
خبرتیاوی او پیغامونه
«رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند» کتاب چاپ شو
رسول الله صلی الله عليه وسلم د غير مسلمانانو په اند کتاب تازه له چاپ څخه راووت.
دغه کتاب ليکوال او څيړونکي ښاغلي عبدالغفار جبير ليکلی دی او دکتور شیخ عماد الدین مصطفی محمود تقریظ کړیدی، دا کتاب په عمومي ډول سره پردرو برخو باندي وېشل شویدی
۱: د رسول الله صلی الله علیه وسلم معجزې او د مبارکو صحابه کرامو رضی الله عنهم اجمعین کرامتونه.
۲: رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په آند.
۳: د نړۍ له ګوټ – ګوټ څخه ښکلي نعتونه، چي په پښتو، عربي، دري او انګلیسي ژبو سره دي.
تاسی کولای شي زما دغه ښکلی کتاب له صداقت خپرندویه ټولنې څخه په کندهار، کوټه او نورو ځایونو کي ترلاسه کړي. ډیر ښکلی کتاب دی.