fbpx
د عمري عملیاتو له اعلان سره سم د طالبانو له لوري نشر شوی انځورونو څخه

له عُمري عملیاتو وروسته د سولې سولیدلی بهیر!

عبدالرحیم (ثاقب)

لیکوال او سیاسي شنونکی

د سه شنبې په ورځ طالبانو په هیواد کې د بهرنیو ځواکونو او ګډ حکومت په خلاف د (عُمري ) په نوم پوځي عملیات اعلان کړل.

طالبان هرکال په پسرلي کې د بهرنیانو او د هغوی تحت الحمایه حکومت په خلاف دا ډول عملیات اعلانوي ، خو د سږنیو عملیاتو توپیر له نورو هغو څخه دا دی چې نور کله به یې یاد عملیات د اصحاب کرامو رضی الله عنهم او یاهم د ځینو تاریخي او مذهبي مسمیاتو په نوم نومول ، مګر سږ کال يي پسرلني عملیات خپل تأسیسي مشر ته منسوب د (عُمري عملیات) په نوم و نومول.

ښايي له دې نومونې څخه د طالبانو موخه دا وي چې له بهرنیانو او دهغوي له حامي رژیم سره د طالبانو اوسنی قیادت هم هماغه خط تعقیبوي کوم چې د دوی پخواني مشر ټاکلی و.

د طالبانو لخوا ترعُمري عملیاتو وړاندې د امریکا په نوښت او ګډون د سولې په نوم څلور اړخیزه مذاکرات په لاره اچول شوي ول او په پرلپسي ډول یې په اسلام اباد او کابل کې څلورغونډې وکړې چې څلور واړه یې د طالبانو د یوې اعلامیې په صادرولو سره بي نتیجې پایته ورسیدلې.

په څلوراړخیزه مذاکراتو کې د طالبانو د نه ګډون تراعلان وروسته کابل بیاهم دا اداعاء لرله چې طالبان که وغواړي که نه وغواړي د مارچ په میاشت کې به د سولې په خبرو کې ګډون کوي، خو دا چې اوس د مارچ میاشت ټوله تیره او اپریل هم نیمايي ته رسیدلی او طالبانو د سولې په مذاکراتو کې د ګډون په ځای د امریکایانو او کابل رژیم په خلاف پوځي عملیات اعلان کړل معنی يي داده چې طالبان په هغه ډول چې امریکایان يي غواړي د سولې مذاکراتو ته هیڅ اعتناء نه لري ځکه یې په یادو مذاکراتو کې د ګډون پرځای له هغوي سره د پوځي مقابلې په غرض پوځي عملیات اعلان کړل.

ولي عُمري عملیات ؟!

طالبان پوهیږي چې امریکایان د سولې د تیر ایستونکي بهیر په پلمه غواړي افغانان اغفال او په افغانستان کې خپل جنګي فعالیتونه پرمخ بوزي.

د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون چې د ګډ حکومت تر ټولو مهم محصول دی په حقیقت کې په افغانستان کې د امریکايي جنګي استراتیژي تداوم او د سولې په نوم د ټولو ممکنه هڅو د سبوتاژ کولو په معنی دی.

ځکه د همدې تړون له مخې امریکایان په افغانستان کې د جنګي ماشین د فعال ساتلو لپاره په هریوه ساعت کې یو ملیون او په یوه شواروز کې ۲۴ ملیون ډالره لګوي ، همدا وجه ده چې د یاد تړون تر لاسلکیدو وروسته په هیواد کې امنیتي وضعیت خراب او جګړې زور واخیستی.

طالبان باوري دي چې د امریکایانو اصلي هدف د جګړې تیزول او تازه کول دي، نه داچې هغوی ریښتیا هم د سولې بهیر ته ژمن دي.

همدا لامل دی چې د امریکایانو په مقابل کې د طالبانو ټول ترکیز په پوځي مقاومت دی ، چې په دې لاره کې یې په پوځي ،او سیاسي لحاظ ښه بریالیتوب تر لاسه کړی.

د تیرکال په جریان کې طالبان له امریکایانو سره د مقاومت په جریان کې له داسې مشکلاتو سره مخ شول چې د دې تحریک په تاریخ کې ساری او سابقه نه لیدل کیږي، د خپل مشر تر وفات وروسته د داخلي انشعاباتو ښکار شول، له امریکایانو او کابل رژیم سره په مقاومت سر بیره په څوجبهو کې له داعش سره په جګړه مصروف کړای شول، د سولې د خبرو په پلمه تر ګڼو تهدیدونو او ګواښونو لاندې راغلل ، خو له دې هرڅه سره سره بالاخره پر دغو ټولو ستونزو او ننګونو لاس بري او د خپلې دغې بریا د ثابتولو لپاره يي د لومړي ځل لپاره د هیواد په شمال کې د کندوز استراتیژیک ولایت تر خپل کنټرول لاندې راوست.

د عُمري عملیاتو په وړاندې غبرګون

د طالبانو لخوا د عُمري عملیاتو تر اعلانیدو سمدستي وروسته هم امریکایانو او هم د ګډ حکومت د دفاع وزارت د یادو عملیاتو په وړاندې غبرګون وښود او هغه یې د طالبانو تش تبلغات وبلل.

