ibn khaldoon

د امیر تیمور سره د ابن خلدون ملاقات (۳)

        په تېر پسې…

امیر تیمور ته خبر ورکړل شو، چې د ښار دروازه خلاصه شوې ده او قاضیان د خپلې ژمنې د پوره کولو لپاره بیرون راوتي دي.

     د تکلیف د لرلو سره، هغه زموږ له مخې نه اوچت شو او په اس باندې کینول شو، په زین باندې کیناست او څلورو خوا باجې وغږول شوې، هغه د دمشق په لور روان شو او تربت منجک سیمې ته نږدې کوز شو.

    هلته، یې مجلس جوړ کړ، د ښار قاضي او مشران یې خدمت ته حاضر شول، زه (ابن خلدون) هم هلته حاضر شوم، وروسته یې هغوی رخصت کړل او خپل نائب شاه ملک ته یې امر وکړ، چې هغوی ته دولتي تقدیرنامې ورکړي؛ خو، ما ته یې د کیناستو اشاره وکړه او زه یې مخې ته کیناستم.

    هغه امرین یې راوغوښتل، چې د تعمیرونو د جوړولو لپاره یې ګمارلي وه، هغوی انجینران راوستل او د کلا شاوخوا اوبو په اړه یې خبرې وکړې، چې ایا کولای شو، دغه اوبه بیرون وباسو، هغوی تر ډیر وخت پورې په دربار کې ناست وه او بیا یې رخصت کړل.

   ما ته یې هم رخصت راکړ او د ښار دننه خپل ځای ته راغلم، زه په خپل کور کې بند وم، څرنګه، چې هغه ما نه د مغرب د حالاتو غوښتنه کړې وه، ما یې په لیکلو باندې پیل وکړ، په څو ورځو کې مې دا کار پای ته ورساوه او کله، چې مې د هغه خدمت ته وړاندې کړل؛ نو، زما له لاسه یې واخیستل او خپل سکرتر ته یې امر وکړ، چې مغولي ژبې ته دې وژباړل شي.

    له دې وروسته هغه په ډیر قوي شکل سره ښار کلابند کړ، د کلا مقابل لوري ته یې، منجنیقونه، د اور او کاڼو د ورولو ماشینونه او درز اچونکي توپونه ودرول، دا کار په څو دقیقو کې وشو، محاصره نوره هم تنګه شوه او د کلا دیوالونه درز شول، په کلا کې داسې خلک وه، چې د امیر خدمت یې کړی وه؛ نو، ځینو ساتونکو د امیر نه د امان غوښتنه وکړه، امیر هغوی ته امان ورکړ او د امیر مخې ته راوستل شول، کلا یې له منځه یوړه او د کلا ټولې نښې یې له منځه یوړې.

     په هغو ورځو کې، چې زه د سلطان سره اوسیدم، ټیک په هماغه ورځ، چې هغه کومو خلکو امان ورکړی وه، د کلا نه یو شخص راووت، دا شخص د مصر د خلیفه ګانو له اولادې څخه وه او الحاکم عباسي د کورنۍ څخه وه، هغه خپل ځان د امیر مخې وړاندې کړ او ویې ویل، چې: زما په معامله کې ما سره انصاف وکړه او ما ته خپل خلافت وسپاره؛ ځکه، هغه زما د مشرانو میراث دی.

    سلطان تیمور ورته وویل: زه ستا لپاره قاضیان او فقها راغواړم او هغوی چې کومه پریکړه وکړه، هماغه به پلي کوم.

    بیا تیمور قاضیان او فقها راوغوښتل، زه یې هم د هغوی سره ور وغوښتم، موږ هغه ته ورغلو، هغه شخص، چې د خلافت غوښتنه یې کوله، هغه هم حاضر شو، عبدالجبار وویل، دا د عدالت او انصاف ځای دی، هر څه چې وایې، هغه ووایه.

    هغه شخص (الحاکم) وویل: دا خلافت زما او زما د مشرانو حق دی، هغه روایت بیخې درست دی، چې وایې، تر څو چې نړۍ وي، خلافت به د عباسیانو سره وي، زه د هغو خلکو په نسبت، چې نن په قاهره کې واکمن دي، د خلافت ښه حقدار یم؛ ځکه، چې دا زما او زما د مشرانو روا حق وه  او دی او دغه شخص بغیر د کوم قانوني سند نه تر لاسه کړی دی.

