ادبي لیکني

له تورتمه روایت دی لڼدو کیسو ته یوه لنډه کتنه

عبدالوکيل سوله مل

له تورتمه روایت دئ د هڅاند ، نوښتګر لیکوال او څیړونکی اکبر کرګر د لنډو کیسو اومه ټولګه ده چې تازه له چا په راوتلې ده . په دې ټولګه کې د دده تر ټولو لنډې کیسې راغلی دي ځکه خو ېې په ۱۱۴مخونو کې پوره ۲۰کیسې ځا یولی دي.

کر ګر د افغا نستا ن او په ځا نګړی توګه د پښتو کیسه ایز ادب هغه استا زی دئ چې ځا نته ځا نګړی لار لری او پخپلو ټولو هستونو کې خپل انفرادیت سا تی او پا لی . هغه نه یوازې پخپلو کیسو کې له نورو بیل مظا مین ځا یوي بلکه په پښتو ادب کې د روان کیسه ایز فورم او سبک چې د پیړۍ وړاندې نړیوال کیسه ایز ادب نه اغیزمن دئ هم ځا ن لیرې سا تي او تل په رایجو نړیوالو فورمونو کې خپلې کیسې پنځوي. ځکه خو ېې کیسې لکه د نورو تود بازار او مارکیټ لا نه دئ موندلی.

کر ګر په کیسو کې په فورم ډیر زور نه راوړي ، دهغه کیسې د ژوند ژور مفا هیم او فلسفه تفسیروی او د انسا ن روان ته لار مومي . دا هغه څه دی چې دده له زده کړو،باور او فکره سر چینه اخلي.

د هر لیکوال ایجاد د دده د پوهې ، تجربې او د هغه د ځا نګړی چا پیر یال زیږنده او هنداره ده. په همدې بنسټ د کرګر کیسې دا عنا صر رانغاړي:

لومړی : فلسفه ، د ا ځکه چې دی د فاسفې فا رغ التحصیل دی او فلسفه او عرفا ن یی د مطا لعې اساسي برخه جوړوي.

دوهم: د معا صرو نړیوالو ادبي او فلسفي مکتبونولکه نهیلیزم ، اګزستنسا لیزم ، سوریالیزم ، کوډ ګر ریالیزم ،پوچیزم او نورو سره دده اشنا یی

دریم : د لیکوال افغانی او په ځا نګړی ډول پښتنی چا پیریال چې دی ورپورې تړلی دئ . لیکوال سره له دې چې کلونه له هیواده لیرې او په بل هیواد او زما نه کې اوسیږي خو لا هم د کلیوال ژوندانه او د ټول هیواد د ټولنیزو ـسیاسي منا سباتو سیوری پرې پروت او له دې دایرې ځا ن نشي ویستلی.

همدا ده که وغواړو کرګر وپيژنو ، دهغه لیکنې با ید په غور ولولو او په کیسو ېې ځا ن پوه کړو او دده په څیر په فلسفه وپوهیږو، معا صر ادبیا ت او دهغه سره تړلی معا صر ژانرونه ،مکتبونه او ددغو مکتبونو او فلسفو د وتلو لیکوالو نا ب اثارو پیژنو.او په دې برسیره د کرګر هومره خپل کلی ،کلیوال منا سبات ، تاریخ او ورستی سیاسی او ټولنیز جریا نونه درک او مطالعه کړو.

د کرګر دا ټولګه هم همداسې مضا مین لري او همداسې مو ضو عا ت ېې په مختلفو ادبي معا صرو کیسه ایزو ډولونو او فورمونو کې ځا یولي دي. لکه دده فلسفي کیسې : ( له تورتمه روایت دئ، تورې جا مې ، د انځر ګلونه ، خاورې دوړې او ګردونه، نا پا یه شیبې، ګوګوشتو) او یا دده کلیوالی او پښتنی چا پیریال : ( خپه ارواوېې ،د ژوند پا ڼه ، د ارواحو په دهلیزونو کې .

