افغانستان

دفاع وزارت: د کونړ ویجاړه شوې چورلکه له دیوال سره لګېدلې

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ل): د ګډ حکومت د دفاع وزارت د هغې څرخي الوتکې د ویجاړېدو ویډیو نه ده منلې چې د طالبانو لخوا رسنیو ته لیږل شوې او په کې لیدل کیږي چې څرخي الوتکه د ځمکني ماین د انفجار له امله له مینځه ځي.

د دفاع وزارت ویاند «دولت وزیري» وايي چې څرخکه د تخنیکي ستونزو له کبله رالوېدلې او په کې سپاره پیلوټان ژوندي دي. خو زیاتوي چې «متاسفانه دوه درې نفرو ته په کې مرګ ژوبله واوښته».

د تېرې مارچ په ۲۸مه د ملي اردو یوه څرخي الوتکه د کونړ ولایت په ناړۍ ولسوالۍ کې د یوې امنیتي پوستې مخې ته په خښ کړل شوي ماین کښېناسته چې د چاودونې نه وروسته په بل مخ واوښته. طالبان وایي چي په دې پېښه کي یې د ملي اردو ۲۱ تنه افسران وژلي دي.

که څه هم په خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې چورلکه په ځمکې د کښېناستو څخه وروسته ویجاړیږي، خو د دفاع وزارت وايي چې چورلکې له هوا څخه سقوط کړی.

د دولت وزیري په باور، په ځمکه د کښېناستو پر مهال د څرخکې پره له دیوال سره ولګېده او راولوېده. خو نوموړي د هغه دیوال څرنګوالي نه دی روښانه کړی چې په هوا کې د چورلکې د سقوط لامل ګرځېدلی.

دولت وزیري چې په پوځي چارو کې يې ماسټري هم ترلاسه کړې، د ګډ حکومت د امنیتي ویاندویانو په ډله کې په تبلیغاتو شهرت لري. د تېر اکتوبر په میاشت کې چې طالبانو کندز ولایت نیولی وه، نوموړي له رسنیو څخه په ټینګه غوښتنه کړې وه چې د افغان ځواکونو د پرمختګونو په راپورونو کې دې یو په لس چنده مبالغه کوي.

د دولت وزیري په باور، په جګړییز حالت کې له مبالغې ډکې څرګندونې د افغان پوځ د مورال او روحیې په لوړولو کې مرسته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x