طوطي په سړي باندې ښځه طلاقه کړه

tooti
ښايي ځینې خلک فکر کوي چې د اهلي حیواناتو او مرغانو په مخ کې خبرې کول بې زیانه دي، او د افشا کیدلو ویره يي نشته.

خو له دې قاعدې څخه طوطي مستثنا دی.

یو هیښوونکی خبر وايي، چې د چین په هیواد کې یو طوطي ددې سبب وګرځید چې ښځه په خپل میړه طلاقه کړي.

کیسه داسې وه چې کله ښځه کور ته راغله ګورې چې طوطي په قفس کې په چینايي ژبه دوه کلمې (طلاق، صبر) په مسلسله توګه تکراروي.

ښځې چې دا واوریدل سمدستي وپوهیده چې میړه يي د طوطي په مخ کې د بلې ښځې سره په ټلیفون خبرې کړي او هغې ته يي ویلي دي چې له صبر څخه کار واخلي او ډیر ژر به خپله ښځه طلاقه، او له هغې سره به واده وکړي.

ښځه چې ډیره غصه وه له میړه څخه يي طلاق وغوښت، او میړه يي په ټول حقیقت اقرار او اعتراف وکړ.

بالآخره د طوطي د شیطانت او نمیمت له امله د دواړو د ژوند لارې بیلې شوې.

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د