د ماشوم سندره

mashom_kabul

گل وطنــــه گل مــــې يې         زه دې يــــم بلــــــبل بچى

سپين گل د اوربل مې يې          خدايږو ستا يم زغل بچى

ســتا پــــه ننگرهـار نازم         ستــا پـه كنــــــدهار نازم

ســتا په هريو ښــار نازم          زه دې په كوهســـار نازم

زه د امـير كــــروړ بچى          زه د گـــرشــــاسـب بچى

ستا ځــــاله د باز ځــــاله          دى پـــه كــې د باز بچى

ته د گـــور بتـــــانـو كور         تــــه ســـاتې د نــاز بچى

گل وطنــــه گل مـــې يې        زه دې يــــم بلــــبل بچى

سپين گل د اوربل مې يې        خدايږوستا يم زغل بچى

ستا له اكــو بكـــو ځـــار          ســـتا له سر سندكو ځار

غـــوا مې په ترپكو ځــار         غــوا مــې په ترپكـو ځار

ستا وښو كې څري غـوا          ستا اوبو كــې څري غوا

ستا ښوونځى دى كورزما          تل خــدمت يې پور زما

لوست په كې د مينې كړم         گډه مې پـــه وينــې كړم

گـــل وطنــه گل مې يې           زه دې يــــم بلـــــبل بچى

سپين گل د اوربل مې يې          خدايږوستا يم زغــل بچى

ستا لــــه مــــلالــۍ يــم ځار      ستا نازو مې مور د پـلار

ستــــا لـــــه سردارو قربان       ستا لـه زرغـــــونو قربان

تـــــــــه زما د پـــلار وطن       ته زمــــا د مــور مسكـن 

ستـا شيــــــدې رودلي مـا         ستا خـــواړه خـــوړلي ما

يې د ميرويس خان كورگى      يې د احمـــد خان كورگى

ستا لــه بــــريتـــــورو  ځار     ستـــا لـــه شملــه ورو ځار

ته د گــور بتــــانو كــــور         ته ساتــــې په ناز بچى

زه دا ستا ماشــــوم يمــــه         هرچـــاته معــــلوم يمه

ځار دې له زانــــگو شمه          ستـــا لـــه آللو شمـــــه

زه به دې زانـــــگو ساتـم          ستــا بــــه اللو ساتـــم

ستا د خوشحال خان غزل         درس مې د پلرونو دى

تــــــه د ننگيالــــــو وطن         يــــې د پتيالـــــو وطن

گـل وطنــه گــــل مـــې يې     زه دې يــــم بلــــبل بچى

زه ماشوم بـــه لوى شمـه          ستا پـــه مينـــه پوه شمـه

ځار به دې له غرو شمـه          نر بـــــه د ملكــــو شمـه

كاڼي بوټي ستـــــا ساتــم          ستا عــزت او شان ساتم

زه دا ستـــا بـــچى يمـــه          ستا عزت او توان ساتــم

مور كړم ستـا لپاره لوى         زه يې په الفت كــړم پوى

نريمــــه د نـــر بـــــچى         علــــم  و د هنــــر بــچى

زه بــــه در نــــه ځار شمه      تــــا نــــه بــــه قربان شمه

ستــــا مينــــه شيدو كې ما       خــــــدايږو چې رودلې ده

دا مينــــه دا ستــــــــا اوبو       مــــا تـــه مور راكړې ده

زه شملــــه د پـــلار ساتم        دا پــــه نــــره لار ساتــم

نـــــره لار د پــــوهې ده         دا زمـا د گـــــــروهې ده

زه((قتيل)) له تـــا قربان         شــم پـه هر زمان قربان

سپين گل د اوربل مې يې        خـدايږوستا يم زغل بچى

عبدالروف قتيل خوږياڼى

واصل آباد- كابل

۱۷، ۴، ۱۳۹۰

Normal 0 false false false EN-US X-NONE AR-SA MicrosoftInternetExplorer4

تبصره وکړه

ستاسو ایمیل ادرس به هیڅ کله نشر نه شي.