که څه هم چې امریکایان او ګډ حکومت غواړي په دغه ډول غبرګون سره یاد عملیات بي اثره وښیې خو د جګړې په ساحه کې به یاد عملیات هم د خارجي او هم د داخلي ځواکونو پر مورال خامخا منفي تاثیر ولري ؛ ځکه هغوی د کندوز په جګړې کې د طالبانو پوځي مهارت او محاربوي تکتیکونه ولیدل چې څه ډول يي ۱۵ ورځې وکړای شول د امریکایانو او داخلي ځواکونو له ټولو کوښښونو سره سره کندوز ښار په خپلې ولکې کې وساتي.

د څلور اړخیزه مذاکراتو برخلیک

په څلور اړخیزه مذاکراتو کې د طالبانو د نه ګډون اعلامیې د دغو مذاکراتو د هرډول پرمختګ احتمال له منځه یووړ، خو امریکایانو د یاد بهیر د اصلي طراحانو په توګه بیاهم د هغو پر دوام ټینګار درلود او د سولې بهیر ته د حکمتیار په چمتو والي سره یې د سولې شورا له لارې خپل ناکام تسلسل جاري وساته.
خو په روان مقاومت کې د حکمتیار پوځي رول هم امریکایانو او هم کابل رژیم ته ښه معلوم دی ځکه خو په کابل کې د حکمتیار د سولې له استازي سره تر یوې میاشتې تیریدو وروسته هم د یاد استازی لیدوته نه ښاعلی غني او نه هم کوم باصلاحیته امریکايي جهت زړه ښه کړی.

خو په کال ۲۰۰۹ کله چې د کویټي ښار یوه ګڼ ګپ دوکاندار د طالبانو د استازي له نوم نه په استفادې سره کابل ته ولاړ هلته یې د ناټو په عمومي قومنداني کې لومړنی استقبال په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د عمومي قومندان لخوا تر سره شو او د وخت ولسمشر حامد کرزي یې د ملاقات لپاره د وخت اخیستلو هڅې کولې.

سره له دې چې هغه یوه مجهول الهویة جعلی شخص او د حکمتیار استاذی ښاغلی انجنیر کریم د حکمتیارلخوا رسمي معرفي کړل شوی استاذی دی.
د طالبانو د عُمري عملیاتو اعلان به د حکمتیار رول نور هم متأثر او د سولې له شورا سره پیل کړې تکراري مذاکرت یې د مخکینو هغو په څیر ښايي همداسې بي نتیجې پایته ورسیږي.

نتیجه

د سولې پر شورا سربیره د سولې په نوم د امریکایانو ټول تشکیلات او هلې ځلې په هیواد کې د جګړه ییزې تګلارې د بریالیتوب په غرض رامنځته شوي ، همدا وجه ده چې امریکایان له دغو مشخصو تشکیلاتو پرته د سولې په اړه نه د منصفو افغانانو او نه هم د پګواش او نورو بي پري سازمانونو پر هڅو باور لري.

طالبانو په قطر کې د سولې د بهیر جاري ساتلو لپاره معین ادرس ټاکلی ، خو امریکایانو د خپل اسیر پوځي بوبرګدال له خلاصولو پرته له هماغه مشخص ادرس سره کله هم نه رابطه کړې او نه يي هغه په رسمیت پیژندلی.

طالبان وايي یواځینی لامل چې کولای شي امریکایان له افغانستان څخه وتلو ته اړباسي هغه د دوی په مقابل کې د پوځي مقاومت تداوم دی ، همدا مقاومت و چې تر امریکایانو له مخه یې روسي اشغالګران او تر هغوی له مخه یې انګریزان د افغانستان پریښودلو ته اړیستلي ول.

ځکه دوی (طالبانو) همدا لاره غوره کړې او په هغې کې د پرمختګ او تنوع لپاره یې په تیرو ۱۵ کلونو کې هرکال تر نوي نوم لاندې پسرلني عملیات اعلان کړي چې عمري عملیات د دې تسلسل یوه بله کړۍ ده .

وبه لیدل شي چې د ملا محمد عمر (مجاهد) په نشتون کې به عُمري عملیات د امریکایانو په مقابل کې کومې پوځې او سیاسي بریاوې ترلاسه کړي ؟!

avatar
2 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
فضل مولا
میلمه
فضل مولا

ایا داعملیات رشتیا هم دکفاروبه خلاف روان دی.اوکه دافغان مسلمان ولس دوینوو دتویلو به خاطر داعملیات ترسره کیزی

خپلواک
میلمه
خپلواک

فضل مولا صاحب ! دا عملیات ستاسی له رښتیاوو هم پورته د غلامانو او بادارانو په خلاف روان دی ، دا عملیات د خاوری ، خلکو او خپلواکی د تر لاسه کولو د پاره دی ، د حقه حقوقو د اعاده کولو په خاطر دی ، زما وړاندیز ستاسی په شان ړندو ، کڼو او ګونګیانو ته : لمړی : د خپلواکی د یوی ګړی ژوند ( که څه هم په شکنجو او زولنو کی وی ) د بلواکی د زرو کلو له ژوند څخه ( که څه هم به ارګ کی وی ) ډير شرف لری . دوهم :… نور لوستل »