افغانستان

طالبانو د کندوز په ټولو ولسوالیو او ښار بریدونه پیل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۷مه ۱۳۹۵ل): طالبانو د نویو اعلان شوو عملیاتو په ترڅ کې د کندوز ولایت په ښار، ټولو شپږو ولسوالیو او امنیتي پوستو باندې یوځايي تعرضي عملیات پیل کړي دي.

د کندوز والي اسدالله عمرخیل د یوې ویډیو له لارې چې د کندوز ولایت د مقام په فیسبوک پاڼې خپره شوې، د طالبانو د بریدونو پخلی کړی دی.

عمرخیل په دغه ویډیو کې وايي چې طالبانو د کندوز په شپږو ولسوالیو او د کندوز ښار شاوخوا په ځینو سیمو بریدونه کړي، خو منفي پایله یې ورکړې ده.kunduz governor

هغه زیاته کړې چې د امنیتي ځواکونو تر منځ هماهنګي موجوده ده او د دوی عملیات دقیق دي. د عمرخیل په باور د دوی عملیات ځکه ورو روان دي چې ملکي تلفات رامنځته نشي او بل لارې په ماینونو پوښل شوي دي.

په عین حال کې د امام صاحب ولسوال امان الدین قریشي ویلي چې طالبانو نن سهار شاوخوا پنځه بجې د دې ولسوالۍ په لومړنۍ امنیتي حوزې برید کړی او جګړه تر دې دمه دوام لري.

هغه له امنیتي چارواکو غوښتي چې یادې ولسوالۍ ته نور تازه دم سرتیري ور ولیږي.

د کندز د ولایتي شورا وکیل امرالدین ولي بیا پژواک خبري اژانس ته د کندوز ښار امنیتي وضعیت خورا اندېښمن ښودلی دی.

امرالدین ولي ویلي چې د ښار په بېلابېلو سیمو کې جګړه روانه ده او که یې مخه ونه نیول شي نو دا ځل به د کندوز سقوط تر پخواني سقوط هم ډير خطرناک وي.

پژواک خبري اژانس وايي چې د کندوز ښار پر بېلابېلو سيمو هم وسله والو مخالفينو بريدونه پيل کړي او د دې ښار اوسېدونکي د وتلو په حال کې دي.

په عین حال کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد لخوا نن ټکی اسیا ته رالېږل شوې خبرپاڼې هم د کندوز ولایت په ټولو ولسوالیو او امنیتي پوستو د بریدونو پخلی کړی دی.

مجاهد ویلي چې په امام صاحب ولسوالۍ کې يې درې پوستې، خان اباد ولسوالۍ کې ۸ پوستې، قلعه زال کې یوه پوسته او دشت ارچي کې درې پوستې نیولي دي.

طالب ویاند زیاته کړې چې د کندوز ښار د ولایت مقام او لومړۍ حوزې مخې ته یې په دولتي عسکرو درې چاودنې کړي او د ښار اړوند په اورتبلاق، عربانو، تیلاوکی او قصابانو سیمو کې یې په دولتي ځواکونو بریدونه پیل کړي دي.

هغه ادعا کړې چې د قومندان الله نظر په پوسته يې نېولې او ۷ تنه کمانډو عسکر یې وژل دي.

د یادونې وړ ده چې طالبانو د کندوز ښار تېر کال د تلې په شپږمه د پراخو عملیاتو په ترڅ کې ونیولو او د دوه اونیو وروسته یې ښار بېرته پرېښودلو. د طالبانو لخوا د کندوز ښار نیول په تېرو څوارلس کلونو کې تر ټولو ستره بریا وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x