اردن کې د اخوان المسلمين او حکومت شخړې تر کوم ځايه…

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د اردني حکومت له لوري د اخوان المسلمين د مرکزي دفتر له تړلو وروسته اردن کې د دغې پرېکړې په اړه ډول ډول ګنګوسې کيږي، په ځانګړې توګه وروسته له هغې اردني چارواکو رسنيو ته وويل، چې دا پرېکړه يې د دې لپاره کړې، چې له دې وروسته اخوان المسلمين ډله په دغه هېواد کې د کار او فعاليت اجازه نه لري، په عين حال کې د اخوان المسلمين مشر همام سعيد د خپل ګوند له ملګرو او پلويانو غوښتنه کړې، چې د صبر لمن ټينګه کړي او روحيات ونه بايلي.

الجزيرې تلويزون د اردني حکومت د دې پرېکړې او اخوان المسلمين په اړه د سياسي ګوندونو له کارپوهانو سره خبرې کړي او د دې پرېکړې په اړه يې د دوی نظرونه غوښتي دي.

اردن کې د اخوان المسلمين د شورا غړي علي ابوالسکر د اردني حکومت دا پرېکړه «کاغذي او شکلي» بللې او زياته کړې يې ده، چې له سياسي پلوه دا «تېروتنه» ده او دا کار يې يوازې د دغې ډلې د «ځورونې» يوه هڅه بللې ده.

ابو السکر زياتوي، چې د اخوان المسلمين ګوند ۱۹۴۵م کې د وزيرانو شورا په تاييد قانوني شکل غوره کړی، د فعاليت قانوني اجازه لري، د خپل کار او فعاليت پر مهال يې د اردن له پاچاهانو سره ښې اړيکې لرلي، په حکومت او پارلمان کې يې برخه اخيستې او د هېواد په کچه له هر ډول تورونو او فساده پاک تاريخ لري.

نوموړی وايي، ځينې کړۍ غواړي، چې اردن کې د اخوان المسلمين د قانوني فعاليتونو مخه ونيسي، د هېواد پر اجراييه قوه يې تور لګولی، چې له قانونه سترګې پټوي او زياتوي، چې ځينې کړۍ هڅه کوي، چې د اخوان او نظام ترمنځ شخړې او بې باورۍ رامنځته کړي.

بل پلو د اردن د پرمختګ د چارو پخوانی وزير او د پارلمان غړی موسی المعايطه وايي، چې اخوان المسلمين خپل جواز نه دی تمديد کړی او زياتوي، چې ۱۹۴۶م کې دغې ډلې جواز ترلاسه کړی و، بيا يې په ۱۹۵۳م د خپل ګوند نوم يې له جمعية څخه اخوان ته واړاو، چې نه يې هغه مهال په دې نوم جواز اخيستی و او نه له هغې وروسته. د المعايطه په وينا حکومت اعلان کړی، چې هغه ټول ګوندونه يې لغوه اعلان کړي، چې د خپلو فعاليتونو لپاره قانوني جواز نه لري.

موسی المعايطه وايي، چې اخوان المسلمين خپل جواز نه دی تمديد کړی؛ ځکه چې دوی نه غواړي د نورو ګوندونو په څېر خپل ځان د قانون تابع وګرځوي او حتا د خپلو ګونديانو نومونه او مالي حساب په اړه يې هم حکومت ته معلومات نه دي ورکړي.

معايطه اخوان المسملين ته د مشورې په توګه ويلي، چې دوی کولای شي، د «جبهة العمل الاسلامي» تر چتر لاندې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي، چې د اردني قانون له مخې د فعاليت اجازه لري. د نوموړي په وينا د سيمې په ټولو هېوادونو المغرب او تونس کې هم دغه ډول قانون دی.

موسی المعايطه وايي، چې حکومت يوازې د اخوان مرکزي دفتر تړلی او په هېواد کې يې نور سيمه‌ييز دفترونه خلاص دي او اردن په دې اړه د سيمه‌ييزو هېوادونو فشارونو ته ځان نه دی ورکړی او حکومت ټينګار کوي، چې اخوان بايد له قانون سره سم په سياسي فعاليتونو کې برخه واخلي.

د هغو ګنګوسو په اړه، چې د اخوان د مشر له قوله رسنيو خپرې کړي، چې خپلې ليکې ټينګې کړې د اخوان غړی ابو السکر وايي، چې د دوی ډله هېڅکله حکومت سره د ټکر په فکر کې نه ده او غواړي، چې له قانون سره سم په هېواد کې سياسي، اصلاحي او ټولنيز فعاليتونه وکړي.

ابوالسکر د اردن له پاچا عبدالله الثاني غوښتنه کړې، چې په دې اړه جدي ګام پورته کړي او د هغو کړيو مخه ډب کړي، چې د اخوان او حکومت ترمنځ د شخړو پيدا کولو هڅې کوي.

د اخوان د مرکزي شورا غړی ډاډه دی، چې ستونزې به ډېر ژر له منځه ولاړې شي او هغه کړۍ به هم «په تش» ميدان پاتې شي، چې د اخوان او حکومت د ټکر خوبونه ويني.

د يادونې وړ ده، چې د اردني حکومت او اخوان المسلمين اړيکې وروسته له هغې «بندې کوڅې» ته ورسېدې، چې تېر کال جون کې حکومت د اخوان ګڼ ملکيتونه کنګل کړل او دغې ډلې ته يې امر وکړ، چې د اجازه لرونکې جمعية الاخوان تر مشرۍ لاندې دې فعاليتونه وکړي، چې له دې ډلې پخوا جلا شوې ده.

د اردن حکومت وياند محمد المومني وايي، چې حکومت يوازې د اخوان يوه ډله «جمعية الاخوان» په رسميت پېژني، چې د دوی په وينا د حکومت ټول شرطونه يې پوره کړي او که د همام سعيد په مشرۍ اخوان ډله د سياسي فعاليت هوډ لري، نو د يادې قانوني ډلې د مشرۍ لاندې دې کار وکړي.

سرچينه: الجزيرة.نت