FailureـorـSuccess

ناکامي يو ځنډ دی، خو ماتي نده…….!

په انګليسي کې يو متل دی چې وايي:

Failure is a delay, but not defeat

ژباړه: ناکامي يو ځنډ دی خو ماتې نده

زه حيران هغو زلميانو ته يم چې  ړونه يې له کار او مبارزې مات دي او خپلې لومړنۍ ناکامۍ يې پر حتمي ماتې تعبير کړيدي او لاس تر زنې کينستلي دي. دوي ولې دومره فکر نکوي چې که ناکامي حتمي ماتې ګڼل کيدلای او يا هم کوم فاتح، فيلسوف، مفکر، ليکوال، مجتهد، محدث، فقيه او صوفي ناکامي په ماتې تعبير کړي وای، نو آيا نړۍ به پدغه اوسني حالت تر موږ رارسيدلې وای؟ 

په نړۍ کې د تاريخ په اوږدو کې څومره سترې جګړې وشوې، هيوادونه د نړۍ له نقشې محوه شول، جغرافيې بدلې شوې، ښارونه پر ايټم بمونو وويشتل شول،يواځې په يوه جګړه کې يو نيم ميليون انسانان د نابودۍ کندې ته وغورزيدل، ګڼ فاتحين مات شول، مړه شول او ګڼ نوي منځته راغلل….!

خو آيا له دې ټولو ناکاميو، ماتيوو او خرابي سره د نړۍ د انکشاف او پرمختګ په ټپه ودريده؟ آيا وران ښارونه بيرته له سره ودان نشول؟ آيا د اروپا انسانان د بې ساري تباهۍ سربېره د ناکاميو له دغې مرحلې بريالي راونه ختل؟ آيا هلته د هټلر د تباهيو يوه بيلګه پاتې شوه؟

د جاپاني ښارونو هيروشيما او نګاساکي په ليدلو سره آيا دا کومان کولای شئ چې دغه ښارونه يو وخت په اټومي بمونو لوټي لوټي شوي او خلک يې له څيلمې د اور خوراک شوي وو؟

آيا د جاپان او آلمان له ماتې سره چا دا تصور قدرې کولای شوای چې دغه هيوادونه به د تاریخ په کوم پړاو کې د پرمخ تللوو ملتونو په نامه ونومول شي؟

خبره دا ده چې دغه ټولو ملتونو خپلې ناکامۍ پر ماتې نکړې تعبير. هغوي دا حقيقت درک کړ چې دغه ناکامۍ يو عارضي پړاو دی او بايد چې ورته تسليم نشو. ځکه يې نو له نوي لرليد، پاخه عزم او  ټينګې ارادې سره کار پيل کړ، د ناکاميو ا ماتيو ټوولې نښې نښانې يې له منځه يوړې د دوړوو اوو ايرو له منځه يې د نويو ملتونو بنسټونه راپورته کړل او دا دی اوس يې شمار د نړۍ په مهذبو او پر مخ تليو ملتونو کې کيږي.

دغو ملتونو پر مادي ماتيو، مانيزه ماتي ونه خوړله. پوځونه يې مات شول خو زړونه يې مات نشول، د ښارونو دنګ برجونه يې ونړيدل خو د عزم، همت او حوصلې دنګو ماڼيو ته يې د مايوسۍ لښکرې ور پرې نښودلې. يو لويديځوال مفکر رابرټ انګريسول

Robert Ingessol د سرو زرو خبره کوي:

The greates test of courage on earth is to bear defeat without losing heart.

ژباړه: پر ځمکه باندې د عزم او حوصلې تر ټولو ستر ثبوت دا دی چې انسان له ماتې سره زړه مات نکړي.

راځئ! چې زړونه مات نکړو. که مات وي سره راټ،ل يې کړو. د اور او باروتو په لوخړو کې د خپل عزم د ماڼيو بنسټونه کيږد او په ايرو کې د يوه نوي ملت د جوړيدلو نوغي وکرو.

