افغانستان

تخار: د رستاق څلور چارواکي له دندو لرې او څارنوالۍ ته معرفي شول

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۷مه ۱۳۹۵ل): د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د ولایتي شورا غړي د وژل کېدو وروسته د دغې ولسوالۍ څلور لوړ پوړي چارواکي له دندو لرې کړل شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

د تخار ولایت مقام لخوا خپره شوې خبرپاڼه وايي چې د ولایتي شورا وکیل او ورسره درې نورو کسانو د وژل کېدو له کبله د رستاق ولسوال، امنیه قومندان، امنیت مسوول او ښاروال له دندو لرې کړل شوي او څارنوالۍ ته معرفي شوي دي.

خبرپاڼه زیاتوي چې د پېښې د څېړنې لپاره یو باصلاحیته هیئت رستاق ولسوالۍ ته تللی دی.

دوه ورځې وړاندې د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم په مشرۍ د جنبش ملي ګوند یو قومندان او د ولسي جرګې پخواني وکیل پیرام قل ضیايي وسله‌والو د تخار په رستاق ولسوالۍ کې د د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني په مشرۍ د جمعیت اسلامي ګوند یو مهم غړی او د ولایتي شورا وکیل له درې نورو کسانو سره ووژلو.

دا په داسې حال کې د رستاق ولسوالۍ اوسیدونکو تېره ورځ د عین الدین رستاقي تر وژنې وروسته د یوه لاریون په ترڅ کې د نوموړي جسد ید تخار ولایت مقام ودانۍ ته له ځان سره وړی و.

لاریونوالو ادعا کوله چې د دغې پېښې اصلي عامل د ولسي جرګې پخوانی وکیل او د د جنبش ملي اسلامي افغانستان ګوند قومندان پیرم قل ضیايي دی.

خو پیرم قل ضیايي بیا د لاریونوالو ادعاوې رد کړي او ویلي چې عین الدین رستاقي یوې سیمه‌ییزې وسله‌والې ډلې وژلی دی.

د رستاق ولسوالۍ د تخار یو له ډیر نفوس درلودونکو ولسوالیو څخه دی او سیمه‌ییزې سرچېنې وايي چې غیرمسوول سیمه‌ییز وسله‌وال هم په دغه ولسوالۍ کې خورا زیات فعالیت لري.

تر دې وړاندې هم د جمعیت او جنبش ګوندونو تر منځ د جګړو خبرونو وخت پر وخت ورکړل شوي دي او په وروستیو کې په بلخ ولایت کې د دوستم او مسعود د عکسونو د څیري کولو پر سر لاریونونو کې هم څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x