نظــر

د طالب مقاومت مشروعیت لري؟

صداقت مومند

طالبان په ۱۹۹۴م کال کې هغه وخت د افغانستان په جنوبي کندهار ولایت کې د یوه غورځنګ په توګه راپورته شول چې افغانستان کې نه مرکزي قوي حکومت و او نه د ملي حاکمیت او حکومت په نامه څه شی و. ټول افغانستان څو تنظیمونو پورې تړلیو جنګسالارانو او ټوپکیانو قبضه کړی و. یواځي به په کابل کې مجبور وې چې د هر تنظیم ساحه کې «حق العبور» ورکړې!

افغانستان پنځه کاله په دغسې یوې انارشۍ کې تېر کړل. ولس تر پزې راغلی و. د مهاجرتونو داسې څپې راپورته شوې چې د شوروي یرغل په وخت کې يې ساری نه و لیدل شوی. د جګړې ډېر زور او ورانی کابل کې و. کابل داسې و لکه نننۍ سوریه. خلاصه هر څه په بل مخ و. طالب دغسې وخت کې راپورته شو. ولس چې جګړو ډېر کړولی و، د طالب هرکلی یې وکړ، طالب یې خپل ناجي وباله. حتا برهان الدین رباني چې د حکومت رئیس و، د هغه مشهوره وینا راپاتې چې طالبان یې د «نجات پريښتې» یادې کړې. د طالب ظهور دغسې یو فوق العاده حرکت و.

طالب او جهاد

طالبانو پر افغانستان پنځه کاله حکومت وکړ. په دغو پنځو کلونو کې د کابل په شمالي کې د مسعود د وسله‌والو پر ضد جګړه روانه وه. متاسفانه داسې ونه شول چې سولې ته ورسېږو او د مذاکراتو د مېز له لارې خبرې حل کړو. دا چې سولې ته ولې ونه رسېدو، مختلف دلایل ویل کېږي. د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، مولوي وکیل احمد متوکل وايي، شمال ټلوالې سره مذاکرات کامیاب و، خو هغوی د خبرو په اخر کې دا شرط کېښود چې باید پخوانی پاچا ظاهر خان راشي او د نظام واګې په لاس کې ونیسي. دا طالبانو ته د منلو نه وه. په هر صورت، هر څه چې و، سوله رانغله او جګړو پنځه کاله دوام وکړ.

په ۲۰۰۱م کال کې د امریکا لېوني جمهور رئیس، جورج بوش په دې بهانه پر افغانستان یرغل راوړ، چې د افغانستان حکومت ولې اسامه بن لادن امریکایانو ته نه سپاري! د طالبانو حکومت دلیل درلود او هغه دا و چې د اسامه په اړه د جرم د اثبات لپاره دلایل نه شته، بې له اسنادو او ثبوتونو څنګه یو داسې څوک امریکا ته وسپارل شي چې د شوروي پر ضد یې د افغانانو په جهاد کې د دوی مرسته کړې. امریکا خپل پوځیان رادننه کړل، بې۵۲ چورلکو بمونه راورول او پليو ټوپکیانو د کابل د «فتحې» خوبونه لیدل.

طالب کلابند شو، له ځمکې «مجاهد» او له اسمانه بې۵۲ طالب په نښه کاوه. د طالب انکار او د امریکا اشغال دې ته لار برابره کړه چې د طالب مقاومت یو متفق علیه جهاد شي. د امریکا له یرغل وروسته د طالب مقاومت د جهاد بلامنازعه مشروعیت ترلاسه کړ. د اسلامي امت برجسته علماوو او علمي مراکزو د طالب مقاومت مشروع او جهاد وباله. د نړیوال قانون له نظره هم د طالب جګړې مشروعیت پیدا کړ. د نړیوالو حقوقو له نظره پر افغانستان د امریکا یرغل او دلته د هغوی د پوځي حضور اشغال بلل کېږي نو طالب د ازادۍ د جګړې حق لري. د دغه بحث له مخې هم د طالب مقاومت د اشغال پر ضد د ازادۍ جګړه وګڼل شوه.