تاریخ او عرفا ن د لیکوال د کیسو بله برخه ده چې په هره ټولګه کې ورته څو کیسې ځا نګړې شوي دي او په دې ټولګه کې یی هم د کیسو دا برخه له یاده نه ده ویستلې : امیر او برهمن او جهان آرا بیګم کیسې .

هسې چې د کرګر د کیسو مضمون له نورو بیل، داسې ېې فورمونه هم له نورو جلا او په هغو فورمونو کې کمې کیسې کاږي چې اوس پرې پیړۍ تیره خو لاهم ګڼ پښتا نه لیکوال پرې شخوند وهي. هغه نه یوازې د پیړۍ وړاندې ادبی مکتبونو خیال او پروا نه سا تي بلکې په هغو معیارونو هم خپلې کیسې نه تلی چې یو وخت پرې د نړۍ د لویو لیکوالو لکه انتون چخوف ،موپا سان ، ادګار النپوه او نورو کیسې ارزول کیدې،

هغه اوس نه د واحد تا ثیر په کیسه کې دئ، نه په تلوسه پسې ګرځي او نه هم د کیسې داوج او ټکر غم وړی دي بلکې دده کیسې فلسفه ، تصویرونه او د انسان دننۍ نړۍ جوړوي. ځکه خو ډیرکسان نه پوهیږي دده دا کیسې لکه(( خپه ارواې ، مینه او خیالونه ، ما شومتوب)) کیسې وبولي که کیسه ایزې طرحې!!

خو کرګر د چا د غبرګون پروا نه کوي چې څوک ېې کیسې څنګه ګڼي ؟ هغه د کیسې د فلسفی مفا هیمو په فلسفي تفسیر ، د کرکترونو د نني دنیا په رابرسیره کونه او د ټا کلي زمان او مکان په دقیق انځور زور اچوي. هغه که موږ ته کلی راپیژني ددې توان لري چې موږ کټ مټ هغه ته ورولي، په هوجرو کې مو کښینوي ، شنه فصلونه راباندې وویني ، د چنارونو لاندې راباندې د مرغانو نغمې واوروي ، د سیندونو او ویالو د رپانده اوبو شور او زوږ ننادره راباندی وګوري او په خپل تصویر زموږ د کلی تصویر بیرته را ژوندی کړي. لکه دده د (مینه او خیالونه ) د کیسې په دې برخه کې :

… خو لاروی  په خپلو سوچونو اوانديښنو کې له لوی ورخ نه ټوپ کوي ۔ دانځرانو دونو لښتې په لاس کې نيسي ۔ دخپل مخ نه يې بچ کوي ۔ اوپه پنډه پوله روانيږي ۔ په چابکو گامونو دمخامخ کلا ددوه پوړ بام پر سر ديوه سره کميس خاونده پيغله بړستن پر سر را بر سيره کيږي ۔ بام ته راخيژي ۔ هلته دقبلې په لور  لمر سترگه په وريځو کې خپل مخ پټوي  دوريځو رنگ سور اوړي ۔ دکميس رنگ دوريځو له رنگ سره يو کيږي ۔ دلمر سترگه لږ ځان را ښکاره کړي اوکله هم پټه شي  پيغله اخوا دې خوا وگوري ۔ بړستن په کټ کې واچوي بيرته مخ واړوي اوله بام نه په کوزيدو شي ۔ لمر سترگه هم په وريځو کې غوپه شي  اوپه ورکيدو شي ۔ خو دسره کميس خاونده له سترگو پناه شي  دلمر سترگه هم په وريځو کې پټه شي  دورځي دمازديگر مهال وروستۍ شيبې دي ۔

او یا هم دده په ( د ارواحو په دهلیزونو کې) دننه خټینه کلا چې کټ مټ موږ هر یو ته خپل کلیوال کور او په هغه کې دننه د انسا نانو او څارویو د ژوند او مکان انځور مخې ته دروي:

