نړۍ

پاکستان: پنجاب کې بدمعاشانو ۶ پولیس وژلي، ۲۷ نور یې یرغمل نیولي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه، ۱۳۹۵ ل): د پاکستان په پنجاب ایالت کي پولیسو د چوټو په نوم ډلې پر وړاندې عملیات ترسره کړي چي په ترڅ کې یې ۶ پولیس وژل شوي او ۲۷ تنه نور د همدې ډلې له لوري یرغمل شوي دي.

پاکستاني رسنۍ ډان وايي چې د چوټو ورانکارې ډلې پر ضد ۱۷ ورځې وړاندي پاکستاني پولیسو او رینجر پوځ د پنجاب ایالت په راجن پور سیمه کي عملیات پیل کړي دي او تېره ورځ د عملیاتو پر مهال نښته رامنځته شوې چې له امله یې ۶ پولیس وژل شوي دي.
د جنوبي پنجاب پولیسو د پاکستان له پوځ څخه هوایي مرسته غوښتې او د پنجاب د پولیسو قومندان نن د همدې ایالت د پوځ د اعلی قومندان سره د عملیاتو په اړه غږیدلی دی.
حکومت چارواکي وایي چي ډیر ژر به ددغه ورانکارې ډلې په وړاندې ګډ پوځي عملیات پيل کړي.
بل پلو د چوټو ورانکارې ډلي د عملیاتو بندولو غوښتنه کړي، دوی وایي که چېري عملیات و نه درول شي نو یرغمل شوي پولیس به ووژني او د پوځ پر ضد به مبارزه پيل کړي.
پاکستاني رسنۍ وايي چې د پولیسو پر ضد جګړه کې ۲۰۰ بدمعاشانو برخه اخېستې چې له منځه یې ۷ وژل شوی دي.

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x