له ۲۰۰۱ راوروسته د طالب د مقاومت پر مشروعیت له دوو زاویو بحث کېږي. یو دیني بحث دی او بل قانوني. له دیني نقظه نظر نه، د طالبانو مقاومت ځکه جهادي مشروعیت له ځان سره لري، چې د جهاد د فرضیت خبره مطرح کېږي. د طالبانو پر حکومت د یوه اشغالګر قدرت له خوا یرغل شوی او د مسلمانانو ځمکه یې اشغال کړې. له دیني اړخه په کې له سیاف پرته څوک بحث نه شي کولی. د سیاف او نورو ورته کسانو مشکل دا و چې هغوی عملاً د دغه یرغل پیش قراولان وو. یو څوک چې عملا یو طرف کې واقع وي، د هغه دلیل او اختلاف بیا د منلو وړ نه دی. بل یې قانوني اړخ دی. طالب د افغانستان و او افغانستان یې وطن و. د افغانستان د وخت حاکمیت د طالبانو د حکومت په بڼه و. یو بهرنی حکومت د طالبانو له حکومت څخه یوه غوښتنه لري، د طالبانو حکومت یې نه مني، چې دا په نړیوال سیاست کې ډير پېښېږي، بل دولت په هېڅ قانون دا حق نه لري چې د خپلې یوې غوښتنې د رد په خاطر په یوه بل دولت حمله وکړي. په سیاسي لحاظ د طالب د اوسني مقاومت مشروعیت ځکه حاصل دی چې طالب د ازادۍ او خپلواکۍ جګړه کوي. د ازادۍ جګړه او د خود ارادیت حق په معاصر نړیوال قانون کې تضمین دی. دا د هر ملت حق دی چې د خپلې ازادۍ او خپلواکۍ لپاره مقاومت وکړي. حتا د نړیوالو حقوقو پوهانو هغه مهال د ځینو څېړنیزو مقالو په خپرولو هم د طالب مقاومت مشروع وباله. دوی ویل چې که امریکا د ځاني دفاع حق استعمالولای شي، طالبان هم له دغه حق څخه استفاده کولای شي. خلاصه دا، چې د طالب مقاومت په دیني لحاظ جهادي مشروعیت لري او په سیاسي لحاظ د ازادۍ د جګړې مشروعیتي پشتوانه ورسره ده.

اوس پوښتنه دا ده، چې د ۲۰۱۴م کال په پای کې د امریکا د شاوخوا ۱۵۰ زرو وسله والو ځواکونو شمېر تر څه باندې لسو زرو ورسېد. امریکایان اوس خپلو پوځي اډو ته ورټول دي. د طالب په مقاومت کې ملکي او نظامي افغانانو ته مرګ ژوبله اړول کېږی. ایا د طالب مقاومت نور مشروعیت نه لري؟ دا مهمه پوښتنه ده چې اوس د ځینو له خوا مطرح کېږي.

د طالب مقاومت ولې مشروع دی؟

کله چې په ۲۰۰۱م کال کې امریکایانو یرغل وکړ، په افغانستان کې يې اساسي قانون، حکومت او د نظام بڼه هر څه په خپله خوښه جوړ کړل. یعنې دا هر څه مخکې له دې چې د افغانانو په درد ولګېږي، د امریکایانو د ګټو او موخو تضمینوونکي ول. د یوه نامشروع او د لاسپوڅي نظام هسته کېښودل شوه. طالب هم د بهرني حضور او هم د بهرنیانو په لاس د یوه رامنځته شوې هستې پر ضد مقاومت پیل کړ. که د طالب مقاومت له ۲۰۱۴ مخکې مشروع وي، نن هم مشروع دی. پرون د بهرنیانو شمېر زیات و، نن لږ دی. د مقاومت د مشروعیت او عدم مشروعیت حکم د بهرنیانو په کثرت او قلت نه شي ساقطېدای. بهرنیان اوس هم شته او فعال سیاسي او نظامي حضور یې ملموس دی.

پرون که بهرنیان ۱۵۰ زره وو، د هماغو بهرنیانو په لاس د جوړ شوي نظام مشر، حامد کرزي د بهرنیانو پر یوې نیمې غلطۍ د انتقاد ګوته نیوله. حامد کرزي غږ پورته کاوه. خو نن اګرچه د بهرنیانو شمېر دیارلسو زرو ته راکښته شوی دی خو د بهرنیانو حضور او مداخله تر پرونه ډېره زیاته شوې ده. نن د افغانستان د «ملي امنیت» شورا په هره ناسته کې تر اوسه جنرال کمپل ګډون کاوه له دې وروسته به جنرال نکلسن ناست وي. د ملي امنیت شورا د یوه هېواد د ملي امنیت تر ټولو سَري، مخفي او حساسه شورا ده چې د بهرني هېواد حضور په کې د تصور وړ نه دی. نن بهرنیانو ته په ارګ کې دفترونه ورکړل شوي!

