افغانستان

فراه: د ملي اردو او بهرنیو عسکرو بشپړ اکمالاتي کاروان له منځه تللی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۶مه ۱۳۹۵ل): د فراه ولایت د فراه رود په ولسوالۍ کې طالبانو د ملي اردو او بهرنیو عسکرو یو بشپړ اکمالاتي کاروان له منځه وړی.

پر ټولنیزو پاڼو خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې د ملي اردو زیات شمېر واړه او لوی اکمالاتي موټرو باندې اورونه بل دي.

طالبانو هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دوی جنګیالیو د فراه رود په ولسوالۍ کې د ګډ ځواکونو لوی اکمالاتي کاروان تر برید لاندی ونیولو، تر ۳ ساعته جګړې وروسته یې ۲۵ غټ او کوچني موټرونه وسوځول او ۱۷ تنه امنیتي عسکر یې مړه او ژوبل کړل.

طالبانو د عمري عملیاتو په نامه خپل پسرلني عملیات پیل کړي او له تیرو دوه ورځو راهیسي یې د لسګونو لویو او کوچنیو بریدونو خبرونه ورکړی دی.

نن طالبانو اعلان وکړ چې دوی د بغلان ولایت د پلخمري ولسوالۍ د ډنډغوري سیمه یو ځل بیا په بشپړه توګه نېولې ده.

دا په داسې حال کې چې د کورنیو چارو وزارت د طالبانو لخوا د «عمري» په نوم د عملیاتو اعلان «تبلیغات» بللي وو.

ویډیو

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x