شعـــــرونه

غزل: بلينډه بدرۍ

بلينډه بدرۍ

ته لکه روڼ ستوری د سهار د سفیدې پر مخ
زه لکه ډیوه په کوم شهید د هدیرې پر مخ

ته لکه ارمان دجنګیالي ژڼي په لوی ډګر
زه لکه پټ درد د یوې مور د اندیښنې پر مخ

ته لکه ګلاب په تور اوربل یا د پټکي د ول
زه لکه ریدی دیوې شاړې شان میرې پر مخ

ته لکه بس خوب د کومې ناوې د شهید ژڼي
زه لکه تعبیر د نه لیدونکې ایندې پر مخ

زه منم (بدرۍ) خو د تور وخت ددیو پنجره کې یم
ته لکه سیفل شه د ژوندون د افسانې پر مخ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x