افغانستان

چارواکي: بغلان کې لسګونه سرتیري طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري۲۶مه۱۳۹۵ل): د بغلان امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې لسګونه پولیس او اربکیان له طالبانو سره یوځای شوي دي.

د بغلان ولایت د امنیت آمر سمونوال عبدالرشید بشیر ویلي چې لسګونه پولیس او اربکیان نن غرمه د ډنډغوري په قلعه خواجه سیمه کې د طالبانو محاصره کې ګیر شول او وروسته له دغې ډلې سره د وسلو سره یوځای شول.

د امنیت آمر په وینا یاد کسان چې له طالبانو سره یوځای شوي ۷ يې پولیس او نور ولسي پاڅونوال دي.

د ډنډغوري د سیمې یو اوسیدونکي حاجي محمد پژواک خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو په په قلعه خواجه کې ۳۰ امنیتي سرتیري اسیران کړي دي.

هغه زیاته کړې چې «طالبانو یاد سرتیري د لارې پر سر په ونو پسې تړلي وو».

وسله‌والو طالبانو هم د یادو سرتيرو د نیولو پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې ۳۱ پولیسو او اربکیانو ورته وسلې په ځمکه ايښي او تسلیم شوي دي.

طالبانو زیاته کړې چې د پولیسو او اربکیانو ورته ۲۵ میله کلاشنکوفونه، ۳ میله پیکا، ۲ راکټونه او یو میل هاوان هم سپارلی دی.

د طالبانو د خبرپاڼې پر اساس دوی دغه کسان نن ماسپښين ۳ بجې هغه مهال ونیول چې د رییس فیض په نوم لوی بیس چې له تېرو دوه ورځو راهیسې تر کلکې محاصرې لاندې وو، ونیولو.

طالبانو نن د پسرلنیو اعلان شوو عملیاتو په ترڅ کې د بغلان ډنډغوري سیمه چې دولتي ځواکونو پرې د تېر کال د سلواغې په ۲۶مه عملیات پیل کړل او د شاوخوا یوه نیمې میاشتې په ترڅ کې یې دغه سیمه ونیوله، نن یو ځل بیا طالبانو د دولتي ځواکونو څخه بېرته ونیوله.

طالبانو د ډنډغوري په جګړه کې له دولتي ځواکونو ۳ قرارګاوې او ۱۱ امنیتي پوستې نیولي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x