړا شي!

د غم رباب وهي، په سپکو سپورو سر شي!

وايي داخو زمونږ مشر!

دا مو مور او دا مو پلار!

دا مو کور دا مو ټاټوبی!

مونږ یې په ګرمه ګېډه کې ساتلو!

اوس خو تاسو دربدر کړ، مونږ به څه کړو؟

ډالر به شي له کومه؟

روزي رسان مو خوار زار کړ!

تاسو ترهګر، تروریستان یئ!

پر مونږ مو ډالر ولې نه لورېږي بد نیتان یئ!

په همدې کې تور ښامار سر کړي لږ را پورته!

وايي بس دي بس!

زه خو دربدر، خاورې په سر شوم!

خزانې مې شوې تمامې!

روغ بدن مې زخم زخم!

زور او زر زیر وزبر شول!

دا ټول را باندې وکړل لوټمارانو!

ما ته مو حقیقت نه وو ویلی!

زه مو تېر ایستم ، اوس به مو زه خوښ شم!

همداسې مو په سپین میدان پرېږدمه!

او نور زه په خپله مخه درنه ځمه!

په همدې کې یوه ډله فدایان وي!

په لاسونو کې یې سپین سپین بیرغونه!

دالله اکبر نارې وهي، په منډو منډو را روان وي!

سپین بیرغ چې پرې لیکلي کلیمه د لا اله الا الله وي!

رسا یې د ښامار په سر ور ښخ کړي!

ښامار بې اختیاره کړیکه وکړي!

عالم ټول پرې را خبر شي!

له همدې سره ټوله فضا د الله اکبر نارې په سر کړي!

تېږي، خاورې، سیندونه او دریابونه!

ونې، بوټي،دښتې غرونه!

نر او ښځې، واړه زاړه!

ټول د الله اکبر الله اکبر نارې کړي پورته!

له همدې سره د آسمان په ښکته څنډه کې رڼا شي!

زه وایم نور لکه سبا شو!

چې زر شم پورته لمونځ او اودس وکړم!

چې مې سر کړلو راپورته!

سپېدې کړس کړس په خندا وې!

د آذان انګازو فضا ټوله خوځوله::

الله اکبر! الله اکبر!

الله اکبر! الله اکبر!

ایمل نوري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x