شعـــــرونه

د چا ياد: نصيب رحماني

نصيب رحماني

دچایاد مې اوس په ځان باندې فرض کړي
د چایاد مې اوس په زړه کې کلیمـه ده

دومره خوند چې دې قضایادو کې ګورم
پاته ژوند مې ستا وفـا ته یوه اسره ده

نور به ژوند کې د هیچا مریدي نه کـړم
بــیا یې یاد تازه کوم ښه وظیفه ده

که ده تریخ ژوندون نه خوند غواړې انسانه!
کله،کله یې توه اوښکه دې ښه ده

درست جهان به درته تل ګلې ګلزار وې
تل یې زړه کې ګرزوه افسانه نه ده

کاشکې لاړ شم د جانان شني مقبرې ته
رحماني مې بي جانانه! هیله مړه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x