د ګران ورور احساس او کورنۍ سره یې خواخوږي

(مِنَ الْمُؤْمِنِينَ رِجَالٌ صَدَقُوا مَا عَاهَدُوا اللَّهَ عَلَيْهِ فَمِنْهُم مَّن قَضَى نَحْبَهُ وَمِنْهُم مَّن يَنتَظِرُ وَمَا بَدَّلُوا تَبْدِيلاً)

په ډېره خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ،چې د لغمان د پخواني والي محترم ملا محمد اسحاق اخندزاده کشر ورور او د هڅاند لیکوال او ژورنالسټ محمدالله احساس تره ملا عبدالله اخندزاده د اسلام، جهاد او خاوري د دښمنانو له لورې په خورا ناځوانمردۍ سره دوې اونۍ وړاندې د چنګاښ د میاشتې په اولسمه نېټه په شهادت رسول شوی. (انالله و انا الیه راجعون)

زه په خپل وار د خپلو ټولو فرهنګي یارانو په استازیتوب د نوموړي له پتمنې کورنۍ سره په دې غم کې ځان شریک ګڼم، له لوی الله څخه د شهید شهادت قبول ،کورنۍ او خواخوږیو ته یې د زړه صبر او غوره نعم البدل غواړم.

په درنښت

محمد ادریس خادم

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د