کندهار کې د کوکنارو نېښ وهلو موسم – انځورونه

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، وري ۲۶مه ۱۳۹۵ل): د هېواد په جنوب کندهار ولایت کې د کوکنارو نېښ وهلو موسم پیل شوی دی.

افغانستان د نړۍ تر ټولو زیات اپیوم په ډير ارزانه بیه تولیدوي. د ملګرو ملتونو وروستی راپور وايي چې په ۲۰۱۵ز کال کې تر ټولو زیات په ارزانه بیه اپیوم له افغانستان نړۍ ته صادر شوي وو.

تازه سروې ګانې ښيي چې د تېرو شپږو کلونو په پرتله په ۲۰۱۵ز کال کې د کوکنارو کښت ۱۹سلنه کم شوی و، خو پر دې سربېره افغانستان د نړۍ تر ټولو زیات اپیوم تولیدوي او بهر ته يې صادروي.

په ۲۰۱۵ز کال کې ۱۸۳،۰۰۰ هیکتار ځمکه کې کوکنار کرل شوي وو. په ۲۰۱۴ز کال کې بیا د کوکنارو د کښت ځمکه ۲۴۴،۰۰۰ هکتاره وه. د ۲۰۰۹ز کال راهیسې دا لومړی ځل و چې دومره ستر توپیر دې د کوکنارو کښت کم شي.

خو د سیګار مشر جان سوپکو بیا د کوکنارو د کښت کمېدلو لامل د هوا حالات او اوبو کمی ښيي. هغه وايي چې د کوکنارو په کښت کې د کمي لامل دا نه وو چی گواکې د کوکنارو  پر ضد ددوی مبارزه بریالۍ شوې بلکی د هوا حالات او اوبو کمښت له وجې يې کښت کم شوی دی.

د کوکنارو تقریبا ۹۰ سلنه کښت په جنوب او غرب ولایتونو کې کیږي. کندهار او هلمند بیا د کوکنارو په کښت کې تر ټولو نورو ولایتونو وړاندې دي.

خو څومره چې د اپیومو تولید په افغانستان کې ډيریږي په هماغه کچه د معتادانو شمېر هم ورسره زیاتیږي.

ویل کیږي چې تقریبا ۱.۵ څخه تر ۲ میلیونه خلک د هیروینو معتادان دي، په داسې حال کې چې د ټول افغانستان نفوس ۳۰ میلیونه اټکل شوی دی.

د اپیومو تولید نه یواځې دا چې د په افغان ولس مستقیما اغېز کوي، بلکې ګاونډي هېوادونه یې هم تر ډيره بریده زیانمن کړي دي. روسیه، ایران، چین او پاکستان کې هم په نشيې توکو د اخته شوو معتادانو شمېر ورځ تر بلې ډيریږي.

نن ټکی اسیا د کندهار د زیړی ولسوالۍ کې د کوکنارو د نېش وهلو انځورونه له ایسوشیټډپریس خبري اژانس څخه را اخېستي دي چې په مننه یې ترې نشروي.

AFGHANISTAN-DRUGS-CRIME-OPIUM

Afghanistan Opium

AFGHANISTAN-DRUGS-CRIME-OPIUM

AFGHANISTAN-DRUGS-CRIME-OPIUM

AFGHANISTAN-DRUGS-CRIME-OPIUM

AFGHANISTAN-DRUGS-CRIME-OPIUM

AFGHANISTAN-DRUGS-CRIME-OPIUM

AFGHANISTAN-DRUGS-CRIME-OPIUM

Afghanistan Opium

Afghanistan Opium

APTOPIX Afghanistan Opium

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د