افغانستان

طالبانو په کونړ ولایت کي د ملي اردو هلیکوپتر ته د چاودني ورکولو ویډیو خپره کړې

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): طالبانو د تېري مارچ میاشتي په ۲۸مه نېټه د ملي اردو هلیکوپتر ته د چاودني ورکولو ویډیو خپره کړي، طالبان وایي چي په دغه پېښه کي یې د ملي اردو ۲۱ تنه افسران وژلي دي.

د تېري مارچ میاشتي په ۲۸مه نېټه د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کي د ملي اردو یوه پوځي هلیکوپتر طالبانو د ځای پرځای سوي ماین په توسط له منځه وړي وه، هغه وخت د کونړ والي وحیدالله کلیمزي رسنیو ته وویل چي د ملي اردو یوې هلیکوپتري په ناړۍ ولسوالۍ کي بېړنۍ ناسته کړي.

نوموړي هغه مهال ویلي وه چي هلیکوبتري د تخنیکي ستونزي له امله بېړنۍ ناسته کړي او د طالبانو هغه خبرپاڼه یې په کلکه رد کړې وه چي ددوی ځواکونو دغه هلیکوبتر له منځه وړي ده.

طالبانو لاندی ویډیو نن ورځ پر ټولنیزو پاڼو خپره کړې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x