شعـــــرونه

غزل: محمد علي عمري

محمد علي عمري

دخپل ځان دخپل ارمان ترشا پرته وي
ګټه ګوره دتــــاوان تــــرشا  پرته وي
شــــــــاعري اسانه کارنه دئ دا ځکه
شاعري دویښ وجـــدان ترشا پرته وي
هغه لمونځ نکړې خبره یــې بــې حقه
حق خبـــره دایمــــان شاته پـــرته وي
ستادښکلي حسن زور نه دئ نوڅه دئ ؟
شپه مې ویښه داذان تــــرشا پرته وي
خپله لور ورکړي په بدوکې هغوي چي
فیصله یې دقـــــرآن تـــــــرشاپرته وي
عمري دهغه پیر لاس نیوئ مکړه
چي یې تمه په هرآن ترشاپرته وي
ــــــــــــــ
محمدعلي عمري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x