شعـــــرونه

غزل: فتاح فاتح

دي د زړه تل کې مې دردونه ستړی شوی يمه

زما پر اوږو باره ژوندونه ستړی شوی یمه

زما دلیلا د مینې هیڅ اثر راپاتې نه شو

ستا پر قدم نه ځم مجنونه ستړی شوی یمه

اوس په ما هره شپه د مرګ یخې څپې رادرومي

نور دې نه ګورم تصويرونه ستړی شوی یمه

زه مې د مور په وچو شونډو پورې پاته حیران

ته رانه غواړې پایزیبونه ستړی شوی یمه

دا بې تنو سرونه ولې او په کومه ګناه

جلاده مات دې شه لاسونه ستړی شوی یمه

فاتح لالیه ستا دیدن پسې مې زړه خوږیږی

فاتحه جار راځه رادرومه ستړی شوی یمه

شاعر فتاح فاتح

۲۰۱۶/۴/۱۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Younas khan Zhaeer

…… دیر اعلی….

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x