fbpx

د ښاغلي مولوي صاحب عبدالبصیر (همت) لنډ ژوند لیک او ځینو خاطرو ته یې لنډه کتنه

himmat

محترم مولوي صاحب عبدالبصیر (همت) د مرحوم لعل محمد زوی د خټاوې د شیخانو اوسېدونکی په خټه دینار خېل چې د ګردېز ښار ته څېرمه اوسیږي ، نوموړي ابتدایي زده کړې د روسانو څخه د هجرت پر مهال په زرګري کې د مولوي صاحب محمد ابراهیم میداني څخه پیل کړې وروسته بیا د میرانشاه د ماچسو د کیمپ په نور المدارس مدرسه کې یې خپلې زده کړې پیل کړې چې له همدې مهاله مې د کوټې انډیوال او د کتابونو شریک وو ، ښاغلی (همت) چې د پاخه عزم او کلک تدبیر خاوند وو ملګرو نظامي لقب ورکړی وو چې په (نظامي) یې شهرت درلود رښتیا هم په لومړیو شېبو کې نظامي وو چې د نظامي تجربو څخه وروسته غښتلی (همت) ځینې جوړ شو .

تر حسامي او شرح جامي پورې درسونه یې په همدې مدرسه کې ولوستل ځینې کتابونه یې د میرانشاه په ستره مدرسه منبع العلوم کې را سره ولوستل او بیا دپېښور د باړې بازار ته څېرمه د شهید مولوي صاحب نصر الله(منصور) په مدر سه نور المدارس کې یې خپلې دیني نظامي او سیاسي زده کړې پیل کړې ، دشهید مولوي صاحب منصور مدرسه چې په تعلیمي لحاظ یوه غښتلې او معیاري مدرسه وه د جهاد او علم ستره منبع وه ښه تکړه د وړتیا خاوندان استاذان یې درلودل ، دیني ، عصري او نظامي زدکړې په ډېر ښه ترتیب پکې لوستل کېدې ، نظامي او سیاسي زدکړو ته یې ځانګړی اهتمام درلود ، د انګریزي ژبې ، جغرافیې، ساینس، عقیدې، ادب ، سیرت ، تاریخ ،سیاسي او نظامي درسونه په خورا ډېره ښه توګه د کلکو استاذانو له خوا تدریس کېدل ، د سیاست ، شوری اونظامي مادو ښودنه پخپله مولوي صاحب نصرالله (منصور) په غاړه اخیستې وه ، له هر طالب سره یې په ډېره صمیمانه اود شفقت په فضاء کې رویه کوله ، ډېر زیار یې یوست چې زدکونکی په هر بخش کې پوه کړي ، د ځلیدونکي راتلونکي خاوند او د ګران هیواد وفادار او د مبین دین خادم ځینې جوړ کړي ، ښاغلی (همت) چې د لوړ استعداد او ښو اخلاقو څښتن وو په ټولو ملګرو او استاذانو ډېر ګران وو خو له شهید منصور صاحب سره یې د خپلې پوهې او اخلاقو په سبب ځانګړی مقام خپل کړی وو .

د طالبانو د واکمني پر مهال نوموړی د اقتصادي ستونځو له امله د کویټ پر سفر روان شو کله چې د صلیبي یرغلګرو د اشر په پایله کې ګران هیواد اشغال شواو زړه بوږنونکي بشر ضد بمبارونه یې پیل کړل ، ښه مې په یاد دي چې ښاغلي همت له کویټ څخه په ټلیفون کې راته وویل :

د تورې او جهاد میدان اوس دی الهي ستر ازمویښت اوس راته متوجه دی چې ددې عصري فرعون د طغیا ن پر وړاندې باید یواځې او یواځې په الهي توکل پیل شو ی جهاد وکړو دا چې دومره شرایط سخت دي چې د طالب په وړاندې د رب له مأوی څخه پرته بله مأوی نشته ، د بنیادي ازمویښت او د کلک ایمان د تول شېبې دی ، پخپله مې تابیا نیولې چې په لڼد وخت کې ورشم او ددې صلیبي یرغلګرو په وړاندې وجنګېږم وطن دوۍ ته نشو ور پرېښودلی .

د ښاغلي همت قول او عمل یو وو ، له همدې وینا څخه وروسته سمدستي د وطن پر لور روان شو او خپل اهل ، مال او عیال یې الله ته وسپارل ، د صلیب د اشر باڼو پر وړاندې یې داسې جهاد پیل کړ چې په دښمن یې ارامه فضاء او ارام خوبونه حرام کړل ، کله به هم چې صلیبي یرغلګر د سیمې په لور را ووتل له کمکیو ماشومانو به یې پوښتل چې همت دلته شته او که نه !؟ دخپلو غوږونو د ژغورلو لپاره یې د ماشومانو له برائت او سبېڅلتیا څخه کار اخیست .

