نړۍ

د حرم شريف امام شيخ محمد ايوب وفات شو

نن ټکی اسیا (شنبه، وري ۲۸مه، ۱۳۹۵ ل): د مدني حرم امام شيخ محمد ايوب نن سهار له دې فاني نړۍ سترګې پټې کړې.

عربي رسنۍ د مدينې منورې د چارواکو له قوله وايي، چې د شيخ محمد ايوب رحمه الله جنازه به نن د ماسپښين له لمانځه وروسته په مسجد نبوي کې ادا کيږي.

شيخ محمد ايوب رحمه الله ۱۹۵۲م کې په مکه مکرمه کې زيږېدلی و، خپلې لومړنۍ زده‌کړې يې په مکه مکرمه کې د قرانکريم په حفظ پيل کړې، د قرانکريم له حفظ او لومړنيو زده کړو وروسته مدينې منورې ته ولاړ، منځنۍ او لوړې زده‌کړې يې په مدينه منوره کې ترلاسه کړې.

ليسانس، ماستري او دوکتورا يې د مدينې منورې له اسلامي پوهنتونه په تفسير او علوم القران کې ترلاسه کړې وې.

شيخ رحمه الله خپل ژوند د قرانکريم په تدريس کې تېر کړ، د مدينې منورې په اسلامي پوهنتون کې د تفسير او علوم القران د څانګې د دوکتورا مرحلې استاد و، همدا نګه يې په ګڼو سترو جوماتونو کې د امام او خطيب دنده هم ترسره کړې ده.

له ننه څو کاله وړاندې د مدني حرم امام و، بيا د حکومت په امر نورو جوماتونو ته ولېږل شو او تېر کال روژه کې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزيز په ځانګړي فرمان يو ځل بيا د روژې تراوو لپاره مدني حرم راوستل شو او تر اوسه په نبوي مسجد کې امام و.

شيخ رحمه الله د سعودي عربستان او اسلامي نړۍ په کچه ستر عالم او د قرانکريم له غښتلو قاريانو څخه و، د نوموړي په ښکلي غږ کې د ټول قرانکريم تلاوت په کيسټو او نيټ کې موندل کيږي.

د شيخ محمد ايوب رحمه الله دوه ښځې، پنځه زامن او دوه لوڼې دي، چې ټول يې د قرانکريم حافظان دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x