دتورتم کوټې په مخ کې دالان لکه يو لوی څپر داسې ولاړ وو ۔ کږو وږو لرگو چت ته شاه کړې وه ،اسمان يې  له سترگو پناه کړې و ۔ دبشونو اوډاگو ترمنځ ښه غټه اوپراخه واټن موجود وو ۔ دقلبې کرکيلي ښايسته زيات وسايل په هغو کې ځاييدل ۔ بش ته ولاړه  ستنه کې دوه پيړ پيړ ميخونه وهل شوي دي ۔دستنې په يو پيړ اوزنگ وهلي ميخ کې به هر وخت يو زوړ ميراثي ټوپک چي خاوند ته يې له پلاره پاتې وو اوپه همدې ټوپک يې مشر زوې دخپل پلارکسات اخيستی وو ،ځوړند وو ۔  دا اوږود اودتيرو زمانو اوکلونو تير داستان مړي  ته دناستې ميرمنې په ذهن کې گرځي ۔ دهغې مرگ ورته ان له اوله تر اوسه پورې  داوږده سفر په څو شيبو کې ترسره کيږي ۔ اوبيا دهمدې پيښې نه وروسته دکوټې ددالان پر سر يولوی درب دهغې ذهن بلې خواته اړوي ۔

کرګر نه یوازې کلیوالي انځور په خورا دقت کاږي بلکې کټ مټ  دې هما غه ځای او هما غه وخت ته بیا یی او د کلیوال ژوندانه هیر یادونه دې بیا په زړه دروروي ، کله کله یی نثر شا عرانه او خورا ډیر هنری شي . لکه زما د کلی له آسما نه لیرې کیسه کې دده دا شا عرانه تصویر :

دکلا له لويې دروازې بهر له يوې څنډې مې داسمان په مورگو چې زما دکلي دغره په څوکو يې رکوع کړې ده ، سترگې گنډم۔ دماښام سپوږمۍ دسرو وريځوله پاسه يا په بله ژبه دبوډۍ دتناره له پاسه کښته گوري ۔ ددوبي دماښام توده وږمه دراپورته شويو اوتسکوره شويو جوارو په څڼو باندې خپله  له نازه ډک  لاس راکاږي ۔دويالي اوبه په شړک بهيږي له جگ پارچاوه لاندې را لويږي اواز اوموزيک جوړوي ۔ ته به وايي چې سندره وايي ۔ اوبيا کښته درومي ۔ دکيرړيو اونورو خځنده وو اواز دپارچاو له اواز سره ورگډيږي، سمفوني يې نور هم خوند پيدا کوي ۔

د کلیوالي تصویر ترڅنګ لیکوال د ښار آو د اروپا یی ژوند او کلتور په انځورولو کې هم ځا نګړی مهارت لري. لکه د مینه او خیالونه په کیسه کې دا انځور:

دترن ستيشن له خلکو ډک وو۔ گڼه گوڼه بيخي زياته وه ۔ خلک اولاروي اوتر اوتر له يوې خوا بلې خوا ته ځغلیدل ۔ په ستيشن کې ډېر  شور ماشور وو ۔ جوړ محشروو۔ خو دخلکو دلارو نه گوښې  دوه تنه ځوانان  په سپين ميدان ولاړ ول ۔ يوه نجلی اوهلک وو  دواړه دشلو اوپنځه ويشتو کلونومالوميدل ۔نجلۍډېره ښکلې وه،هلک هم بد نه وو ۔ دزلميتوب په مستيو کې غرق وو ۔ يو دبل په شونډو  يې شونډې ايښې وي ۔ نجلۍ چې اوږدې زلفې يې نيمايي ملا ته رسيدلې  نوره هم جذابه اوښکلې بريښيده کله به يې مخ دخلکو مخ ته را ستون  اوکله به يې شاه شوه ۔ دمچکو په توده جگړه کې ترې لاسې بکس په ځمکه ولويده ۔ خو دهغې پروا يې ونه کړه ۔  هلک ورپسې کړوپ شو هغه يې را پورته کړ۔  دنجلۍ په ولي کې يې واچاوه اوبيا په هماغه شان بوخت شول ۔

