نظــر

بندیان څوک شکنجه کوي؟ د سترګو لیدلی حال! (۲)

تاسو په الله باور وکوئ د کرزي د جلادانو دوحشت او بربریت له لاسه به په ریاست ۹۰ کې مظلومو بندیانو داسې کریغې وهلې چې د سړي زړه به یې بوټ له ځایه را ایستلو، په ځانګړي ډول به کله چې د ځینو ځوانانو د ژړا غږ د سړي تر غوږو را ورسېد تا به ویل زړه مې بوټ غوڅ شو!

خپله به که په سړي باندې هر څومره تکلیف و، دومره ځوروونکی نه وو لکه د بل وهل، ټکول، او نارې سورې! یو بل بشر ضد جنایت یې دا و چې کله به د ډوډۍ وخت شو، نو ښه خوندوره او پرېمانه ډوډۍ به یې راوړه، او بیا به یې په همدې وخت کې ځینې بندیان د وهلو لپاره بوتلل، له یوې خوا به سړی وږی و، او له بلې خوا به ډوډۍ هم ښه او ډېره وه، خو بل لوري ته به د مظلوم بندي ژړا او کریغې پیل شوې! د ډوډۍ خوړل خو به هسې پاتې وو چې پاتې وو، ټول به په دې فکر کې شول چې دا مظلوم به څوک وي؟ هر یوه به فکر کولو چې دا به زما خپل، یا ورور او یا ملګری وي! او د خپل نوبت شيبې به یې ګڼلې! چې اوس به نو زما وار راځي..

ډوډۍ به تر ستوني نه ښکته کېده، بلکې لاسونو خولې ته نه پورته کوله، شخصا ما خپله په ۹ ورځو کې ایله یوه نیمه سپوره ډوډۍ د زړه په زور وخوړلی شوای، هر څو به مې چې کوشش وکړ چې یو څه وخورم نه به کېدله!

په کومه ورځ یې چې زه ریاست ۹۰ ته بوتلم، دوه ورځې وروسته یې یو څلور نور ځوانان راوستل، څنګه یې چې زیر زمنیو ته را ښکته کړل سمدستي یې خرپ اوترپ پرې پیل کړ، ښه ځانونه یې پرې ستړي کړل، هغوی غریبانو که هر څو نارې سورې وکړې کومه ګټه یې نه لرله، ښه چې ستړي شول بیا یې پنجرو ته راوستل او هلته یې را ځوړند کړل، ما ویل ځه د وهلو ټکولو نوبت یې تېر شو، یو دوه ساعته وروسته یې بیا بوتلل، تر نیمو شپو یې ځانونه ښه پرې ستړي کړل، بیا یې راوستل او په پنجرو کې یې را ځړوند کړل!

تر اتو ورځو پورې دغه غریبان نه کیناستي ته پرېښودل شول او نه پرېوتلو ته، یا به په پنجرو کې ځوړند وو او یا به تر پیپونو لاندې وو، په څلور ویشتو ساعتو کې یې هره ورځ څلور ځله په منظم ډول وهل، داسې وهل چې تر هغه یې نه پرېښودل تر څو چې به پرکالي نه پرې راغلې، کله به یې چې ضعف وکړ اوبه به یې پرې واچولې بیا به یې په پنجرو کې را ځوړند کړل!
ل

ه اتو ورځو او شپو وهلو ټکولو وروسته چې د کرزي جلادانو ته څه په لاس ور نغلل نو بیا یې یوازې په ځوړندولو بسنه کوله خو وهل یې نه، زه خپله بلکې ټول بندیان چې هلته وو د دغو څلورو ځوانانو همت او عزم ته تسلیم شوو، تر آخره پورې یې اعتراف ونه کړ! خو له دې سره سره اوس اوس خبر شوم چې تر څلورو کلونو زیات بند یې ور کړی!

سره له دې چې دغه ځوانان ډېر سخت وهل کېدل، داسې وهل چې خیال یې په تصور باندې ځورېږي، خو له دې سره سره به هغو وحشي ځناورو څارنوالانو زارۍ ورته کولې چې دوی يې وهل! دوی به په پنجرو کې ځوړند وو، څارنوالان به ورته راغلل او ورته ویل به یې: او ځوانه ولې په ځان رحم نه کوې! زما زړه در باندې خوږېږي، په ځان ولې ظلم کوې! حال ووایه چې د نورو بندیانو غوندې له ځوړندېدو خلاص شې، کرار به کښېنې، له ځان سره ظلم مه کوه!

له دغو څلورو نه دوه ځوانان بیا وروسته ما خپله ولیدل، په یوه خونه کې را سره ملګري شول، عجیبه اخلاق او چلن یې درلود، دوه درې میاشتې وروسته یې هم په پښو او لاسونو کې د زولنو او وهلو نښانې پاتې وې! فکر کوم تر آخره پورې به ورکې نه شي ځکه د ډېرو وهلو ټکولو له وجې ډېرې ژورې او پخې شوې وې!