د اوسني حکومت د بنسټ ډبره او مشروعیتي حمایت یې د جان کېري یوه فیصله ده. اوس خو ټول افغانستان دا خبره مني چې اوسنی حکومت هېڅ مشروعیت نه لري او دا هر څه د جان کېري په لاس جوړ شوي او پر افغانانو تپل شوي. که داسې پوښتنه وشي چې د ګډ حکومت قانوني اساس یا مشروعیتي حمایت له کومه کېږي، جواب به څه وي؟ دا خو ښکاره خبره ده چې د یوه خارجي هېواد د بهرنیو چارو وزیر راغی، دوه کاندیدان يې په خپل سفارت کې کېنول او دواړو ته یې وویل چې دغسې یو حکومت به جوړوي. دا خو اظهر من الشمس دی. له دې خو څوک انکار نه شي کولی.

د حکومت د نه مشروعیت اخري ثبوت هم د جان کېري د تېرې هفتې سفر و. جان کېري راغی، د «جمهور رییس» په حضور کې يې وویل چې دا حکومت پنځه کاله مشروع دی او ضرورت نه شته چې لویه جرګه راوغوښتل شي. جان کېري د نظام پر دوه سرۍ د مشروعیت ټاپه وټومبله. دا هم د جان کېري فیصله وه. د کېري د تېرې هفتې سفر او فیصلې خو نور داسې څه پرېنښودل چې د اوسني حکومت نامشروعیت پټ کړي. د افغانستان د اشغال او د اوسني حکومت د نامشروعیت غږونه خو اوس له همدې پارلمانه راپورته شول. اوس نو طالب مجبور نه دی چې خلکو ته ژبه وچه کړي او ثابته یې کړي چې دا نظام نامشروع دی او د ده مقاومت مشروع. اوس هر څه په خپله ځان ښکاره کوي.

کله چې د یوه حکومت مشروعیت داسې وي چې هر څه د یوه خارجي هېواد د بهرنیو چارو د وزیر په لاس کې وي د مشروعیت بحث نور مردود دی. نور نو مشروعیت د دې وړ نه دی چې بحث پرې وشي. ځکه هر څه دومره معلوم او ښکاره دي چې د سوال ځای نه پیدا کېږي. کله چې د حکومت نامشروعیت ثابت شي او دا ښکاره شي چې هر څه د جان کېري په لاس کې دي، د طالب د مقاومت د نامشروعیت خبره به څنګه ثابته شي؟! طالب د یوه داسې حکومت په ضد جنګېږي، چې د یوه خارجي هېواد د بهرنیو چارو وزیر تاسیس کړی او او حقوقي صلاحیت یواځي د هماغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر لري چې د حکومت د مشروعیت او نامشروعیت خبره وکړي. یعنې قانون، مقننه قوه او نور هر څه یوې خواته دي، هر څه د یوه بهرنی وزیر په لاس کې دي. هغه اساسي قانون هم یوې خوا ته شو چې د امریکا په پیسو او ملاتړ جوړ شو او تر ټولو غټه لاسته راوړنه بلل کېده. طالب د داسې یوه حکومت پر ضد مقاومت کوي، د یوې نامشروع او د بهرنیو په لاس کېنول شوې هستې پر ضد مقاومت په خپله خپل مشروعیت ثابتوي. د جان کېري وروستي سفر په حقیقت کې د دې پر ځای چې د حکومت د مشروعیت مودې ته دوام ورکړي، د طالب د مقاومت مشروعیت یې غیرمتنازع کړ. له دې سفر سره د طالب ډېرو مخالفینو په سر وخوړه چې طالب د یوه نامشروع حکومت د پرزولو لپاره ملا تړلې ده.

طالب او «افغان وژنه»

«افغان وژنه» هغه انتقاد دی چې وخت ناوخت د طالب پر مقاومت کېږي. کله چې طالب د یوه نامشروع حکومت پر ضد مقاومت کوي، د دې حکومت ټول چارواکي «افغانان» دي او د افغانستان د تابعیت تذکرې لري. کله چې «افغان» د بهرنیو په لمسون او د هغو په اشاره د خپل وطن، ولس او دین پر ضد صف کې درېږي او د خپلو ارزښتونو په ضد واقع کېږي، د هغه وژنه نه له دیني اړخه مشکل لري او نه هم د قانون له مخې. په اوسني افغان حکومت کې جنرال دوستم سره له ټولو بشر ضد جرایمو د رئیس جمهور اول معاون دی. دوستم هم «افغان» دی، اوس که د «افغان وژنې» قید د طالب مقاومت کې شرط وګڼو، بیا نو د دوستم او رازق په څېر د بشري حقونو د ناقضینو په نښه کول هم «نامشروع» کار دی. اوس که دغه نقدکوونکي د دوستم او رازق په نښه کول «نامشروع» ثابتولی شي بیا حق لري چې د طالب مقاومت هم نامشروع وښيي!

