افغانستان

فاریاب: د بلچراغ امنیه قومندان ووژل سو

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ امنیه قومندان سمونوال نجیب الله د څو تنو نورو پولیسو سره یوځای وژل سوی دی.

د فاریاب د ولایتي شورا غړۍ محمدسمیع خیرخواه وایي چي د بلچراغ امنیه قومندان نن مازدیګر مهال د ګرزیوان ولسوالۍ په جرقلعه سیمه کي د طالبانو په یوه برید کي وژل سوی دی.

د پولیسو یوې سرچینې رسنیو ته ویلي چي د سمونوال نجیب الله سره شپږ تنه نور پولیس هم وژل سوي دي.

د پولیسو سرچینې وایي چي نوموړي غوښتل د ګرزیوان ولسوالۍ په نظامي عملیاتو کي برخه واخلي چي د سړک غاړي ماین د چاودني سره مخ سو، د چاودني له امله د نوموړي نظامي موټر هم له منځه تللی دی.

د یادوني وړ ده چي د طالبانو د «عمري» په نوم عملیاتو د پیل سره سم د هیواد په ډیرو سیمو کي جګړو زور اخیستی او دغه جګړو پر شمالي ولایتونو سوری غوړولی دی.

د فاریاب ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کي جګړو دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اړولي ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x