افغانستان

کندز: د خان اباد ولسوالۍ سقوط وکړ

نن ټکی اسیا (جمعه، وري ۲۷مه، ۱۳۹۵ ل): تازه راپورونه وايي چې د کندز د خان اباد ولسوالۍ سقوط کړی او د طالبانو لاس ته لویدلې. د خان اباد ولسوالۍ د کندز ښار ختیځ ته موقعیت لري.

د میټرا تلویزون د راپور پر اساس ولسوالۍ دا مهال د طالبانو په واک کې ده.

تر اوسه دولتي چارواکو او طالبانو د خان اباد ولسوالۍ د سقوط په اړه رسنیو ته څرګندونې نه دي کړي.

طالبانو د نویو اعلان شوو عملیاتو په ترڅ کې د کندوز ولایت په ښار، ټولو شپږو ولسوالیو او امنیتي پوستو باندې یوځايي تعرضي عملیات پیل کړي دي.

وروستي راپورونه وايي چې جګړه د کندز ښار زړه ته رسېدلی. د بي بي سي خبریال (تاج الدین سروش) ته ځايي خلکو ویلي چې همدا اوس د ښار په مینځ کې د «کابل موټرو تمځای» ته څیرمه جګړه روانه ده.

د اریانا تلویزون خبریال (نصرت پارسا) د کندز د ولایتي شورا غړو په حواله وايي چې طالبانو د کندز هوايي ډګر ته څېرمه د ناصریانو سیمه هم نیولې او همدا راز یې د ښار شرقي دروازه تر خپل کنټرول لاندې راوستلې.

د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې خبریال (شریف حسن) ته د کندز یو تن اوسیدونکي ویلي: «سبا به ډیره ناوخته وي، باید دولت همدا نن شپه د کندز د ژغورلو غمه وخوري».

په کندز ولایت کې د سقوط اندېښنه شېبه په شېبه پیاوړې کیږي او داسې باورونه شته چې ښايي کندز ولایت همدا نن شپه او یا سبا د طالبانو لاس ته ولوېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x