نړۍ

پاکستان: د سي ای اې پر مرکز بريد کې لاس نه لرو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د امريکا د څارګرې ادارې چارواکي وايي، چې ۲۰۰۹م کال کې خوست کې د سي ای اې پر مرکز بريد کې د پاکستان استخباراتو «ای ايس ای» مرسته کړې. امریکايي چارواکي وړاندې دا هم وايي چې پاکستان بريدګرو ته دوه لکه ډالر ورکړي.

پاکستان د امريکايي چارواکو دغه څرګندونې رد کړي او زياته کړې يې ده، چې «دغه ډول تورونه حقيقت نه لري.»

د پاکستان بهرنيو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې د ياد بريد او مرګ ژوبلې له امله پاکستان ډېر غمجن شوی و.

د بهرنيو چارو وزارت وايي، چې د دغه بريد مسووليت پاکستاني طالبانو اخيستی و، هغه مهال يې يوه ويډيو خپره کړې وه، چې سرتېری بريدګر د پاکستاني طالبانو له جنګياليو سره ولاړ دی او د دوی پوځيان له تېرو څو کالو راهيسې شمالي وزيرستان او نورو سيمو کې د پاکستاني طالبانو او نورو  «سخت دريځو» ډلو پر ضد عمليات کوي او تر ډېره بريده يې دغه ډلې کمزورې کړي دي.

پاکستان د امريکايي استخباراتو د خپور شوي راپور په اړه په غبرګون کې ويلي، چې هېواد يې له روانې جګړې او تاوتريخوالي تر ټولو زيات اغېزمن شوی، د «ترهګرۍ ضد» جګړو کې يې له پنځو زرو زيات پوځيان وژل شوي، لسګونه زره ولسي وګړو ته يې مرګ ژوبله اوښتې او څو مليارده ډالر زيان يې ليدلی دی.

امريکايي راپور کې څه راغلي؟

د امريکا پټو ډيپلوماتيکو ليکونو کې راغلي، چې پاکستاني استخباراتو ای ايس ای ۲۰۰۹م کې خوست کې د سي ای اې پر «چيپ مين» استخباراتي مرکز خونړي بريد کې دوه لکه ډالره مرسته کړې ده او د امريکايي چارواکو په وينا په تېرو ۲۵ کالو کې دغه بريد تر ټولو خونړی بلل کيږي.

په دغه بريد کې د اوو امريکايي استخباراتي افسرانو په ګډون لس لوړپوړي چارواکي وژل شوي وو.

د يادو ليکونو له خپرېدو وروسته د امريکا بهرنيو چارو وزارت د پاکستان او امريکا د راتلونکو اړيکو په اړه سوالونه راپورته کړي دي.

۲۰۰۹م کې د سي ای اې پر مرکز بريد د سي ای اې او اردني استخباراتو يو ګډ جاسوس، ډاکټرخليل البلوي چې اصل کې د القاعده پټ غړی و، کړی و. په دغه بريد کې د سي ای اې اووه لوړپوړي افسران، د افغان ملي امنيت او اردني اسخباراتو لوړپوړي افسران وژل شوي وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x