افغانستان

جمعه خان همدرد: موقته اداره دي جوړه شي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۷مه ۱۳۹۵ل): د پکتیا پخواني والي جمعه خان همدرد په بلخ ولایت کې د قومي مشرانو، دیني عالمانو او مدني فعالانو په یوه غونډه کې ویلي چې د اوسني سیاسي بحران څخه د وتلو لپاره او همداسي د جګړو د پای او سولي را وستلو لپاره اړینه ده چې په هیواد کې موقته اداره را منځته شي.
نوموړي دا خبري په داسي وخت کې کړي چې په دې وروستیو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري کابل ته سفر وکړ او دګډ حکومت وخت یې د دریو کلونو لپاره نور تمدید کړ، چې له امله یې د حکومت په سیاسي مخالفینو کې د اوسني ګډحکومت پر مشروعیت تبصرې کیږي.

جان کیري وویل چې د جنجالي انتخاباتو وروسته دده په منځګړېتوب جوړ شوی ګډحکومت د دوو کلونو لپاره نه بلکي د پنځه کلونو لپاره وو. خو د ګډحکومت سیاسي مخالفین وايي چې د ګډحکومت په توافقنامه کې راغلي وه چې تر انتخاباتي اصلاحاتو وروسته به پارلماني ټاکني کیږي او بیابه لويي جرګه جوړه شي کومه چې به په اساسي قانون کې بدلون راولي او د ډاکټر عبدالله اوسنۍ اجرائیه چوکۍ ته به قانوني لاره ګوري.

جمعه خان همدرد په یاده غونډه کې همداراز وویل چې په بلخ ولایت کې زورواکانو د خلکو ځمکي غصب کړي چې له امله یې د ولس او حکومت تر منځ واټن مخ په پراخېدو دی.

همدرد په بلخ ولایت کې د عطا نور سره د قدرت پر سر اختلاف لري، نوموړی وايي چې په دغه ولایت کې واکمن نه شي کولای په یواځي ځان د امنیتي پيښو مخه ونیسي.

نوموړي ویلي چې حکومت دي د خلکو د حقوقو ساتنه وکړي، د بې عدالتیو مخه دي ونیسي، که داسي ونه کړي نو دی به د مدني حرکتونو او قومي مخورو په ملتیا پراخ مدني حرکت پيل کړي او د شمال ټولي لويي لاري به د تګ راتګ پر مخ وتړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x