fbpx

د مسلمان مکالمې: يونس تنوير

 یونس تنویر

دا لیکنه مې د مسلمان ناول د مخکتنې غونډې ته لیکلې وه. ما ویل تاسې به یې هم ولولئ.

د داد محمد ناوک د مسلمان ناول، دغه دوه مکالمې چې د بېلا بېلو پراګرافونو دي. په دې ډول دي: (لومړی مکالمه د ملا د خولې څخه شوې ده ) دغه یوه بلا خو راسره شته.

او دوهمه مکالمه د قاري اتل د خولې ده چې وایي : که خامخا بیخي نه را ويښېدم، بیا کوربه ته ووایه، ورتا د اتل په ځای پیره وکړه. ته ویده شه.

لومړۍ مکالمه د ملا صیب د لید لوري لپاره مناسب بیان، نه دی. که دا خبره یوه بزګر یا یوه د هقان کړې وای؛ له یوې مخې به، د کرکټر او متن ترمنځ، فاصله نه وای، ایجاده شوې.

ځکه چې د ملا بیان د بېسوادو بیان، نه وي. او ملایان په خبرو کولو کې ډېر محتاط وي.

دا هغه شی دی چې په ناول کې یوهنري تړون را ولي. د متن او کرکټر ترمنځه د د یوه حالت ښودنه کوي. دا ښودنه که د متن او کرکټر ترمنځه متضاده وي؛ نو د هنر شتون به، په کیسه ایز ادب کې ووژل شي.

په دوهمه مکالمه کې تاکیدي کلمو د مکالمو هنر، مات کړی دی. په مکالمه کې تاکیدي کلمې د منظرو په راښودلو کې، را سره مرسته نه کوي. بلکې لیکوال یوازې خپله ارایه را ښیي.

ددغې مکالمې بله نیمګړتیا دا ده چې اضافي معلومات پکې ارایه شوي دي. په یو شي باندې تاکید کول. دکرکټر په خوله د زمان او مکان ښودل. په مکالمو کې د مستندې انځور ګرۍ پر ځای د مصنوعي معلوماتو اضافه کول دی. او داشی د کیسه ایز ادب د هنر ساه تربتوي. که چېرې په مکالمه کې دا شیان د کرکټر په عمل کې وښودل شي.

او یا هم هغه حالت وښودل شي؛ نو د مکالمو هغه اصلي ځانګړنه به مو، تر لاسه کړې وي. د مثال په توګه تاسې د همدغه مسلمان ناول دا مکالمه وګورئ، چې د زرمینې له خولې لیکل شوې ده : ادې ځواني دې هسې دیوالو ته تېره کړه. اوس په دې ګرمي کې هم اوداسه ته، تودې اوبه در اخلې!

د تاغوندې لس ځوانې مې سیالي هم نه دي، هسې دې خدای، پلار ته ښادي نه ورکوي دا حال مې یې کړ!
د زرمینې مکالمه د داستاني ادب د مکالمو هنري ځانګړنه لري. هغه داسې چې دغه مکالمه سیوری لري. د دیوالو شاته ځواني تېرول، په اوړي کې په تودو اوبو اودس کول. د بوډا توب د حالت ښودنه کوي. مګر ددغه حالت مستقیمه ارایه نه ده شوې. بلکې په غیرمستقیمه ژبه د یوه حالت ښودنه یې کړې ده. یانې دوهمه او لرې مانا یې مراده ده. او دا شی په داستاني ادب کې هنر را ولاړوي.

د پورتنیو مکالمو بله هنري ځانګړنه دا ده چې کرکټرونه یې، یو د بل د خبرو تایید نه کوي.

د داستاني ادب پوهان په دې یوه خوله دي چې مکالمې باید د کرکټرونو ترمنځ تاییدي کردار ونه لري. که کرکټرونه یو اوبل تاییدوي، دې ته موږ مکالمه نه شو ویلای. تاسې په پورتنیو مکالمو کې همدا هنر ولیده چې د لور او مور ترمنځه په خبرو کې واقع شوی دی.

مکالمه په داستاني ادب کې ډېره مهمه ده چې کرکټرونه یې په خپلو منځونو کې سره وایي.
د کرکټر د حالت ښودل تر ډېره په مکالمو کې نغښتل شوی وي. په راوي پورې دومره اړه نه پیدا کوي. همدا مکالمې دي، چې د کرکټر کړه وړه، ترې معالومیږي.

مګر که مکالمو ته عملي بڼه ور نه کړو؛ نو مکالمې به مو په تشریحي میتود اډانه پیدا کړي. او تشریحي میتود د کیسه ایز ادب ځانګړنه ، نه ده. تاسې ددې ناول دا مکالمه وګورئ:

وي زوی ګله! ترې جار به یې کړم. نن مو قران که هیڅ شی په اور اېښی و. پلار ته مې دې هم په شېدو کې ور کړه.

دا مکالمه په عمل درېدلې ده. او همدا ښېګڼه یې ددې صحنې په مستندولو کې لویه ونډه لري.

راوي باید د کرکټر فزیکي حالت داسې را ښکاره کړي، لکه موږ چې یې مشاهده کوو. یا یې موږ ته مخامخ دغه انځور ایښی وي. دغه ممکن په مکالمه کې را نه، شي ولې که د فزیکي مکالمو نوم، ور کړو؛ ممکن دومره تېروتنه به مو نه وي کړې. تاسې یې دا منظرونه وګورئ: پېرزو غوږونه څک کړل. په سترګو یې سیوری جوړ کړ.

په سترګو سیوری جوړول د لاسونو په واسطه کیږي. او د چا چې د سترګو دید، کمزوری وي ؛ نو دلمرپه تېزه رڼا کې د پټولو لپاره لاسونه په وریځو نیسي. توا چې سلامي کوي. او د حالت د یوه لري شي یا سړي، په لیدلو پسي څار کول دي. د رواي دغه منظر موږ ته د شخص حالت. د زمان حالت، د شخص د غوښتلو حالت را ښیي. دا د کیسه ایز ادب د منظر د جوړولو یوه عالی جوړونه ده.

تاسې یې دوهمه فزیکي مکالمه وګورئ چې د راوي په هنر جوړه شوې ده:
جک وخندل. د ریتا له شونډو یې مچکه والوزوله.

دې ته مو ځکه د فزیکي مکالمې نوم ورکړ چې د دکرکټرونو له عمله را ولاړه شوې ده. دا مکالمه د کرکټر د عمل ښودنه کوي. کله چې په ژبپوهنه کې اشاره هم د مفهوم د رسولو په کار، په ژبه کې راتلای شي؛ نو د کرکټرونو دعمل په ښودلو کې د راوي منظره ولې په فزیکي مکالمو کې نه شي راتلای؟

په یوه کتاب کره کتنه کول د مقالې په غیږ کې نه شي ځایدای. او نه هم د یوه کتاب ښیګڼه او بد ګڼه د یوې مقالې د تشریح په محدوده کې را تلای شي. لیکوال او لوستونکو ته یې مبارکي وایمه. په لوستلو به یې خوار نه شو.

پای

اخځلیکونه:
۱: د اسدالله غضنفرلیکچر. افغان ادبي بهیر.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د