ټکنالوژي

د ایچ ټي سي (HTC) د نوی پیاوړی سمارټ فون ځانګړتیاوې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د ایچ ټي سي کمپنۍ په دې وروستیو کې خپل نوی پیاوړی سمارټ فون چې ایچ ټي سي ۱۰ (HTC 10) نومول شوی معرفي کړی. د ایچ ټي سي کمپنۍ هیله څرګنده کړې چې دغه سمارټ فون وتوانیږي د سامسنګ ګلکسي ایس ۷، د ایل جي جي ۵ او داسې نورو په وړاندې بریا ترلاسه کړي.

دغه تایوانۍ کمپنۍ ویلی چې خپل دغه سمارت فون يي له نوی فلزي ډیزاین او غوره کامرې سره کاروونکو ته وړاندې کوي. د ایچ ټي سي دغه سمارټ فون د دغې کمپنۍ نورو سمارټ فونونو په پرتله به ډیر غښتلی او ګړندی وي.

د کمپنۍ په وینا د دغې سمارټ فون اصلي کامره ۱۲ میګاپکسله ده چې دغې کامرې کې غټ سینسرونه، لیزر اتومات تمرکز، پراخ زاويي لینز، سکرین فلش ځای پر ځای شوی. د دغې سمارټ فون مخکینی کامره ۵ میګاپکسله ده.

د ایچ ټي سي کمپنۍ په وینا ایچ ټي سي ۱۰ (HTC 10) کولی شي چې یوازې په ۰.۶ ثانیو کې تصویر واخلي چې د دغې کمپنۍ د پخوانیو سمارټ فونونو او په بازار کې شته ځینو نورو سمارټ فونونو په پرتله ډیره چټکه ده.

په همدې ډول دا د نړۍ لومړی ۲۴ بایټ اوچت ریزلوشن غږ ثبتوونکی سمارټ فون دی چې د نورو سمارټ فونونو په پرتله ۲۵۶ چنده په تفصیل سره غږ ثبتولی شي.

سکرین يي ۵.۲ انچه سوپر ایل سي ډي څخه جوړه شوی او کواد ایچ ډي ریزلوشن لري. سنپ ډراګن ۸۲۰ ډوله پروسېسر، ۴ ګیګابایټ رېم، انډرایډ مارشمالو، ۳۰۰۰ ملي امپیر بیټري، د یو ایس بي سي ډوله پورټ (USB Type C port) او ۳۲ او ۶۴ ګیګابایټ فایل ثبتونې وړتیا د دغې سمارټ فون له ځانګړو ځانګړتیاو څخه دی. کاروونکي کولی شي د میموري کارډ له استعمال سره د فایل ثبتونې وړتیا اضافه کړي.

د ایچ ټي سي کمپنۍ په وینا د دغې سمارټ فون بیه ۶۹۹ امریکايي ډالره ټاکل شوې او د مې میاشتې په پیل کې به د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې کاروونکو ته وړاندې شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx