شعـــــرونه

انډوخر په پارلمان کې – الهام قیام

الحاج الهام الدین قیام

په سترګومې نن ولید انډوخرپه پارلمان کی
شلولی غړوندی وونن کوم خرپه پارلمان کی

ډیرشرم دی ملت ته چی ھرخرمقام ته رسي
په خروڅوکۍ خرڅیږي په ډالرپه پارلمان کی

اوس زوربالای زوردی، زورور په نوروبردي
رادرومي د پیسوپه زورسوډرپه پارلمان کی

داځای خود درنودی خونن سپکوغصب کړی
راټول دي له ھرخوانه لنډغرپه پارلمان کی

لوچک او اوباش واړه د توپک په زورراغلي
قیامه اوس ډیرکم دي منورپه پارلمان کی
ا۰قیام

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x