نړۍ

په جاپان کې زلزلې نهه وژلي، سل کسان یې نور ټپیان کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): د جاپان په جنوبي برخه کې د زلزلې له امله لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي، تر زر زیات کسان ټپيان شوي او د چارواکو په وینا تر ۴۰ زره زیات کسان خپل د کورنو پرېښودلو ته اړ شوي دي.

د امریکا د زلزلې سنجوني ادارې د زلزلې قوت ۶.۲ ښودلی او ویلي چې نن د جمعې په ورځ به هم د زلزلې وروستي تکانونه ادامه ولري.

زلزله تېره شپه په ځايي وخت ۹:۳۰ د جاپان جنوبي ښار کوماټو ختیځ ته په ۱۱ کیلومتری کې شوې چې له امله یې د چارواکو په وینا دوی په شپه کې ۴۰ زره کسان د خپلو کورونو څخه لیري نورو ځایونو ته انتقال کړه.

د زلزلې له امله سړکونه چاودېدلي، کورونه نړېدلي او ځینو سیمو کې لوی اورونه بل شوي دي.

د جاپان لومړي وزیر د زلزلې په اړه د معلوماتو ورکولو پر مهال ویلي چې ۳۰۰۰ پوځیان، پولیس او د ځان ژغورني ټیمونه په سیمه کې په کار لګیا دي.

د کیوشو په نامه د برېښنا شرکت ویلي چې د زلزلې له کبله د ۱۶۵۰۰ کورونو برېښنا هم قطع شوې وه.

باید وویل شي چې دا لومړی ځل نه دی چې په جاپان کې زلزله کیږي، جاپان په یو داسي سیمه کې موقعیت لري چیري چې زلزلې زیاتي کیږي، خو په جاپان کې د تعمیرونو د جوړيدني پر مهال د زلزلو په وړاندي د هغوی مقاومت ته ځانګړې پاملرنه کیږي.

په کال ۲۰۱۱ کې د مارچ د میاشتي قوي زلزلې د جاپان په شمال ختیځ کې ۱۸زره کسان ووژل او د فوکوشیما اټومي بټۍ یې تخریب کړه چې له امله یې اټومي مواد په سیمه کې خپره شوه او تر سل زره زیات کسان له هغه سیمي هجرت ته اړ شوه.

https://www.youtube.com/watch?v=TYonB0BE-4s

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x