افغانستان

«ډنډغوري د تجهیزاتو د کمښت له کبله سقوط وکړ»

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۷مه ۱۳۹۵ل): د بغلان سیمه‌ییز چارواکي وايي چې امنیتي ځواکونو په ډنډغوري سیمه کې د تجهیزاتو د کمښت له کبله شاتګ کړی او سیمه یو ځل بیا طالبانو نیولې ده.

د بغلان ولایتي شورا غړي فیروز الدین ایماق پژواک خبري اژانس ته ویلي چې طالبانو ټولې هغې سیمې چې د «خورشید۲۰» په عملیاتو کې يې د لاسه ورکړې وې، یو ځل بیا ونیولې.

هغه زیاته کړې چې له امنیتي ځواکونو سره هوايي ملاتړ و خو د تجهیزاتو د کمښت له کبله ونه توانېدل چې مقاومت وکړي او اوس یې د قرغان غونډۍ، هژده کوتل سیمو ته چې د پلخمري ښار په مربوطاتو کې راځي شاتګ کړی دی.

د ایماق په وینا په ډنډغوري کې د ملي اردو یو کنډک د کوم مقاومت پرته خپل مرکز پريښي او په بغلان کې د ملي اردو د بل کنډک له لوري ورسره له دې کبله مرسته ونشوه چې وسایط یې فعال نه و او تیل یې هم نه درلودل.

هغه وویل په داسې حال کې چې ملي اردو له سیمې شاتګ وکړ، خو ملي پولیسو بیا په یواځې ځان د دښمن سره مقاومت وکړ او د مقاومت په ترڅ کې یې یو شمېر طالبانو ژوندي ونیول او نورو یې شاتګ وکړ.

د بغلان امنیتي مسوولینو لا تر دې دمه د ډنډغوري د سقوط په اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د ډنډغوري د نیولو او ۳۱ پولیسو او اربکیانو د تسلیمیدو خبر ورکړی و.

مجاهد ویلي وو چې پولیسو او اربکیانو ورته ۲۵ میله کلاشنکوفونه، ۳ میله پیکا، ۲ راکټونه او یو میل هاوان هم سپارلي دي.

د یادونې وړ ده چې د پلخمري ولسوالۍ اړوند د ډنډغوري د سیمې نیولو لپاره دولتي ځواکونو د تېر کال سلواغې په شپږمه /جنوري ۲۶مه/ د ولسمشر اشرف غني په فرمان عملیات پيل کړل.

دولتي ځواکونو په دغه جګړه کې د ټانګونو او توپونو په شمول له هر ډول درنو او سپکو وسلو څخه کار واخېست. په دغو عملیاتو کې سلګونه کورنۍ له سیمې مهاجرې شوې، لسګونه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله واوښتله، د جوماتونو او کورونو په شمول لسګونه عامه ملکیتونه ونړول شول او په ولسي وګړو اوبه بندې کړل شوې.

د دغو عملیاتو پر ضد د سیمې خلکو څو څو ځل لاریونونه هم وکړل او یو شمېر مدني فعالانو په ټولنیزو رسنیو دغه عملیات په کلکو ټکو وغندل.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x