نظــر

د میدان وردګو د والي لاسته راوړنې چې په ټول افغانستان کې یې ساری نه لیدل کېږي!

•    د امنتي وادنیو په داخل کې د خورا کلک امنیت راوستل.

•    د پارکونو او تفریحي ځایو نه د اغزنو سیمانو او کانکریټي دیوالونو را تاوول تر څو ځوانان ورڅخه ګټه پورته نه کړي چې بیا خدای مه کړه زاړه به شي.

•    د بې کاره کسانو له کوڅو نه ټولول او په لوړو څوکیو ګمارل ترڅو د بې کارۍ کچه له پخوا نه یو څه کمه شي

•    د ښاروالۍ په مرسته د ماسټر پلان له مخې د پارکونو جماتونو، او پارکېنګونو له منځه وړل او پرځای یې د ژوند لپاره د کورونو برابرلو ترڅو د خلکو لپاره د ژوند کولو ځایونه زیات شي

•    د نرخ د ولسوال په شان د باسواده او په کارپوه کسانو په څوکیو پرېښودل ترڅو خیانت سره خلک عادي شي او که یې نه منئ نو یوځل دې ولسوالۍ ته سر وښکاره کړئ او پوښتنه ترېنه وکړئ، چې به تېرو څوکلونو کې چې بهرنیانو کومې مرستې درسره کړي په کومو ځایونو دې لګولي دي نو خامخا به درته ووایي چې دې ولسوالۍ ته هېڅ پاملرنه نه ده شوې، ریښتیا وايي بې چاره دا خویې دده کورنۍ ته پاملرنه کړې ده نه ولسوالۍ ته ، په دې ولسوالۍ کې نهه بيلا بېلې پروژې سرته رسېدلي چې دده په خبره له نېکه مرغه یوه یې هم ملکي خلکو ته نه ده رسېدلې، له ملکی خلکو سره د سولرونو، بزګرانو سره د ماشینونو ، له معارف سره د موټرسایکلونو …. پروژې دي چې ټولې په ولسوالۍ کې د یوڅو کسانو جیبونو ته لوېدلي دی…او ملکي خلک بېچاره ګان خبر هم نه دي.

•    له ښار نه د کثافت داني جوړېدل.

•    په بهسودو کې د کوچیانو ټکول او هزاره ګانو ته  د هغوی د څړځایونو سپارل.

•    د ده د باکفایتۍ له امله  میدان وردګو ته د ورکړل شوی پوهنتون بېرته ستنېدل

•    د میدان او وردګو په نامه د دوو قومونو ترمنځ دتعصب شیندل شوي تخم ته کیماوي سره ورکول.

•    د حزب او طالب ترمنځ د فدايي د شیندل شوي نفرت لا زیاتول.

په هر صورت څه به مو سر در خوږوم ، اګه غم نداري بز بخر، موږ اوس دا بز اخیستی دی نو ګالو به یې، خو دا وایم چې  دا لیکنه مې ددې لپاره نه ده کړې چې خدای مه کړه زه له خوږیاڼي سره کومه ستونزه لرم، دا یواځې د ده منفي ټکو ته غواړم د ده او دده د ملګرو پاملرنه جلب کړم هیله ده چې له تېرو نه یې زده کړي او څومره چې خپل جیب ته توجه کوي د هغه دوه فیصده د ولس جیب ته هم تو جه وکړي

بهیر

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x