طالبانو تېر کال په کندهار کې د رازق د بانډ یو جنایتکار، د جاجو په نامه وواژه. اوس جاجو هم افغان و، بیا نو د دغه جاجو وژنه هم نامشروع ده چې د کندهار پتمنې خویندې ترې پوزې ته راغلې وې. دا نظام د جنګي جنایتکارانو او د بشري حقونو د ناقضینو یوه ځاله ده. طالب د دغې ځالې د تارو مار کولو په نیت راپورته شوی که دا هم «افغان وژنه» وي، بیا نو د دې فارمولې په چارچوب کې مقاومت ډېر مشکل کېږي. «افغان یا امریکايي وژنه» د یوې جګړې مشروعیت او نامشروعیت نه شي ټاکلی. ډېر امریکایان بې ګناه دي او ډېر افغانانو په جرمونو تورن دي. هویتونه د چا جرم او نه جرم نه شي ثابتولی. ډېر امریکایان چې باید ووژل شي او ډېر باید ونه وژل شي همدارنګه ډېر افغانان دي چې مجرمین دي د خپل دین او وطن په ضد یې له بهرنیانو سره لاس یو کړی هغه باید په نښه شي خو ډېر افغانان بیا بې ګناه دي. بې ګناه خلک ملکي افغانان دي چې طالب یې باید د خپل مقاومت په لار کې قرباني نه کړي. ملکي افغان د روان مقاومت ډېر اسیب پذیره قشر دی چې رحم پرې پکار دی.

طالب او د مقاومت مجبوریت

طالب ته د خپل وطن د ازادۍ او خپلواکۍ مسوولیت ورترغاړه دی. طالب دغه مسوولیت منلی او په نره یې په ډېرو سختو شرایطو کې خپل مقاومت ته دوام ورکړی. عملي او منطقي بحث دا دی چې امریکايي حضور او د امریکا په لاس د لاسپوڅي حکومت ماتې نه مدني اعراض تضمینولی شي او نه هم پارلمان کې یوه چغه. دا د طالب مشروع او ملي مقاومت دی چې د افغانستان د بقا په خاطر راپیل شوی او تر واقعي ازادۍ به روان وي. طالب ځان مجبور ګڼي چې تر هغې به جنګېږي چې بهرني ځواکونه یې وطن پرېږدي او د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر په لاس د جوړ شوی حکومت کاسه په بل مخ کړي. طالب به تر هغې جنګېږي چې جان کېري کابل ته د یوه برابر بهرني هېواد د بهرنیو چارو وزیر په توګه کابل ته راشي او دلته یې د یوه مشروع او ملي حکومت له خوا هرکلی وشي؛ داسې نه چې د یوه واکمن او قانون ساز په توګه. طالب د یوه نامشروع نظام پر ضد یو مشروع مقاومت کوي. طالب د یوې تحمیلي جګړې پر وړاندې ولاړ دی او مقاومت کوي. که د طالب مقاومت نامشروع وګڼل شي، بیا نو زموږ په تاریخ کې د ازادۍ غوښتلو ټول جهادونه او مقاومتونه نامشروع او غیرقانوني وو!

طالب ځکه په مقاومت کولو مجبور دی چې بهرنیان نه یواځي دا چې نظامي حضور لري بلکي عملاً د نظام تشکیل د جان کېري په لاس کېږي. کله چې ستا د وطن ځمکه، هوا او سیاسي او نظامي سیستم هر څه د بهرنیانو په لاس کې وي، له مقاومت او مبارزې پرته بله کومه لار پاتې کيږي؟! د دې نظر چې د طالب مقاومت مشروعیت نه لري مشکل دا دی چې دا نه شي ثابتولای چې طالب چې د کوم نظام پر ضد وسله راخیستي هغه نظام لپاره مشروعیت ثابت کړي. دلته دوه خبرې دي، که د طالب مقاومت مشروعیت نه لري، بیا به نظام مشروعیت لري، که نظام نامشروع وي بیا خو د طالب مقاومت د یوه نامشروع نظام پر ضد دی او د نامشروع او د بل په لاس جوړ شوي نظام پرځول د دې وطن د هر اوسېدونکي مشروع او قانوني حق دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x