ددغو ځوانانو له ډلې نه دیوه ځان حالت ډېر ځورولم، دنګه ونه، سپین رنګی ځوان، اوږده نري بریتونه له خندا ډکه خوله، دا چې بیا وروسته ما په ریاست ۱۷ کې ولید، په ریاست ۹۰ کې په سمه توګه د یو کس لیدل شوني نه وو.

نوموړی ځوان یې چې په اوله شپه راوستو، ډېر سخت یې ووهلو، بیا یې د جنوبي لوري په پنجرو کې زمونږ خونې ته مخامخ را ځوړند کړ! هغه غریب د پیپونو د وهلو له کبله زګیروی کولو خو خبر نه وو چې په ځوړندولو کې له پیپونو نه زیات درد دی، یو څه وخت یې ګوزاره وکړه، نور چې په تنګ شو، غږ یې وکړ چې لږ مې پرېږدئ، لاسونه مې وختل! چا یې غږ نه اورید! هر زګیروی یې زمونږ ټولو په زړونو د خنجر وار و! خو څه مو کړې وای!!!

ډېرې زیاتې زارۍ یې وکړې، هېچا یې غږ نه اورید، لږ وروسته یې بیا غږ وکړ چې تشناب ته ځم، لږ مې پرېږدئ، تشناب ته ځم! انسان نه و چې غږ یې اورېدلی وای، او په رښتیا هم چې غریب د ګېډې تکلیف در لود، او دا تکلیف هر بندي ته پېښېدلو، ځکه له یوې خوا هوا سړه وه، او لاندې ځمکه او دیوالونه ټول سیمټ وو، بل به یې سهار په چای کې قیماق راوړلو، او د بیګاه له خوا به یې شوربا راوړه، د سهار له خوا یوازې یو ګیلاس چای و اوبس، بندي به مجبور و چې یخې اوبه وڅښي، یخې اوبه به چې وڅښل شوې ګېډه به یو په یو ور سره خرابه شوه.

او دا ناروغي عمومي وه، که ووایم چې هېڅ داسې بندي به نه وي چې په ریاست ۹۰ کې یې وخت تېر کړی وي او دا ناروغي نه وي ورته پېښه شوې نو مبالغه به نه وي.

هغه بندي بیا بیا نارې وکړې، لاس يې پاس په پنجرو کې تړلي وو او پر سر یې د نورو بندیانو په څېر توره کڅوړه ور اغوستې وه، مګر چا یې غږ نه اورېدو، آخر یې ویل چې ګورئ دخدای لپاره ګېډه مې خرابه ده، یو ځل تشناب ته اجازه را کړئ بیا مې بېرته وتړئ! چا یې غږ اورېدو!!!

آخر یې په ژړغونې آواز په زوره نارې کړې چې مړ شوم، د خدای لپاره کولمې مې وشکېدلې! ګېډه مې وچاودېدله! یو ځل تشناب ته اجازه راکړئ، وحشي صفته څارنوالانو او پیرده دارانو یې هېڅ غږ نه اورېدو، او په داسې حال کې چې په لس میترۍ کې په خپل منځ کې سره ناست وو ګپ شپ یې لګولو! کله کله به يې غږ پرې وکړ: چپ شو! ګم شو! چي بلا زدیت! جهاد مې کنی! هغه غریب به بیا ورته ویل چې څارنوال صیب! قوماندان صیب! خیر دی! یو ځل مې خوشی کړئ تشناب ته ضرورت لرم، ګېډه مې خرابه ده! بیا مې بېرته را ځوړند کړئ! مګر هېڅ ظالم یې غږ نه اورېد!

آخر چې غریب ډېر تکلیف شو، په ژړا شو! او نارې یې کړې: ګورئ دا ځای چټلېږي، د خدای په خاطر کولمې مې غوڅې شوې! لږ مې پرېږدئ! ګورئ دا ځای چټلېږي!

تاسو په الله باور وکوئ چې زمونږ زړونه غوټ غوټ ورته غوڅېدل! مګر ددوی په زړونو کې یوه ذره رحم هم نه راتلو! د ګېډې تکلیف به ډېرو لیدلی وي، ډېر سخت درد لري! او دا ځوان هېڅ ملامت نه و! آفرین دې پرې وي! دومره استقامت یې وکړ فکر نه کوم چې بل چا به کړی وای!

آخر چې ځوان غریب په ژړا شو! یو ځناور ورغی او را خلاص یې کړی، په دې خو ټول پوهېږي چې د ګېډي ناروغ په تشناب کې ډېر وخت ته اړتیا لري، مګر دوی به چې یو څو دقیقې تېرې شوې، د تشناب ور به یې و ډبولو، زود برای، چي میکنې! برای ! زود کو! هلته به سړی حیران شو! چې اوس څه وکړم! دا ځوان غریب یې هم په لږ وخت کې بیرته راوستلو او بیا یې را ځوړند کړ!

لږ وروسته بیا په تکلیف شو، څه سر به مو خوږوم، دغه شپه تر سهاره همدا کیسه وه، هغه غریب به نارې وهلې چې تشناب ته ځم، اودوی به نه پرېښودلو.

نور بیا…

عبد الحنان مجاهد

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x