له حاله ما ضي او له یوه مکا ني حا لت بل ته تګ  او ستنیدل د کرګر د کیسو بله ځا نګړنه ده چې زما له نظره په پښتو کیسه کې  دده په پرتله بل چانه ده تجربه کړې . دده هره ستنیدنه دده دژور درد ،آرمان او نهیلیو غبرګون او ناره جوړوي. لکه دده په لومړۍ کیسه :زما د کلي له آسما نه لیرې، کې  چې لومړی د وطن او کلي تصویر کاږي او بیا په خپل لیری والي څنګه افسوس کوي:

خو زه چې له اوږد ه مزله وروسته سرې ترافيکي اشارې ته دريږم ۔ پلي لاروي دپاخه سړک له يو لورې بل ته اوړي ۔کوچنې ماشوم سترگي را اړوي هغه يې مور  له لاسه نيولي  اوماته دخدای پامانۍ لاس خوځوی ۔اودماشوم دلاس په خوځيدو مې  دکلي  ياد ،لويدلي سپوږمۍ ،نوي ځليدونکي ستوري اوداوبو پارچا و له ذهنه الوزي اوخپله لاره نيسم ۔خواوشا ته گورم  خپلو کاليو ته گورم ۔دموټرو بيروبار سړک ته گورم . پوهيږم چې د خپل کلې له اسمانه ډېر ليرې  يم  .

لکه دده نورې کیسې کرګرپه دې ټولګه کې هم درې ډوله کیسې کاږي:

لومړی : فلسفي ـ اروایی

دوهم : عرفاني

دریم: ساده ریالستیکي کیسې

فلسفي ـ اروایی کیسې دده د کیسو غښتلې برخه ده چې ژور درک او پوهه غواړی او لوستونکی ژور فکر ته رابولي. لکه  دده د خاورې، دوړې او ګردونه : دا کیسه د لیکوال د هیواد تاریخ او د یوې تراژیدۍ او غمیزې پیل او تداوم راښا یی : سهار له خوبه په راپا څیدو سره باد خپلې څپیړې زما مخ ته هم ونیولې .دیخوا او اخوا یی وشړکولم ،مخ یی راته سور کړ. باد د یرغل او د مخ سوروالی د هیواد د ورانۍ او د اولس د تبا هۍ سمبولونه دی چې دا د سمبولونو په دقیق انتخاب کې د ده وړتیا او پوهه را ښا یی . د کیسې پا ی د روان ناورین تداوم او په کوټه کې د روای اسارت او بندیدل دده د اولس د بې وسۍ  او اسارت روایت کوي.

((له ښاره تیښته ))کیسه هم زموږ د اولس د تراژیک برخلیک ننداره ده . دلته سپی د لویو قدرتونو سمبول دئ چې هریو پخپل وار زموږ اولس لوټي او داړي. ددوی په یرغلونو له کورنو خوښي کډه کوي او ټول اولس او چآ پیریال د غم او ویر پر ټغر کښیني او که یو تللی بل لا هم پخپل موجودیت زموږ اولس په خوله کې نیولی او خپل غا ښونه پرې تیروي.

نا پا یه شیبه دده بله فلسفی کیسه ده چې د ژوند په فلسفه تمرکز لري . په دې کیسه کې هغه موټر د انسان او ژوند سره تشبیه کوی چې کله له کاره ولیږی ژوند پا ی مومي او لکه انسان چې له مرګه ورسته څه وخت د یادونو جوګه وی یو وخت داسې هم راشي چې د تل لپاره تیر او هیر شي .

