افغانستان

د سرې میاشتي د کارکوونکو په ملیونونو افغانۍ اختلاس شوي دي

نن ټکی اسیا (جمعه، وري۲۷مه ۱۳۹۵ل): د بخدي خبري اژانس په وینا دوی داسي اسناد تر لاسه کړي چې ښيي د سرې میاشتي د مرستیال مشر له لوري ددغه ادارې د کارکوونکو ملیونونه افغانۍ اختلاس شوي دي.

محمد ظاهر ولي زاده
محمد ظاهر ولي زاده

د اسنادو پر اساس ویل شوي چې د سرې میاشتي په سلګونو مامورینو ته وعده ورکړل شوې وه چې پر دوی به د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د سرې میاشتي د مشري فاطمه ګیلاني د وعدو سره سم ځمکي ویشل کیږي، د همدې وعدې پر اساس د سرې میاشتي کارکوونکو ته ګواښونه شوي چې دوی به حتما د ځمکو د توزیع کمیسون ته یو نیم سل زره افغانۍ ورکوي، تر څو هم له کاره ونه شړل شي او هم ځمکي باندي توزیع شي، او د نوم نه ښودلو په شرط زیاتوي چې دوی د ځمکو د توزیع ریاست ته چې مشري یې محمد ظاهر ولي زاده کوي، یو نیم سل زره افغانۍ ورکړې، خو دغه کارکوونکي چې اوس د ځمکو د تسلیمۍ څخه مایوسه شوي، وايي چې زمونږ د خپلو پیسو درک ورک دی.

دوی وايي چې زمونږ پیسې د ځمکو د توزیع د کمیسون څخه شخصي بانکي حساب ته انتقال شوي او داسي نه ښکاري چې دوی ته به یا خپلي پیسې بیرته ورکړل شي او یا به هم هغه ځمکي ورکړل شي چې کلونه مخکي ورسره وعده شوې وه.

یاد اژانس ویلي چې دوی داسي اسناد په لاس کې لري چې ښيي حامد کرزي او فاطمه ګیلاني د سرې میاشتي پر مامورینو د ځمکو د ویش حکم صادر کړی، خو اوس چې پر دې حکم کلونه تېر شوي تر اوسه د ځمکو درک نه لګیږي.

د سرې میاشتي دننه د دې لوی اختلاس او فساد څخه متاثره کارکوونکي وايي چې په سره میاشت کې دننه د پراخ مالي او اداري فساد څخه دوی نور په تنګ راغلي.

دوی زیاتوي چې کومه ځمکه زمونږ سره وعده شوې وه، هلته کوچیانو خپلي خیمې درولې او داسي ښکاري چې د خپل اختلاس پټولو لپاره دغه اداره نه غواړي کوچیان د هغو سیمو څخه بار کړي.

دوی وايي، ځکه چې سره میاشت یوه خیریه اداره ده، کار یې ولسي خلکو ته کومک رسول دي، د فساد لویه زمینه ورته برابره ده او داسي څوک هم نسته چې د فساد په اړه پوښتنه وکړي.

ولسمشر اشرف غني چې د ولس سره یې وعده کړې وه د افغانستان د حکومتي ادارو څخه به د اختلاس او اداري فساد ریښي ورکوي، د کتونکو په وینا تر اوسه نه یوازي داچې په خپلو وعدو کې ناکام شوی، بلکي فساد تر پخوا زیات شوی چې له امله یې افغانستان اوس هم په نړیواله کچه په فساد کې په لومړیو هیوادونو کې شمېرل کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x