شعـــــرونه

ډالۍ! فيض محمد ځلاند

ډاکټر فيض محمد ځلاند

ته لکه ښکلا په ځان کې ورکه ښه
زه لکه غبار په لارې ځمکه ښه

ته لکه د ستوري، لمر، سپوږمۍ په شان
زه سپک په هوا لکه بڼکه ښه

زموږ لکه د ګل خوشبو اړیکه چې
یو د بل د پاره بې درکه ښه

زما په زړه کې ستا مینه اباده ښه
ستا په زړه کې ښکلې ځکه کرکه ښه

ستا او د ځلانده دا ژمنه ښکلي ده
مینه کې وعده له پښتو کلکه ښه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سبا ظاهر

ځلاند سیب ډیره ښه.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x