افغانستان

کرزی: د جان کيري پرېکړه د افغانستان په چارو کې لاسوهنه ده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۶مه ۱۳۹۵ل): پخواني ولسمشر حامد کرزي د ګډ حکومت د مودې غځولو په اړه د امريکا د بهرنيو چارو د وزير جان کيري پرېکړه د افغانستان په چارو کې مداخله وبلله او زياته يې کړه، چې «دا پرېکړه د افغانستان د ملي خپلواکۍ نقض دی.»

ښاغلي کرزي نن په کابل کې يوې غونډې د افغانستان په اړه په خپلو خبرو کې وويل، چې د افغان حکومت په اړه د پرېکړې حق يوازې د افغانانو دی او بل څوک بايد د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله ونه کړي.

«جان کيري صیب د امريکا د بهرنيو چارو وزير دی، د افغانانو لپاره د ده له لوري معيارونه ټاکل يو عظيم تخلف دی، د افغانستان د ملي واکمنۍ خلاف دی، افغانان خپل حق لري، چې خپل حکومتي چارواکي او وخت يې وټاکي، هېڅ پردی حق نه لري، د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي.»

حامد کرزي دا څرګندونې وروسته له هغې وکړې، چې تېره اوونۍ د امريکا بهرنيو چارو وزير جان کيري کابل ته د اتو ساعتو لپاره راغی او پرېکړه يې وکړه، چې د ګډ حکومت د کار موده، دوه کاله نه، بلکې پوره پنځه کاله ده.

د جان کيري دغې پرېکړې په حکومت کې دننه او بهر د سياسي کړيو غبرګونونه راپارولي دي. د ملي شورا غړو، سياستوالو او ګڼو نورو افغانانو د جان کيري څرګندونې د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله وبلله او د پارلمان ګڼو استازو وويل، چې «اوسنی حکومت امريکايي دی او د افغانانو د ارادو تمثيل نه شي کولای.»

ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازي لطيف پدرام وويل، چې افغانستان د امريکا له لوري اشغال شوی هېواد دی «او د دې حکومت پر خلاف پاڅون پر ټولو خلکو واجب دی.»

د حراست او ثبات په نامه د اپوزسيون ايتلافي ډلو د جان کيري د څرګندونو په غبرګون کې تېره ورځ د يوې غونډې په ترڅ کې د نوموړي څرګندونې رد کړې او دا يې د افغانستان په کورنيو چارو کې لاسوهنه وبلله.

د کورنيو چارو پخواني وزير محمد عمر داودزي يادې غونډې ته په خپلو خبرو کې وويل، چې امريکا بايد د ولسي بنسټونو ملاتړ وکړي او د افغانستان په اړه له داسې څرګندونو ډډه وکړي، چې د هېواد خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي.

کرزي د خپلو خبرو په پای کې وويل، چې امريکا بايد د افغانانو له خاموشي ناوړه ګټه پورته نه کړي.

«موږ نه غواړو، چې حکومت نسکور شي، بلکې په نرمه لهجه د خپل حق غوښتنه کوو، امريکا او نړيوال بايد دا زموږ کمزوري ونه بولي،  دا زموږ متانت او قوت دی، چې په نرمه ژبه خبره کوو. امريکا دې موږ نه مجبوروي، چې  د خپل حق لپاره ورسره مخ په مخ شو او موږ تيار يو، چې د خپل حق لپاره تر وروستي بريده ولاړ شو.»

د ټولنيزو شبکو فعالانو د کرزي  د څرګندونو په اړه ډول ډول تبصرې کړي دي. يو شمېر فعالانو د نوموړي د څرګندونو هر کلی کړی او دا يې د ملي واکمنۍ په ننګه بللي، بل پلو يو شمېر نورو بيا پر نوموړي نيوکې کړي، چې د کرزي څوارلس کلنه دوره د «امريکايي يرغل ترخه دوره وه او د نوموړي د واکمنۍ پيل د افغانستان د خپلواکۍ د له منځه تلو بنسټ و.»

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

کرزی خان اوس ویښ شو ، هغه وخت یی هیر دی چه امریکایانو په الوتکو کی له وزیره نیولی تر ماموره او له جنراله نیولی تر عسکری د امریکایانو به نظامی الوتکو کی رښکته کړو ۱۳ کلونه پاچا ریس جمهور وو له هری خوا به ورته د ډالرو خوانجی رالویدلی تر هغی چه دوهم متفکر یی ورته وروزلو ، مګر هغه دا سی نیمګړی کس وو چه د ظاهرشاه په شان یی نه سترګی کار کوی ، نه یی غوږونه کار کوی نه یی مغز او نه یی پښی او لاسونه کار کوی دمعدی سرطان د پاسه لری ، د… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x