((له تورتمه روایت دئ ))دده ددې ټولګې مرکزی کیسه ده چې په ټولګه یی دا نوم هم غوره بللی دئ . دا د لیکوال د اولس او هیواد د تراژیدۍ او تیاره برخلیک فلسفی او اروایی روایت دئ. هلته چې اخلاق او ارزښتونه مسخ شوی او ټول وګړي او اوسیدونکی یی په رنځ اخته دي . د لته هر څه تیاره او پیکه ښکاري : آسمان ، ځمکه او ټوله فضا چې چې دده د حواسو هنداره جوړوي . د بیرون فضا دده درون هم نیولي ، دا په ټولنه کې د موجودوظعیت اغیز دئ چې دده په روان یی کړي او همدا دده ذهن دئ چې بیا ترې  ټولنه اغیزمنه کیږی. دواړه یو له بله اغیزمن او متا قبلې اړیکې یی محصول ګرځي.

زه درته دنن سهار کیسه کوم ، د همدا نن سهار کیسه هغه مهال چې ډیر وختي له کوره راووتلم ـ تورتم لا خپل ځای رڼا ته نه وو پريښی ان د تورتم په زړه کې د رڼا کومه څړیکه

هم نه وه لګیدلې.

دده د کیسې پیل او سرلیک د کاروان له ما ښا مه تر ما ښامه د شعر انځورد سړی ته مخته ورولي.

دی  په خپله کیسه کې د ۱۹۹۲کلونو کورنۍ جګړه چې تنظیمونو زموږ په اولس وتپله انځوروي. د چا راتګ چې ډیرو د سولې ، ثبا ت او خپلواکۍ سره تړلی وو خو دغو واکدارانو شپه او تیاره لا نوره هم وغزوله چې لا هم واکمنه او روانه ده. د تراژیدۍ اوج هلته دئ کله چې نوی واکداران هدیرې چې د تاریخ سمبول دئ هم بازار ته را وبا سي او د مړو په پلورلو بنا وشړي او دا جریان نه یوازې د ژوندیو بلکې د مړو حوصله هم سرته راولي او له زغمه یی ووځي.

لکه دده نورې ټولګې په دې کې هم لیکوال  په تاریخي او عرفانی موضو عاتو دوه کیسې کښلی دي. زه دده د غو کیسو په با ب له تبصرې تیریږم ځکه ما په کوم تاریخ کې لا دا کیسې پخپله نه دی لوستي.

د تاریخ د مشهورو څیرو او پیښو هنری انځور د معا صرو ادبیاتو ، او د هنر د نورو برخو ځلانده با ب جوړوي. خو تاریخ چې وګړي ېې د خوند او درس دواړو لپاره په مینه لولي،کیسه کول  ېې خورا ګران کار دئ. ځکه که څوک غواړی تاریخ کیسه ،په زړه پورې او هنری کړي هرومرو به د ځنو داسې خبرو او پیښو جوړول ورسره تړي چې څه نا څه به د پیښو او یا اتل د صحت په با ب پوښتنې راولاړوي. همدا حقیقت دئ چې نن د ترکیې نا متو سریال  د سلطان حرم ،د مقدونی سکندر او د میسح عذابونه فلمونه د ګڼو نیوکو او پوښتنو لاندې راغلي دي.

هسې چې دمخه وویل شو کرګر تر ډیره بریده هڅه کوي له ریالیزم او ریالیستی کیسو له لیکلو ډډه وکړي خو هسې چې مې په یاد دي دده له هڅو سره سره یی بیا هم په هره ټولګه کې   ځنې ریالیستیکې کیسې کښلي دي. دده دا ټولګه هم له داسې کیسو خالی او لیرې نه ده لکه: پور مې پرې کړ، د ارواحوپه دهلیزونو کې، د ژوند پا ڼه ، سبا نه بل سبا، کله به راشي

د یادونو پر بستر.

که رښتیا ووایم ما ته دده دا ډول کیسې دده د نورو کیسو هومره خوند نه راکوي .

دده ددې کیسو له منځه زما له نظره تر ټولو ښه کیسه دده د ارواحو په دهلیزونو کې کیسه ده چې په ډیر مهارت تصویر شوې او ما ته یی د نوبل د جا یزې ګټونکې  کا نا دایی لیکوالې الیس مونرو د زما د مور هیله کیسه راپه زړه کړه. که زه دده پر ځای وای ما به ګرد سره دده له دې ټولګې دا درې کیسې : پور مې پرې کړ، سبا نه بل سبا ، د یادونو پر بستر کښلې هم وای .

پور مې پرې کړ د یو داسې چا کیسه ده چې په کوچنیوالی کې ېې پلار وژل کیږي خو چې کله زلمی او بالغ شي لومړنی کار یی د پلار د وژنې غچ وګرځي . دا کیسه دپښتنې نرخ یوه ښه معرفی ده او راښا یی چې د غچ اور په دغه عنعنوی ټولنه کې څو مره تود او سړول یی څومره فرض او وجیبه ده. خو په کیسه کې دپیښې بستر ښه نه دئ هوار شوی . ایا دلته په اروپا کې به هم داسې یو څوک چمتو وي چې د خپلې  میرمن سره په یوه کور کې دې یو مجرد ځوان له ځا نه سره اووسوي او بیا دې پخپل اوږده غیا بت کې هم خپله ځوانه میرمن هغه ته پخپل کور کې یوازې پریږدي؟ ښا یی دا یوه ریښتینې او اوریدلې کیسه وي خو دا دټولنې د ارزښتونو او ټولنیزو اړیکو عام او ریښتینی انځور نه راکوي.

د یادونو په بستر کیسه  ېې هم دسړي سر نه خلاصیږي چې لیکوال څه غواړي ووایی.

کیسه د بهرنیانو په یوه بیز کې یوه لاپو ، درواغجن او چټاک را پیژني او بیا راوی د یو بل

ټګ او تیرایستونکي کس یاد مخې ته دروی چې کلونه وړاندې ېې څنګه خلک تیرایستل. نه پوهیږم له تیر ټکیجن کر کتر سره د نوی باټو تړاو څه دئ! په بیز کې دکوټې د باټوګاونډي

روان ته ورننوتنه او دده راپیژندنه خورا خندونکې او لکه دده د بریښنايي اپلتې د کیسو په څیر په زړه پورې ده. خو په دې کیسه کې راوي د کوټې د ملګري په راټیټولو کې اغراق کوي پداسې حال کې چې ددغه کس او کرکتر غبرګون خورا سوړ او هره خبره په خندا تیروي. له دغه کرکتر سره د راوی چې دده دبیز او کوټې ملګری دئ تصویر او انځور ښه راغلی خو له هغه سره دده مخا مختیا او سپکاوی د هغه له منفی غبرګون پرته زما په نظر منا سب نه ښکاري.

سبا نه بل سبا دیو داسې چا کیسه ده چې په څو ژبو پوهیږي او د ژباړې تر څنګ د لیکوالۍ له توانه هم برخمند دئ خو اوس له بدې ورځې له هیواده وتلو او کډه کولو ته اړ شوی دئ.

او په یوه اداره کې ېې د ژباړن دنده موندلې ده خو هر ځل یی نه یوازې حق ازحمه ځنډیږي له سپکاوی سره هم مخیږي او دا ددغه کرکتر د عذاب ، درد او ژورې کرکې سبب ګرځي.خو کله چې یی رخصت او له کاره لیرې کړي د خپل غربت او بیکارۍ سره سره ځان له عذابه په امان وبولي. کیسه د موضو ع له مخې ښه غوراوی دئ . خو بې ځا یه اوږده شوې او ځنې تکراري جملې په کې بیا راغلی دي. راوی ډیر طرف واقع شوی او پرته له اړتیا یی د روایت زاویه بدلیږي.

کله به راشي؟ هم عادې کیسه ده او دده د نورو کیسو په پرتله یی  انځور کمزوری  او د ویلو لپاره ډیر څه نه لري. داسې روایت شوې لکه څوک چې ريښتینی کیسه یا ګذارش لولي.