    عبدالجبار زموږ هر یو نه غوښتنه وکړه، چې بحث وکړو، موږ د څه وخت لپاره چوپ وو، وروسته هغه زموږ څخه وپوښتل، تاسو ددې روایت په اړه څه وایی؟.

    برهان الدین ابن مصلح ځواب ورکړ، دا روایت درست نه دی او بیا یې زما نظر وغوښت، څرنګه چې وویل شول، دا روایت درست نه دی.

    سلطان تیمور وویل: ښه، نو بیا ولې تر اوسه پورې خلافت د عباسیانو په لاس کې وه؟ هغه دا خبره نیغه ماته وکړه او ما ورته وویل:

    الله تعالی دې تاته بری درکړي، د پیغمبر علیه السلام د وفات نه وروسته د مسلمانانو تر منځ په دې اړه اختلاف موجود دی، چې ایا په مسلمانانو باندې واجب دي او کنه، چې هغوی په دنیاوي او اخروي کارونو کې د ځان لپاره یو والي (مشر) وټاکي، د یوې ډلې نظر دادی، په دې ډله کې خوارج هم شامل دي، چې والي ټاکل واجب نه دي؛ خو، اکثریت وايې، چې ولایت واجب دی، ددې واجبیت سند څه دی؟، ټول شیعه ګان د حدیثو په وصیت باندې ټینګار کوي، هغوی وایې، چې پیغمبر علیه السلام حضرت علي (ک) ته د خلافت وصیت کړی وه؛ خو، د حضرت علي (ک) وروسته د شیعه ګانو تر منځ  دومره اختلافات رامنځ ته شول، چې شمارل یې ناممکن دي. د اهل السنتو ټولو علماوو ددې  وصیت څخه انکار کړی دی، هغوی (اهل السنت) د واجبیت سند اجتهاد بولي، ددې څخه یې مطلب دادی، چې مسلمانان باید د ځان لپاره یو باایمانه، پوه او وړ شخص مشر وټاکي، تر څو د دوی امور په ښه طریقه سره سرته ورسوي او دوی باید په ټاکلو کې زیات احتیاط وکړي.

    کله، چې علوي ډلې زیاتې شوې؛ نو، د وصیت په رایه یې خلافت منتقل کړ، د محمد بن حنیفه د کورنۍ نه عباسي کورنۍ ته ورسیده، محمد بن حنیفه، محمد بن علي بن عبدالله بن عباس ته وصیت کړی وه، هغه خراسان ته هم خپل استازي لیږلي وه، هلته ابو مسلم دغه دعوت پر مخ وړه، دی د خراسان او عراق واکمن شو، ابوالعباس سفاح د عباسي خلافت مشر وټاکل شو، هغه د اهل السنتو او شیعه ډلو څخه  د بیعت غوښتنه وکړه او هغوی د خلیفه په توګه قبول کړ.

    سفاح خپل ورور منصور ځای ناستی مقرر کړ او منصور خپل زامن خپل ځای ناستي وټاکل، په دې ډول خلافت په عباسیانو کې د جانشین ټاکلو یا د خلکو د خوښې مطابق پاتې شو، المستعصم په بغداد کې وروستی عباسي خلیفه وه، هلاکو خان ووژلو او خلافت یې ړنګ کړ، پاتې کورنۍ یې یې قاهرې ته راغله، په دوی یو احمد الحاکم وه، چې د الراشد د اولادې څخه وه، هلته د الظاهر بیبرس لخوا د حل او عقد او فقهاوو په مشوره خلیفه وټاکل شو، دا خلافت نن دغه شخص ته (چې په مصر کې واکمن دی) ورسید، ددې پیښو څخه بغیر نور ماته د کومې بلې خبرې علم نشته.

    تیمور هغه دعوه دار ته مخ ور واړاوه او ورته ویې ویل: تا د قاضیانو او فقهاوو خبرې واوریدې او ددې څخه مالومیږي، کوم خلافت چې ته زما څخه غواړې، هغه ستا حق نه دی، ته بیرته لاړ شه او خدای دې تاته سمه لاره در وښي.

    پاتې لري…

    ژباړن: زاهدخلیلي

    مأخذ: ابن خلدون، حیات، نظریات اور فلسفه، لیکوال: ملک اشفاق


——

مخکنی برخي:

اوله برخه: http://www.nunn.asia/index.php/sience-articles/social/7047

دوهمه برخه: http://www.nunn.asia/index.php/sience-articles/social/7065

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د