افغانستان

قومي مشران: که د ګومل د ملکي شهیدانو جدي پلټنه ونه شي، لاریونونه به وکړو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ قومي مشرانو او ولسي وګړي د دغه ولایت مرکز ته راغلي، تر څو د خپل شهیدانو په اړه د دولتي چارواکو سره خبري وکړي.

د تيري چهارشنبې په ورځ (وري ۱۹مه، ۱۳۹۵ل) د پکتیکا ولایت د ګومل ولسوالۍ په بانځو سیمه کې د قومي مشرانو پر یوه ډاټسن ډوله موټر د بې پلوټي الوتکي برید وسو، چې له امله یې ۱۵ تنه قومي مشران او د سیمي مخور خلک ووژل شوه.

د سیمي څخه د ورکړل شویو خبرونو پر اساس ویل شوي وه چې دغه قومي مشران د کاکړزو کلي ته روان وه، تر څو د یوې سیمه ایزي شخړي د حل په موخه جرګه کې ګډون وکړي. په همدې ورځ په یوه بل ډرون برید کې پنځه تنه عام ولسي وګړي وژل شوي وه.

د مشرانو جرګې پخواني غړي خان محمد خاګي چې اوس مهال په ښرنه کې دی د دولتي چارواکو سره د خبرو لپاره راغلی، ویلي چې په یاد برید کې وژل شوي کسان ټول عام ولسي وګړي وه.
نوموړي وویل: د بې پلوټه الوتکو په برید کې بې ګناه عام وګړي چې اکثره یې قومي مشران، ښوونکي او ځوانان وه، شهیدان شوه.

که څه هم امریکايي ځواکونو د دې پيښي په اړه د پلټنو خبر ورکړی او ورسره بهرنیو سرچینو منلي چې د ګومل په پيښه کې وژل شوي کسان ټول ملکي وګړه وه، خو حکومت تر اوسه په دې اړه هیڅ غبرګون هم نه دی ښودلی او نه هم ددې خبري منلو ته تیار شوی چې وژل شوي کسان به کیدای شي ملکي وګړي وي.

د پکتیکا د والي ویاند نبی الله پیرخېل او د هغه تر مخه امنیه قومندان ویلي چې په پيښه کې وژل شوي کسان ټول وسلوال مخالفین وه.

د یادوني وړ ده چې د پيښي یوه ورځ وروسته د پکتیکا ولایت د ولایتي شورا مرستیال نعمت الله برابري ګڼو خبري اژانسونو ته ویلي وه چې د ګومل په دواړو بریدونو کې وژل شوي کسان ټول عام ولسي قومي مشران دي.

نوموړي زیاته کړې وه چې د یادو سیمو خلک د ځان ساتني په خاطر وسله له ځانه سره ګرځوي، ځکه چې په سیمه کې د ځمکو او غرونو پر سر بدۍ زیاتي دي.

طالبانو هم د امریکايي ځواکونو د بې پلوټه الوتکي په برید کې د ملکي وګړو دغه ناوړه مرګ ژوبله په کلکه غندلې وه او د انتقام اخیستلو خبر یې ورکړی وو.

پخواني ولسمشر حامدکرزي د ګومل د پيښي په تړاو په خپله خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي وه چې دا ډول پيښي به د ولسي غبرګونونو را پورته کېدو سبب شي.
حامد کرزی چې پخپل وخت کې د بهرنیانو د شپنیو عملیاتو کلک مخالف و، په خپره کړې خبرپاڼه کې ياده پېښه غندلې او دا ډول پېښې غیر مسوولانه بللې دي.

د سیاسي شنونکو په قول د ولسي کسانو وژل هم د افغانستان د داخلي قوانینو او هم د نړیوالو قوانینو له مخې یو نا روا او بشریت ضد عمل دی، که امریکایان او د هغوی تحت الحمایه حکومت ریښتیاهم په هیواد کې د ثبات او امن غوښتونکي وي باید په جدي ډول د دې بشري ضد جنایت مخنیوی وکړي.

ډرون یا بې پلوټه الوتکي چې په دې وروستیو کې په افغانستان او پاکستان کې د زیاتو ولسي وګړو د مرګ سبب ګرځېدلي، د امریکا څخه اداره کیږي، ددغه الوتکو د اداره کوونکي او چلونکي په امریکا کې په یوه پوځي مرکز کې ناست وي، په الوتکه کې د کامرو او دوربینونو په واسطه خپل هدف په نښه او بمبار باندي کوي. د سیمي څخه د لیري والي او د افغانستان په اړه د کمو معلوماتو لرلو له وجي ددغه الوتکي اداره کوونکي اکثره غلط هدف په نښه کوي چې له امله یې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلي سبب ګرځي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x