نظــر

حلیم فدایي په فکر او عمل کې! (لومړۍ برخه)

په کورکې وزګاره ناست وم،یوملګري راته زنګ وواهه او راته يې وویل: دیوه کتاب مخکتنې ته دعوت شوی یم که بیکاره یې راځه چې لاړشوساعت به مو تیري شي. زړه نا زړه یې دفتر ورغلم او ورته مې وویل: یاره، زه خو یې نه یم غوښتلی داسې نه وي چې له دروازې مې راوشړي.

راته یې وویل: سړیه، اوس دپخوا په شان مهم نه دي ترتاهم وزګارخیل دي بس چې چیرته ګورې په ختمونو، ودونو او غونډو کې په اول سر کې یې پلترۍ وهلي وي. خو ورسره لاړم. کله چې دغونډې ځای ته ورسیدو په یوکونج کې مې چوکۍ ریزرف کړه او غلی ورباندې کیناستم. دغونډې مخکنۍ چوکي دخدای بښلو متوفا والیانو ( اقبال عزیزي،ګلاب منګل…) او نورو امثالهم لخوا ریزرف شوې وې. چپ لاس ته مې چې وکتل ګورم چې عبدالحکیم مجاهد دسولې دعالي شورا مرستیال له خپل لښکر( شینکۍ کړوخیل، حمیراحقمل، نیازۍ ….) سره ددفتر له ودانۍ راووته او دغونډې په لومړۍ کرښه له متوفا والیانو سره کیناستل. په زړه کې مې وویل:که ملاصاحب میتاني آغا میتاني.

کله چې اکثره چوکۍ ډکې شوې نو حلیم فدايي دحیات ګردیزي خواته اشاره وکړه چې ورکړه ډنګ! مړه دا ډولچي راته لوګری ښکاریده ځکه له ډول څخه یې داسې دوړې پورته کولې چې مه کوه پوښتنه! کله چې ډول او ډمبک ختم شو ورپسې قاري صاحب قرائت وکړ. دیته وایي سیکولر ملاحلیم فدايي او دهغه فکر او عمل. ددې پرځای چې غونډه دقران کریم په تلاوت پیل شوې وه په ډول او ډمبک یې پیل کړه. دا لاڅه کوې شاته مې چې وکتل یوناڅاپه مې په میرزک وال… هلمند……پرزانه ناز…..اله موجې پیار هوا پیارهوا الامیه.… باندې مې سترګې ولګیدې. هغه ملګري ته مې وویل: یاره، سمې نامي غونډې ته راغلي یو سم نامیان پکې راټول شوي.

په لومړي سرکې یې دهلمند متوفا والي ګلاب منګل ته بلنه ورکړه ترڅو دکتاب ( فکراوعمل) دارزښت او اهمیت په هکله خبرې وکړي.

مړه کله یې چې په خبرو پیل وکړ کتاب متاب پاتې شوه بس دمتوفاملاحلیم فدایي په ستایلو یې پیل وکړ.

دا لاڅه کوې بیا یې ښاغلی یون صاحب دخبرو لپاره سټیج ته راوغوښت یون صاحب هم داسې بورس له ځان سره راوړی وه چې له فدایي نه یې سم سقراط جوړ کړ. یون صاحب یې ځکه سپیناوی کاوه چې دده یې هم څوک کتابونه داشیافونډیشن دولایتي بودیجې څخه چاپ کړي وه.

خیرده زه دواړو پښتنو ته احترام لرم دوي مجبوره وه چې دفدايي صفت یې کړی وه ځکه غونډې ته یې رابلي وه. خو کله یې چې صابرشاه صابر په خپل کتاب کې میدان ښارسفرنامه کې صفتونه کړي وه ماغزه یې راته خراب کړه. هغه دلقمان حکیم صاحب وینا راپه زړه شوه چې ویلي یې دي: که چیرې تاسې څوک په داسې یو صفت موصوف کړي چې هغه په تاسې کې نه وي نو تاسې ورباندې مه خوشحالیږئ ځکه داحمقانو او جاهلانوپه ویناو هیڅکله له مسو څخه زر نه جوړیږي.

حلیم فدایي هغه څوک ده چې په وردګو ولایت کې یې پښتانه سر پورته کولو ته نه پریښودل او دمحقق له ډاره یې دپښتون میشتو ولسوالیو اکثره پروژې دناامنۍ په نامه هزاره میشتوولسوالیوته انتقال کړي.

همدا حلیم فدایي وه چې دوردګو ولایت دبیا رغونې له ټیم (PRT) څخه دولسوالانو په نامه پیسې واخستې او نرغوندې یې ورباندې په خوشحال خان کې کور واخسته.

همدا حلیم فدایي وه چې دPRT لخوا نرخ ولسوالۍ ته ورکړل شوې رادیو ستشن دمازدیګر په ۴:۲۵ بجو دوردګو ولایت دښاروال په موټر کې خپل کورته راوړ.

همدا حلیم فدایي واه چې د کور دمصارفو لپاره یې د وردګو ولایت مالي او اداري رئیس ته دتخصیص دراوستلو او بیا هغه ته دجعلي اسناد جوړلو امروکړ. خو کله چې هغه ورته په ځواب کې وویل: صاحبه دتیلو دټانګ او هوټلیانو ډیر پوروړي یو دابه هغوي ته ورکړ.

ددې خبرې په کولو سره یې ښاغلی الحاج پیر محمد کوچی د وردګو ولایت دمقام مالي او اداري رئیس دسزاپه توګه دنرخ ولسوالۍ دسرپرست په حیث ولیږه همغه وه چې له ډیرخفګان او دطالبانو له ډاره ورته دغاښونو درد پیدا شو همغه وه چې خپل ټول غاښونه یې وویستل که مې دروغ ویلي وي نو کولی شۍ چې د وردګو ولایت مقام ته تشریف راوړۍ او په خپله ورڅخه پوښتنه وکړۍ.

داستا به هیرکه به دې یاد یم ……………. زه چې قدم په قدم ږدم تا یادومه

یادونه: دهرڅه اسناد موجود دي، داړتیاپه وخت کې به یې پورته کړم

شاهدالله وردګ

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x