تاسې لږ د آمريکا د ملي مقاومت پر تاريخ غور وکړئ! د مقاومت د لارښودانو پر وړاندي يو مړژواندی او نالووستی ولس له سلګونو ټ،ولنيزو ستوونزو سره ولاړ وو. آمريکا د انګليس پر وړاندې د مقاومت توان نه درلود. جورج واشنګټن او نوروو ملي رهبرانو فکر وکړ چې پدغه نيمګړې ولس مقاومت ونکړم، بُن بست به هیڅکله هم پای ته ونه رسيږي او پر آمريکا به هيڅکله هم د ازادۍ او خپلواکۍ لمر راونه خيژي. د ملت اصلاح اسانه ده، خو د استعمار اصلاح او له هغه سره ژوند ګران دی، ځکه هغه د بن بست په ژوندي ساتلو سره ملت کمزوری کوي او ځانونه پنډوي. هماغه وو چې په ملت کې يې د عزم او ولولې يوه نوي ساّ پو کړه. هغووي ته يې د لوړتيا او غرور احساس ورکړ او انګليسان او نور يرغلګران يې تر پام ورته ميږيان او ملخان ورکړل. او په پای کې آمريکا خپلواکي وګټله. د آمريکا ملي مشرانو د ملت جوړونې کار هم ښه په عزم اوحوصله وکړ. په را وروسته کې آمريکا د توماس جيفرسون او ابراهام لنګلن په نامه مشران وموندل چې هر يوه يې آمريکا ته د ډيموکراسۍ، ولسواکۍ او قانونيت نوي شاخصونه ورکړل.
په راوروسته کې ايډوايټ آيزنهاور د آمريکا مشر شو چې له ګڼو نړيوالو ستونزو ورووسته يې خپل ملت د ژوند او رفاه نوی ليدلوری ورکړ.

تاسې پام وکړئ! ستاسې تووپير له واشنګټن، جيفرسون،ابراهام لنګلن او آيزنهاور سره څه دی؟

یو څه چې هغوي تر موږ پکې وړاندي ول، عزم، همت، حوصله او لرليد وو. آيا هغوي چې په يواځې ځانونو دومره ستر ملت سره يو موټی کولای او هيواد جوړولای شوای، موږ خپل دغه کوچنی ملت او هيواد د يو والي ، پرمختګ او رفاه خواته نشو رهبري کولای….؟

ځوانانو….! زه ستاسې هر يو له يوه پياوړي لښکر سره پرتله کوم. لښکر خپل نوښت نلري او دقوومندان امر ته ګوري. تاسې چې بې ساری فکري او شعوري ځواک، عزم او حوصله، وژن او لرليد لرئ، ولې مو خپله فکري قوه چې ستاسې تر امر لاندې يو ستر لښکر دی،همداسې شنډه پرې ايښي ده؟

تاسې دې ته ولې پام نکوئ چې دغه مظلوم ملت له تاسې پرته څوک لري چې غمه يې وخوري؟ او دا چې تاسې ولې خپل ملت د زمان او زمين د حوادثو پر وړاندې يواځې پرې ايښی دی…؟

پاڅيږئ..! لاس پر کار شئ. فکري ځواک مو سره راټول کړئ، لرليد ورکړئ او مخ د ترقي او انکشاف پر لوري يې مارش کړئ..!

ملت مو کار ته اړتيا لري. تاسې وخت لږ لرئ، کارونه ډير….!

دښمن مو په کمين کې ويښ او آګاه ناست دی، تاسې څاري، ستاسې د غفلت په لټه کې دی. په کومه شيبه چې تاسې له خپل مسئوليته غافل شئ، دښمن به درباندې وار ړومبی کړي او د هيلو هيکلونه به مو در دړي وکړي، ځکه نو تاسې بايد غافل ونه اوسئ، کار وکړئ، کار، کار او بس کار………………..!

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د