افغانستان

د کندوز–تخار لويې لارې قومندان له ۷ پولیسو سره وژل شوی

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۶مه ۱۳۹۵ل): وسله‌والو د پولیسو یو لوړ پوړی قومندان په شمال لویدیځ ولایت تخار کې له ۷ ساتونکو پولیسو سره وژلی دی.

د تخار د والي ویاند خلیل اصیل ویلي چې دغه پېښه نن پنجشنبه د تخار په فرخار ولسوالۍ کې رامنځته شوې. هغه زیاته کړې چې  په قهار خربابي برید طالبانو کړی او نوموړی یې له ۷ ساتونکو سره وژلی دی.

هغه ویلي چې خربابي، د فرخار ولسوالۍ څخه چېرې چې نوموړی اوسیږي، کندوز ته روان و چې په لاره کې د طالبانو په کمین کې پريوت.

طالبانو لا تر دې دمه د پېښې په اړه څه نه دي ویلي خو د ورته ډيری پېښو مسوولیت طالبان پر غاړه اخلي.

خربابي د تېرو دوه کلونو راهیسې د کندوز –تخار لویې لارې قومندان و.

دا په داسې حال کې چې پرون مازدیګر د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د جمعیت او جنبش ګوندونو خپلمنځي جګړه کې د تخار ولایتي شورا غړی او د جمعیت قومندان په شمول ۴ کسان و وژل شول.

تخار په شمال کې یو له هغو ولایتونو څخه دی چې طالبان يې په ډيری سیمو واکمن دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x