ادبي لیکني

ملا او څلور طالبان «لنډه کيسه»

عبدالرحمن محمود

د فراغت وروسته يي سمدستي په سياه بندو کي يوه وړه ملايي ونيوله، کلونه کلونه، پرتيرشول نه بازارته ولاړي أو نه ښار ته شوه سو،يوه ورځ يي د مازديګر دلمانځه وروسته يوه مقتدي ورته وويل((ملاصاحب ماواوريدل چي أمريکايان راغلي سره سره مخان او شنې شنې سترګې يي دي،که په زور يي که په ډالر يي د اسلام دښمني کوي)).

ملاصاحب،په دا بل مازديګر دلمانځه وروسته ومقتديانوته په ،وعظ،کي وويل((ښارونو ته مه ځئ آخر وخت دي ، کفار راغلي دي بس په دغه دښته وصحراکي خپل د،خداي،ج،عبادت کوي نور خپله زندګي کوي))

چي کله شپه سوه نږدې ۳ بجې وې چې د طيارو غړومبي سو تابه ويل چي د غوږ پردي مي څيري سوي،د وحشت عالٙم خپور وو زړونه په درزا وو،چي ناڅاپه ترجمان په لاسپيکرکي نعره کړه ((د کورونو مه راوځي که هر څوک راووتل حق ده شکايت نلري))

شپه سهار سوه رڼا سوه،چي بيا دطيارو غړومبي سو چاپه ولاړه،يو يو دکوره راوځي رنګونه يي سپيره لکه خاوري چي يي پر،مخ،شيندل سوي وي،د ماپښين په لمانځه کي امام د مقتديانو سره يوځاي شو، يوه ويل ځماکورته راغله ،بل په راږغ کړه چي زماکورته هم راغله، امام پريشانه سو له ډيري پريشاني نه يي مقتديانوته خبري هم ونکړي.

دا ورځ تيره سوه يوه بله ورځ هم تيره شوه چي په دا بل ماخوستن بيا دطيارو غړومبی سو،دغه ږغ دوام درلود چي يو دم ناڅاپه ده يو وحشي ږغ سره مځکي لرز وخوړ،دوړي أو خاوري راشوه سوي د کوټو په بامو کي د وراسته شويو لرګيو غِچه هاري سو،، چي کله ګرز ټول سو حالت معمولي سو چي په کلي کي د ويراوماتم ژړا پورته سوه،چي د فلاني کاکا،د کور ـ۱۲ـ تنه په بمبار کي شهيدان سوي،

خلاصه داچي شهيدان مسجد ته راوړه سوه او شپه سهارسوه،امام،جماعت ته ورمخته سو دلمانزه وروسته يي پر قوم مخ راواړوه((نور مو دصبرکاسه ډکه شول او،قيام،فرض عين دي ځمالخوا څخه نوره ملايي درپاته شوه)) په دا بل سهار ملاامام د خپلوـ۴ـ طالبانو سره چي د ايساغوجي أو کافيي و هداية النحو طالبان وه،د ښوراو وميدان ته نږدي و امريکايانوته په کمين کي کښيناست، چي يوټانګ او په هغه کي سپاره يرغلګر او يوه شوبله د مرتدينواوپکښي سپاره مرتدين يي له خاورو سره خاوري کړل،او دملاامام ۲ طالبان هم شهيدان سول.

په ماښام موپه راډيوکي واوريده چي((د پاکستان د isiمهم رابطه لرونکي ۵۰ کسيزه ډله د افغان سرتيرولخوا په ميړانه سره ووژل سوه))

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x