شعـــــرونه

ازاد نظم: چنار سيوری

چنار سيوری

مینه مې سړه نه شوه
توده ده لا توده به وې
دلبر مې د زړګې کورته
راوړې دې له وخته
برندې غرڅنۍ سترګې
خمارې لیونۍ سترګې
زه خو تږی له مودو نه
ګوندې تنده مې شې ماته
د جانان له صاف ګودره
خو ساقې وې راکړې
پیالې دوصل ځڼډنۍ وې
اوښکه قیمتې وه
اوس شوه بې قیمته
د جانان د یاد له څنګه
له اوښکو ډکې سترګې
په سلګیو او په سګلیو
د سهاره په تمه تمه
درسته شپه مې شوله
په رڼو سترګو کې تیره
هاغه مغروراوسرکش چنار
ډک له تکبر او لیونی چنار
دود شولو لمبه او سپېلنی چنار
نشته یې اوس هغه پرونی سیوری
دی له ټولو ښکلو مرور چنار

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x