د ژوند پا ڼه د کلي د سواد ،تعلیم او ورسته پا تې والي ښه انځور دئ . په دې کیسه کې  لیکوال نه یوازې  موږله داسې کلیوال ملا سره مخا مخوی چې ددوزخ او جنت په ډیرې یادونې مو له ژونده زړه تور او له دنیای چارو راګرځوي  بلکې زموږ د ورسته پا تې عنعنوی ټولنې تراژیدي بیا نوی چې څنګه زموږ کلی او کلیوال دداسې کسانو له خوا اداره کیږي چې ابتدایی پوهه هم نه لري.

له تورتمه روایت دئ له بې جوړو انځورونو ، فلسفي افکارو او ځا نګړو اروایي حالتونو د بیان تر څنګ له ګڼو تیروتنو هم خالي نه دئ ، ما چې دده د نثر ښې بیلګې  د مخه یادې کړي  او دا شا عرانه بیلګه یی بیا هم راخلم:

دپټیو پولې به ببرې شوې او د آسمان وریځې به هم بلاربې شوې

با ید ووایم چې د پا شلي نثر بیلګې هم لري، په ډیرو ځا یونو کې د خو او هو توری سم نه کاروي. او دا هغه تیروتنه ده چې دده په ټول نثر کې یی بیلګې تکراریږي.

لکه دلته دا جمله:

د يا س او نهیلۍ څپه د سمندر د څپې په څیر تر لیرې ځا یه خپله لکه د ګوزار شوې ډبرې پر اثر د ګرداب اوبه دایره جوړوي، خو زه چې له اوږده مزله وروسته سرې ترافیکې اشارې ته دریږم ، پلې لاروی د پا خه سرک له یو لورې بل ته اوړي.

د لته له خو وروسته جمله نه ده بشپړه ، له دریږم وروسته د راوی غبرګون نه دی روښانه!

له دریدلو وروسته با ید د روای غبرګون سمدستی وای نه د پلې کرکتر.

دده د جا مو په رنګ کې  دا دوه جملې یوه معنا ښندي لکه : مور مې یو نا څا په وویل په نا خبره توګه یی وویل : زما له نطره یی دوهمه برخه او تکرار ښه نه دی راغلی.

د کر ګر په دې ټولګه کې هم  ځنې ډیالوګونه روان ، سره تړلی او طبعی نه دي راغلي.

دا کار له څو اړخه د لیدو وړ دئ:

لومړی: ډیری ډیالوګونه د کرکترونو له حالت سره ډډه نه لګوي او د هغوی ژبه نه کاروي.

لکه د جامو رنګ کې د یوې کلیوالې ښځې دا مکالمه د یوې کلیوالې ښځې نه بلکې د یوې

فیلسوفې خبرې دي. : تورې جا مې د ژوند نښه ده ، ژوند همداسې یو شی دئ لکه تورې جا مې …

ورته بیلګې په خفه ارواېې کې هم لیدل کیږي. او یا هم په سرګردانه ارواح کې د اسلام الدین مولوی خبرې:

هلکه  ته پر ما مه په قهریږه دا ددنیا دستور دئ. ما خو له ځا نه دا خبرې نه دي کړي خو په ټول سیستم کې دا خبرې موجودي دي ته ورشه او ارشیف وګوره.

دوهم دا چې ځنې ډیالوګونه یو له بله سره ښه نه دي تړلي

دریم : په ځنو ځا یونو کې ډیا لوګونه د لنډې کیسې په ځای د نندارې د ډیالوګونو بڼه خپلوي .

لکه د ارواحو په دهلیزونو کې:

ځه ننوزه ،مړی مې بلې دنیا ته واستاوه ، بلۍ ته جګ شه اخواکور کې ولې شور دۍ. خان وایی : سودا مه کوه د هغه چاره ما وکړه

ـامیر: عجیب کار دې وکړد هغه زورور نه موږ نشو ګرځیدلی

خان : زه پوهیدم چې هغه یو لوی بدمعا ش دئ.

زه فکر کوم که لیکوال د کیسو په ځنې ځا یونو کې   د نثر په ا نسجام ، او دیالوګونو خپل فکر ښه متمرکز کړي کیسې به یی لا د پښتو کیسې په خورا نمونه کیسو واوړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x