دګردېزاو د زرمت په عامه لار به تقریباً د ۲۴ ساعتونو لپاره په کمین کې ناست وو ، چې په دې دوران کې د ټولې منطقې د وګړو د شاهدي پر وړاندې یې د امریکایانو په سلګونو ټانکونه او د هغوۍ غرور ورمات کړل ، صلیبي یرغلګر کله هم د زرمت د ولسوالي پر لور په کرار او سالم حال کې نه دي تېر شوي ، د شاهي کوټ د سترې غزا د اتل او قهرمان شهید ملا سیف الرحمن منصور له شهادت څخه وروسته دهغه خالي ګاه ښاغلي همت ډکه کړې وه آن تر دې چې صلیبیانو به د شهید قوماندان ملا سیف الرحمن منصور ورور باله او یا به یې دا شک کاوه چې ښاغلی (منصور) لا هم ژوندی دی چې داسې کلک ګوزارونه راکوي .

همت د خپل کلک عزم او عاقلانه تدبیر په نتېجه کې دولس کاله صلیبیانو او دهغوۍ جاسوسو چوپړیانو په عصري تخنیکي وسایلو له دقیقې څارنې سره سره ونه کړل شوای چې کشف او تدبیر یې ړنګ کړي ، چې په دې کار سره د امریکې جاسوسې شبکې هم حیرانې شوې.

خپله لیکنه نه اوږدوم د نوموړي د تقوا ، شجاعت ، علم او پوهې څو اړخونه په لاندې ډول بیانوم :

پوهــــه:

مولوي صاحب همت ته رب ستره پوهه او ښه استعداد ورپه برخه کړی وو

د کلکې حافظې اوروڼ فصاحت خاوند وو، د زده کړې پر مهال یې هم له ده څخه کشرانو ته کتابونه تدریسول .

کله به مو چې له استاذ څخه درس ولوست د معمول له مخې د نورو طالبانو په څېر به مو بیا په ګډه هغه لوستی سبق تکراراوو ، مولوي صاحب همت به په تکرار کې د استاذ هره نکته او دلیل حتی د استاذ د لاسونو حرکت هم په یاد وو ، په ډېر فصاحت به یې تکرار کاوو چې دده د سبق تکرار هم د استاذ له تشریح څخه کم نه وو. یوه خاطره یې په دې ځای کې رایاد شوه کله چې موږ د بدیع المېزان سبق ته استاذ ته ناست وو درس پای ته ورسېده له استاذ څخه د را پاڅېدو په حال کې همت موسکی شو ویې خندل ، تر ټولو ورځو یې په همدغه ورځ ښه واضح او روښانه سبق تکرار کړ وروسته مې ترې وپوښتل د را پاڅېدو پر مهال دې ولې وخندل ؟!

راته ویې ویل د کتاب ښی اړخ مې د استاذ پلو ته ایښی وو زه یې سر ته ناست وم که د استاذ را پام شوی وای نو راته غصه شوی به وو،.

زه یې حیران په دې کړم چې مطالعه یې هم نه وه کړې او کتاب ته یې هم نه وو کتلي خو د سبق تشریح یې ټول ملګري ډېر خوښ کړل !!

د نوموړي اخلاق :

ډېر د فقیر او عاجز خوی څښتن وو ،صابر وو ، له بې ځایه شخړو ډېر لرې ګرزېده ، ارام او سکون غږ یې وه په نرمه او خوږه لهجه یې خبرې کولې ، له ملګرو سره یې بې کچې مینه درلوده ، دده ټول ملګري دده په پوهه ، اخلاقو او ښه رویه معترف وو، ملګرو دده د سلوک پر بناء ډېره مینه ورسره درلوده .

تقــــــوا:

نوموړی به چې په هر مجلس کې ناست وو د الله ذکر به یې کولو ، که به غږېده نو د غږېدا په مینځ کې به یې هم ذکر کاوه ، له وسلوال جهاد سره سره یې د وعظ او نصیحت له لارې هم خلک د جهاد پر لور را دعوتول په سیمه کې په ډېرو ټولنیزو مناسباتو کې یې د خپل دیني مسؤلیت بر اساس په ښو تقریرونو برخه اخیستې وه ان تر دې چې هغه ملایان چې د جهاد پر اړوند به یې څه نه ویل ، تېزې خبرې یې ورته کولې او خپل مسؤلیت یې ورته په ډاګه کا وو، په همدې ځای کې رښتیا هم ویلی شو چې د ( ولایخافون لومةلائم) تطبیق یې په ځان کړی وو.

همت په یوه دینداره او مجاهده کورنۍ کې زېږېدل وو، د روسانو سره د جهاد پر مهال یې ټولې کورنۍ قرباني ورکړې ده ، دده له شهادت څخه تقریباً یوه نیمه میاشت مخکې یې وراره عبد الحق (تکل) هم له صلیبي یرغلګرو امریکایانو سره په مخامخ نښته کې د شهادت لوړ مقام ته ورسېده .. بالاخره دا دی د همت کاروان لارښود هم له الله (ج) سره خپله ژمنه سرته ورسوله او د ۱۴۳۴ هجري قمري کال د مبارکې روژې په ۴ نېټه چې د۱۳۹۲ هجري شمسي کال د چنګاښ د میاشتې له ۱۴ نېټې سره سمون خوري د جمعې په ورځ د ماښام له افطار څخه وروسته د غاصب یرغلګر دښمن له خوا د ډرون طیارې تر سختې دقیقې څارنې او بیا تر بې رحمه ګن بمبار لاندې ونیول شو چې د ابدي شهیدانو د کاروان ملګری شو !

روح د یې ښاد شهادت دیې د ستر څښتن په دربار کې قبول شي.

شاکر مموزی

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د